د ولایاتو پروفایل
APW د خپلې ژورنالی ډلې له لارې د زیربنا کچې څخه د لومړي لاس ډیټا راټولوي او کولی شي په استانبول ولایت کې د 34 ورځو لپاره خپل معلومات چمتو کړي. هغه معلومات چې تاسو ته شتون لري ، موږ تاسو ته عمومي معلومات چمتو کوو ترڅو دوی په شخصي ډول د وسله والو ډلو لیدو سره فعال شي. د امنیت او ځمکنۍ کنټرول مهمې پیښې. دا شاخصونه عموما ښیې چې دوی په مرکزي ولایت کې د بغاوت ځواک لري
بغلان ولایت
APW د خپلې ژورنالی ډلې له لارې د زیربنا کچې څخه د لومړي لاس ډیټا راټولوي او کولی شي په استانبول ولایت کې د 34 ورځو لپاره خپل معلومات چمتو کړي. هغه معلومات چې تاسو ته شتون لري ، موږ تاسو ته عمومي معلومات چمتو کوو ترڅو دوی په شخصي ډول د وسله والو ډلو لیدو سره فعال شي. د امنیت او ځمکنۍ کنټرول مهمې پیښې. دا شاخصونه عموما ښیې چې دوی په مرکزي ولایت کې د بغاوت ځواک لري
غزنی ولایت اړوند معلومات
دغزني ولايت پېژندنه
غزني د افغانستان يو له مهمو او مرکزي ولايتونو شمېرل کېږي. دغه ولايت د هېواد په دويمه درجه ولايتونو کې راځي او د خورا ډېرو لرغونو ابدو لرونکى او غني تاريخي مخينه لري. غزني ولايت د جغرافيايي موقعيت له پلوه د شمال عرض البلد په ۳۳درجو او ۳۳ دقيقو، همدارنګه د ختيځ طول البلد په ۶۸ درجو او ۲۵ دقيقو كې پروت دى.
غزني ښار له کابل نه په ١٤٥ کيلومترۍ کې د کابل-کندهار د لويې لارې پر سر پروت دى. د دغه ولايت شمال ته د ميدان وردګو او باميان ولايتونه، ختيځ ته يې د پكتيا، پكتيكا او لوګر ولايتونه، سوېل ته يې د زابل او لوېديځ ته يې د اروزګان او زابل ولايتونه پراته دي.
د دغه ولايت پراخوالى ۳۲۷۹۷ كيلومتره مربع ښودل شوى، د وګړو شمېر يې د ۱۹۷۸م كال د سرشمېرنې له مخې ۷۰۱۰۰۰ تنه، د ۱۹۹۹م كال د سر شمېرنې له مخې ۷۷۰۶۸۴ تنه او د ۱۳۷۹لمريز كال د احصايې له مخې ۹۶۵۵۷۲ تنه اټكل شوى دى.
غزني ولايت د اقليم له مخې په اوړي کې تود او په ژمي کې يې هوا ډېره سړېږي، په دغه موسم کې يې د حرارت درجه ان تر منفي ۲۰ -۳۰ پورې رسېږي، د ناور سيمه چې د ټول كال په اوږدو كې يې تودوخه د سانتي ګراد له +۲۰ درجو څخه نه لوړېږي، له خورا يخو سيمو څخه يې ګڼل كېږي.
د كال په اوږدو كې يې ۱۸۸ورځې نسبتاً ګرمې او د اكتوبر د مياشتې له ۱۲مې نېټې څخه د اپرېل تر لسمې پورې يې هوا سړه او باراني وي. غزني کې د كلني اورښت منځنۍ اندازه ۲۲۹۶ملي متره اټكل شوې او ځمكه يې د سمندر له سطحې څخه ۱۸۰۰متره لوړوالى لري.
ولسوالۍ:
غزني د اداري وېش له مخې د ١٨ ولسواليو درلودونکى ولايت دى چې عبارت دي له:
دغزني مرکز ، اندړ، مقر، قره باغ، ګيلان، واغظ، ګيرو، ده يک، ناور، جاغوري، مالستان، رشيدان، اب بند، خوګياڼي، ناوه، جغتو، زنخان، اجرستان او خواجه عمري.
