افغان سوله څار

افغان سوله څار په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اقتصاد وزارت څخه د فعالیت جواز تر لاسه او په کار ېې پیل وکړ. اوسمهال زموږ اداره د افغانستان په کچه د خبریالانو او فعالینو یوه ستره شبکه لري. موږ د افغانستان د امنیت او سولې اړوند له ۲۰۰ زیاتې رسنئ او افراد چې په بیلا بیلو ژبو خپرونې کوي څارو. موږ په هیواد کې د ملکیانو په وړاندې د تاوتریخوالي، د بشري حقونو د نقص، خپل سرې نیونې، او نورې اړوند امنیتي پيښې څارو او له تاید کولو وروسته ېې په خپل ډیټابیس کې ثبت کوو. افغان سوله څار د هیواد دننه او بهر له افغان متخصصینو سره د خبرو اترو د بهیر په رامنځته کولو کار کوي چې د طالبانو د واک لاندې خلک خپلو انساني حقونو ته لاس رسی پیدا کړي. 

له موږ سره کار وکړئ

افغان سوله څار  د اکلیډ او سمال ارم سروې په څیر ادارو سره همکاري کوي چې په افغانستان کې کره مالوماتو ته لاس رسی زیات کړي. په هیواد کې د طالبانو له واک لاندې بهرني خبریالان او څیړونکي معلوماتو ته محدود لاس رسی لري او افغان رسنۍ د طالبانو له ویرې خپل ځان سانسوروي. افغان سوله څار له نورو ادارو سره نږدې همکاري کوي چې د راپورونو په راټولولو او کره کولو دا تشه ډکه کړي. که تاسې غواړئ له موږ سره کار وکړئ راسره په اړیکه کې شئ.

زمونږ سره اړیکه

تاسو کولې شئ چې مونږ سره د لاندې منابعو څخه په استفادی سره اړیکه ونیسئ.

ایمیل:info@afghanpeacewatch.org
فیسبوک:https://www.twitter.com/APWORG
ټویټر:https://www.facebook.com/ThePeaceWatchAPW

خبر شریک کړئ

له موږ سره دلته خبر شریک کړئ