د دغه ولايت اوسېدونکي له درېيو لويو قومونو پښتون، هزاره او تاجک څخه جوړ دي او له دې سره په څنګ کې نور واړه قومونه لکه بيات، سادات او سکان هم په دغه ولايت کې ژوند کوي او ډېرى ولسوالۍ يې پښتون مېشتې دي.
سياستوال: غزني ولايت مطرح سیاسي څېر انجنير احسان الله صديق، حاجي نادرخان ګېرووال، امان الله کامراني، عبدلقيوم سجادي، حميد الله سروري، هوسۍ اندړ، غلام فاروق حقيقي، عبدالجامع جامع عارف رحماني، هما سلطاني.
خبريالان : حبیب الرحمن تاثير، مجيدژړاند، اسدالله بلهار جلالزی، سيف الله مفتون، رحمت الله مرجانخېل، رحمت الله نېکزاد، خديجه اشرفي، ارزو نېکزاد، تاج محمد سکندر، احسان الله کريمي.
وسله والې ډلې: غزني په ټولو سیمو کې وسله وال طالبان پراخ حضور لري، خو کله، کله د داعش شپې پاڼو هم خلکو ته اندېښنې پيدا کړې دي.
د جګړې لامل: ستراتېژيک موقعيت له کبله جګړه پکې توده ده، ځکه چې تر ډېره غزني د مرکزي ولايتونو سره ګډه پوله لري او وسله وال له ياد ولايت څخه په ګټه اخيستنه په اسانۍ سره ځانونه نورو ولايتونو ته رسولی شي.
مدني فعالان: جمیل وقار، عبدالباري حميدي، انعام الله ګوهر، سلام افغان، نیازمحمد اميري، عمر عيان، عبدالباري حميدي، مرتضی وردګ، عصمت تره کی، نېکزاد کټوازی
د وسله والو ترحاکميت لاندې سیمې:
ګېرو، واغظ، اندړ، اجرستان، خوګياڼي، زنخان، ناوه ولسوالي د وسله والو تر حاکميت لاندې دي، خو په نورو سیمو کې هم وسله وال زیات حاکميت لري.
له امريکا سره تر تړون مخکې او وروسته لويې پېښې: تر تړون مخکې د غزني ښار سقوط کېدل او له تړون نه وروسته، د می میاشتې پر اتلسمه نېټه موټر بم بريد وو، چې طالبانو کړی وو.
پوهنه:
غزني که څه هم مخکې د هېواد د نورو ځينو ولايتونو په کچه د پوهنې په برخه مخکښ و، خو ورستيو څو لسيزو جګړو د دغه ولايت ښوونې او روزنې ته هم زيان اړولى او په ډېرى ولسواليو کې يې تر ډېره ښوونځي وتړل شول او څو دورې هلکان او خلک يې له تعليمه پاتې شول.
په ټول غزني ولايت کي د انسټيټيوټ او دارالمعلمين په ګډون ټولټال ۶۳۵ بېلابېل ښوونځي شته، چې ۴۷۴۷ ښوونکي لري، په کې تر۲۴۵۹۸۶ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې ٤٥ سلنه يې نجونې جوړوي.
د غزني پوهنتون په ۱۳۸۷ لمريزکال کې جوړ او اوس مهال څلور، د ښوونې او روزنې، شرعياتو، اقتصاد او کرنې پوهنځې لري، چې په کې ۱۵۰۰ محصلين زده کړې کوي، له دې ډلې ۲۰۰ يې نجونې دي.
روغتيا:
په ډېری ولسواليو کې روغتيا متوازن خدمتونه نشته، تر ډېره پورې د ولسواليو اوسېدونکي له روغتيايي خدماتو شکايت لري او وايي، چې روغتيايي خدمتونو ته هيڅ لاسرسی نه لري.
د پکتیا ولایت اړوند معلومات
د پکتيا لنډه پېژندنه
پکتيا ولايت د افغانستان په سوېل ختيځ زون کې پروت غرنی ولايت دی، چې ټول مساحت يې۱۶۸۶۲ کيلومتره مربعاو د بحر له سطحې شاوخوا ۱۵۰۰ متره لوړ دی.
پکتيا ۱۳ لويې او وړې ولسوالۍ لري، ډېر اوسېدونکي يې په غرنيو ولسواليو کې ژوند کوي.
د رباني د حکومت پرمهال يې سرشمېرنه نږدې پنځه سوه زره شوې؛ خو په پکتيا کې دا مهال د روغتيايي او مرستندويه ادارو له لوري نا رسمي سرشمېرنې څرګندوي، چې پکې د نفوسو شمېر تر يونيم ميلون پورې رسېږي.
پکتيا اوږده تاريخي سلسله لري، د پخوانيو اريايانو مرکز ګڼل شوی او په تاريخي کتابونو کې راغلي، چې ټول پښتانه په هغه وخت کې له دې ځايه نورو سيمو ته کوچېدلي او ځای پر ځای شوي دي.ولسوالۍ:
مطرح سياسي څېرې:۱ جمعه ګل افغان۲ نقيب احساس۳ امين داودزی۴ محمد ايوبمطرح خبريالان:۱ فریدالله احمدزی۲ حقمل مسعودزی۳ حبيب الله سراب۴ ساحل منګلمدني فعالان:۱ احمدالله احمدي۲ اجمل مسعودزی۳ رفيق سبا۴ عبداللهوسله والې ډلې: پکتيا ولايت کې تر ډېره وسله وال طالبان په خلکو راج چلوي، خو د حقاني، لشکر طیبه هم شاید وي، خو خلک وايي، چې دلته هره وسله واله ډله د طالب په نوم فعالیت کوي.د جګړې لامل: څنګه چې پکتيا ولايت هم د پکتيکا ولايت په څېر پرکرښه پروت ولایت دی، نو وسله والې ډلې له همدې لارې غواړي، چې نورو ولایتونو ته ځانونه ورسوي.د حکومت حاکميت : پکتيا په ټول ولايت کې وسله وال طالبان فعاليت لري، خو دولتي حاکميت غښتلی دی، کله ناکله زرمت، پټان او يو شمېر نورو ولسوالیو کېبريدونه کوي، بېرته تښتي، قومي جوړښتونو د حکومت له حاکميت سره مرسته کړې ده.له امريکا سره د سولې تر تړون وروسته: طالبانو او امريکايي لوري تر منځ د سولې له خبرو وروسته لوی بريد موټر بم بريد وو، چې د تاسیساتو پر ودانۍ وشو، کله ناکله په ولسواليو کې هم وسله وال بريدونه جريان لري.
پکتيا شپاړس اداري واحدونه لري،چې يو مرکز او ديارلس ولسوالۍ دي. احمداباد، سيدکرم، ميرزکه، احمدخېل، ځاځي اريوب، لجه منګل، جانخېل، څمکني، ډنډې پټان، شواک، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ، زرمت، يې ولسوالۍ دي، چې احمداباد او سيدکرم يې په هواره ځمکه او پاتې نورې يې په غرنيو سيمو کې پرتې دي.پوهنه:
دا مهال په پکتيا کې ۳۴۰ ښوونځي او بېلابېلې ښوونيزې ادراې شته، چې په کې ۸ ديني مدرسې، يوه ميخانيکي، يوه د کرنې مسلکي لېسه او يو کثيرالرشتوي انسټيټيوټ شامل دي، چې ۱۸۰۰۰۰ زره زدکونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۴۵۰۰۰ تنه يې نجونې دي.
په پکتيا کې له ۳۴۰ ښوونځيو څخه ېې ۱۶۹ ښوونځي ودانۍ نه لري. پکتيا له پنځو څانګو سره يو دارالمعلمين او يو پوهنتون هم لري.
روغتيتا: د روغتيا په برخه کې هم ځينې ستونزې شته، روغتيايي خدمات قانع کوونکې نه دي، ولې په ټوله ولسواليو کې روغتيايي کلنيکونه شتون لري.
د پکتیکا ولایت اړوند معلومات
د پکتيکا پېژندنه
پکتيکا د هېواد سوېل ختيځ ته پروت ولايت دی، چې مېشتو وګړو يې د تاريخ په اوږدو کې د هېواد په جوړښت او دفاع کې ټاکونکې ونډه لرلې ده.
د پکتيکا ولايت شمال او شمال لوېديځ ته غزني او د لوېديځ په يوه څنډه کې يې زابل او د ج د بلوچستان ايالت موقعيت لري. سوېل او سوېل لوېديځ ته له شمالي او سوېلي وزيرستان سره په کرښه پروت ولايت دی. دغه ولايت له مرکز کابل څخه ۲۱۰ کيلومتره واټن لري، چې په درېيمه درجه ولايتونو کې راځي.
نوموړى ولايت له جنوبي پښتونخواسره ۳۶۰کيلومتره کرښه لري او مساحت يې۳۶۳۶۰ کيلومتره مربع دى.
پکتيکا د جغرافيوي موقعيت له پلوه دعرض البلد ۳۱.۵۹ تر ۳۳.۴۲ او د طول البلد ۶۷.۸۱ تر ۶۹.۵۴ درجو موقعيت لري.
دغه ولايت د اقليم له مخې، په اوړي کې تود وي او د حرارت درجه يې تر۳۵ سانتي ګريد پورې رسېږي او په ژمي کې يې هوا سړه وي، چې د حرارت درجه يې ان تر منفي ۱۰ – ۲۰ پورې هم رسېږي.
ولسوالۍ:
پکتيکا د اداري ويش له مخې، پر مرکز سربېره ١٩ ولسوالۍ لري، چې په دې ډول دي:
مرکز ښرنه، مټاخان، يوسف خېل، يحي خېل، اومنه، سرروضه، زرغون شهر، جاني خېل، ګومل، سروبی، اورګون،زيړوک،نکه، ډيله خوشامند، وازه خواه، تروې، وړممۍ، برمل،ګيان او ميشت.
په دغه ولايت کې اکثريت پښتانه، خو په ځينو سيمو کې په کم شمېر تاجک هم مېشت دي. علي خېل، سلېمانخېل، خروټي، ځدراڼ، وزير، اندړ، اورګوني، سلېمانځي او دېګان يې مهشور قومونه دي.
د کليو شمېر يې ۲۳۷۰ دی او دمرکز په ګډون يې هره ولسوالۍ قومي شورا لري.نا امنه ولسوالۍ: نکه، ګیان، ګومل، خوشامند، اومنه، که څه هم ولسوالي تعميرونه د امنيتي ځواکونو سره په واک کې دي، خو په دغو سیمو کې د وسله والو طالبانو حاکميت خورا پراخ دی.
په تېرو کلونو کې تر ټولو دردوونکې پېښه د يحیی خېلو ولسوالي په وليبال کې چاودنې چې تر شلو زیاتو کسانو ژوند يې واخيست، همدارنګه د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې وروسته داسې لویه امنيتي پېښه رامنځ ته شوې نه ده، يواځې ځينو ځایونو کې وسله والو د ماينونو او لاسي بمونو په وسیله مرګ ژوبله رامنځ ته کړې ده.
سياستوال: سلیمان لایق، نادر خان کټوازی، جنرال مومند کټوازی، حلیم فدایي، اصف ننګ، داود کټوازی، میرزا کټوازی، شیر بادشا ارګونی، خالد اسد، وکیل عزیز، شیر احمد فیضي، قیوم سادات، ثریا اکبري، عادله راز، شمیم کټوازی، قیوم کټوازی…
خبريالان: اسحاق ارین، نسیم سوداګر، ضیاءالحق وزیر زوی، نبي ستوری، نبي زیارمل، عظمت کټوازی، اکبر راحل، خانزاده تراب، یعقوب منظور، خورشید امان کټوازی، بهاوال خان کټوازی، محمدالله همتیار….په ولايت کې وسله والې ډلې: په ولايت کې طالبان حاکميت لري، خو دا چې القاعده، لشکر طیبه ډلې هم کېدای شي، وخت ناوخته په پکتيکا ولايت کې خپل حضور څرګند کړي، خو په ظاهره دوی ټول د طالبانو د جنګياليو په نوم حضور لري.
د جنګ لامل: پکتيکا ولايت د ستراتېژيک موقعيت له کبله د جنګ لامل شوی دی، هلته نه مخدره توکي کرکېله کېږي، نه قومي تعصبونه شتون لري، يواځينی لامل چې جګړه زیاته ده، وسله وال مرکزي ولايتونو ته په اسانۍ سره خپل وسله وال فعاليتونه غځوي.پوهنه:
که څه هم چې پکتيکا يو سرحدي ولايت دی او د پوهنې په برخه کې تخنيکي ستونزې لري؛ خو بيا هم په کې ټول ښوونځي پرانيستي دي.
په دغه و لايت کې کابو ۳۴۴ ښوونځي شتون لري، چې ۱۴۲۰۳۴ زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دی، چې ۲۳۰۰۰ تنه زده کوونکي يې نجونې دي.
په پکتيکا کې ۹۵۰ تنه رسمي او ۲۷۶۲ تنه اجير ښوونکي د تدريسچارې پرمخ وړي.
روغتيا: تر يوه بريده روغتيايي خدماتو ته لاسرسی شته، ولې په ټوله کې خلک روغتيايي خدماتو نه خلک رضايت نه لري او په هغه اندازه روغتيايي خدمات وړاندې شوي نه دي.
د وردګ ولایت اړوند معلومات
د ميدان وردګو ولايت پېژندنه
ميدان وردګ د طول البلد په ( ۶۸.۸۶۳۸۳ ) درجو، د عرض البلدپه ۳۴.۳۹۴۵۸ درجو کې موقعيت لري،د بحر له سطحې ۲۲۱۰ متره لوړدی. نفوس يې شاوخوا يوميليون تنهاټکل شوى،خو بايد وويل شي چې دغه شمېر وروستى او ډيرکره نه دى .
د ميدان وردګو ولايت د هېواد د مرکزي ولايتونو په ډله کې دى ، په ولايتي کچه په درېيمه درجه ولايتونو کې حسابيږي او مرکز يې (ميدان ښار) د کابل ښار سوېل لوېديځ لورته په شاوخوا ٣٥ كېلومترۍ كې پروت دی.
د ميدان وردګو ولايت ختيځ ته لوګر او کابل ، لوېديځ ته يې باميان ، سوېل لوېديځ او سوېل ته يې غزني موقعيت لري ، شمال لوېديځ ته يې هم باميان او شمال ته يې پروان ولايت موقعيتلري . د دغه ولايت ټول مساحت ( ۱۰۹۱۲ ) کيلومتره مربع ته رسيږي .
په ميدان وردګو ولايت کې ټول ټال۴۷ ملکي اونظامي ادارې شتون لري ، چېټولې فعالهدي .
دغه ولايت په ۱۳۴۳ لمريز كال كې د ځانګړي ولايت په توګه منل شوى او د کابل –هرات او کابل – باميانو لويې لارې ورڅخهتېرې شوې دي .
په پسرلي او دوبي کې يې هوا معتدله خو منى او ژمى يې هوا ډېر سړه وي او د ژمي پرمهال په کې ډېره واوره ورېږياو د هېواد په سړو سيمو کې شمېرل کېږي.
ولسوالۍ :ميدان ښار ددغه ولايت مرکز او سيداباد، جغتو ، چک ، دايميرداد (جلګه ) نرخ ، جلريز ، بهسود مرکزاولومړۍ حصه يې ولسوالۍ دي .
پوهنه:په ميدان وردګو کې ٤٥٠ښوونځيو او تعليمي مرکزونو کې ١٧٢٨٩٢زره نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې يې ٤٤٧٩١نجونې دي .
چې په دې مرکزونو کې لېسې ، منځني او لومړني ښوونځي ، دارالحفاظونه،مدرسېدارالمعليمينونه ، دارالعلومونهاو تخنيکي ښوونځي موجود دي ، چېد (۴٧٢٩ ) تنو استادانو لهخوا ورته تدريس کيږي.
ددغه ولايت ٢٣١ ښوونځي ودانۍ نلري ، چې د پوهنې وزارت له خوا يې د جوړېدو ژمنه شوې ده .
په دغه ولايت کې ټول ښوونځي پرانيستي دي، خو يواځې په چک کې يو دارالعلوم د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوى دى، دغه راز کله کله د ناپېژانده وسله والو له خوا د نجونو د زده کړو پروړاندې ګواښونه پيدا کيږي ، چې بيا د سيمو د مخورو په هڅو ورته د حل لاره لټول کيږي .
دغه ولايت ته دولتيپوهنتون هم منظور شوى ، خو لا تراوسه پورې يې په فعاليت پيل نه دى کړى ، دغه راز درې خصوصي ښوونځي او د تابش په نامهيو خصوصي پوهنتون هم په فعاليت بوخت دى ، همدارنګه په دې وروستيو کې ددغه ولايت دچک ولسوالى د تخنيک انسټيټيوټ په ١٢ بېلابېلو څانګو او دټوپ دحسابدارۍ انسټيټيوټونههم دپوهنې وزارت له خوا فعال شوي ، چې دوه کلنې مسلکي زده کړې په کې کېږي .
کرنه او مالداري:
ددغه ولايت ډير وګړي په کرنيزو چارو بوخت دي او زياتره کورنۍ خپل ژوند له دې لارې تامينوي .
ددغه ولايت کرنيزه ځمکه( ۴۳۹۲۱.۴ ) هکتاره ښودل شوې ده ، چېله دې جملې (۳۲۶۹۱ ) هکتاره يې ابي ، (۱۱۱۲۰ ) هکتاره للمي او ( ۱۱۰.۴ ) هکتاره دولتيځمکه ده. په منځنۍ ډول ددې ولايت د ابي ځمکې (۱۰۹۸۰ ) هکتاره باغونو نيولې ده.
او کېداى شي چې دا شمېر تر دې هم زيات وي، د ځينو سروې ګانو له مخې، شاوخوا ( ۱۰۷۶۴۱ ) تنه په دې ولايت کې د بزګرۍ په چارو بوخت دي.
د ياد ولايت ځمکې له سيندونو، کاريزونو، چينو او د ژورو څاګانو له لارې اوبه کيږي.
په دغه ولايت کې د هېواد په کچه زياتې مڼې کيږي ،چې د هېواد لهبېلابېلو ولايتونوسربېره يو شمېر هېوادونو ته لکه پاکستان ، هند ، عربي متحده امارات،سعودي عربستاناو د منځنۍ اسيا ځينو هېوادونو ته صادريږي.
ددغه ولايت جورسې ، مارلينګ،بيروتۍ او ژېړې مڼې ډيرې مشهورې دې ، دغه رازڅو ډوله نورې مڼې او زردالو ، کيلاس ، شفتالو بادام ، چهارمغزاو نورې ميوې همپه دغه ولايت کې پرېمانه کيږي او د هېواد يو شمېر ښارونو ته د پلور لپاره وړاندې کيږي ، خو کروندګر يې د پلور له بازار څخه خوښ نه دي .غنم، کچالو، جوار، لوبيا، مۍ، پياز او نور حبوبات يې له نورو کرنيزو توکو څخه دي ، چې ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې کرل کيږي .
که څه هم ددغه ولايت کرنيز حاصلات هر کال د بدلون په حال کې دي ، خو بيا همځينې سرچينې يې په اوسط ډول د مڼو کلنى عايد( ۱۲۲۹۷۶ ) ټنو ، دکچالو کلنى عايد يې (۹۱۵۳۴ ) ټنه او د غنمو کلنى عايد يې (۴۱۱۴۷.۵ ټنه کيږي. ددې ولايت ځنګلي ساحه معمولا غرنيو بادامو پوښلې ، چې (۶۰۰ ) هکتاره يې يواځې د نرخ او جلريز اړوند ده. همدارنګه د علفچر ساحه يې ( ۱۷۶۵۴۵ هکتاره ده ، چې زياته برخه يې د بهسودو په لومړۍ برخه او مرکزي برخه پورې اړوند ده.
دغه راز په دغه ولايت کې يو شمېر خلک د شاتو د مچيو فارمونه هم لري او له دغې لارې يوه اندازه عوايد ترلاسه کوي .دغه ډول ددې ولايت ډيرى خلک د څارويو په ساتنهاو پالنهبوخت دياو مالداري يې د عوايدو مهمه سرچينه ده .
سياسي فعالان :
عبدلکريم خرم
محمد زبیر شفيقي
محمد سردار روشن
وحيدالله کلیمزی
خان محمد وردګ
خبريالان
حاجي نجیب الله فکرمن، پرویز شیرزی،محمدعمرنجاتمل، حکمت الله الیاس، محمدحامد علمي،امان الله نصرت،عبدالوحید عاطف،حکمت الله نعیمي،محمدعمرنجاتمل
مدني فعالان:عبدالمتین معین زاده،
نجی الله سمون،زین الله زرین، وحیدالله
د جګړې لامل:
میدان وردګ چې د هيواد له مرکزي ولايتونو څخه دی، وسله وال وخت ناوخته په دولتي هدفونو باندې بريدونه کوي، د کابل کندهار د لویې لارې په اوږدو کې دولتي کاروانونه په نښه کوي، ددې لپاره وسله وال هلته خپل حضور غښتلی کوي.
وسله والې ډلې: دلته ميدان وردګو کې هم يواځې طالبان دي، چې د ميدان وردګو ولايت په ټولو ولسواليو کې شتون لري، امنيتي ځواکونو سره وخت ناوخته جګړې کوي.
د حکومت حاکميتټولې ولسواليو کې د حکومت حاکميت شته، خو شاوخوا کليو او منطقو کې وسله وال پراخ نفوذ لري.
د سولې له تړون وروسته او مخکې پېښې: داسې لويې پېښې شوې نه دي، د ماينونو چاودنې، د برېښنا ستنو الوزول، دولتي تاسیساتو بريدونه کېږي.
روغتيا: د روغتيا په برخه کې خلک له خدماتو رضايت لري، چې دلته په وردګو ولايت کې ټول روغتيايي سکتور د سوېډن کمېټې له لوري ترسره کېږي او ټولو سیمو ته يې کافي خدمات رسولي دي.
د لوګر ولایت اړوند معلومات
د لوګر پېژندنه
لوګر د کابل سوېل ته په ۶۵ کیلومترۍ کې پروت ولایت دى، چې شمال ته یې کابل، سوېل ته یې پکتیا، ختیځ ته یې ننګرهار، او لوېدیځ ته یې د میدان وردګو ولایتونه او د غزني ولایت یوه څنډه هم پرته ده.دغه ولایت ۴۵۶۸۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري، چې په کې پښتانه، تاجک او هزاره وګړي ميشت دي.
لوګر په پخوانیو دورو کی د لوی غر په نامه هم یادېده. لوګر تر ۱۳۴۳ لمريز کاله پورې په کابل ولایت پورې اړونده سیمه وه؛ خو په همدې کال یو جلا ولایت شو.ولسوالۍ:
لوګر شپږ ولسوالۍ او یو مرکز لري. پل علم یې مرکز او محمد آغه، څرخ، خروار، برکی برک، خوښۍاو ازره یې ولسوالۍ دي. مهم په کې میشت قومونه یې احمدزي، ستانکزي، عبدالرحیمزي، تاجکان، خواجګان، ناصر، وردګ ، مسعود ، وزیر ، نایب خیل، اورمړ اوکوچیان دي.
سیاسي فعالانحاجي محمد اکبر ستانکزی
شکيلاهاشمي
حاجي علي محمد شهيدي
انجينرصاحب خان
خبريالانمطیع سرور، سيدآغا حکمي، نورالله ستا نکزی، خان ولي احمدزی
مدني فعالان
موسی محمودي
احسان الله حميدي
ميرویس سباوون
محمد اکرم تبسمپوهنه:
په لوګر کې په تيرو څو کلونو کې د پوهنې بهیر خورا وده کړې او اوس د پخوا په پرتله ډېری خلک خپل ماشومان ښوونځیو ته استوي.
په دې ولایت کې ټولټال ۲۵۹ ښوونځي شته، چې ۶۷ ليسې، ۷۳ منځني او پاتې نور یې لومړني ښوونځي دي.
په لوګر کې دمګړۍ ۱۳۳۸۵۵ زده کوونکي په ښوونځیو کې په زده کړه بوخت دي، چې ۴۰۸۳۶ نجونې دي. پر ښوونځيو سربيره ۱۹ دیني مرکزونه هم لري، چې یو دارالعلوم، ۳ دارالحفاظه او پاتې نور یې دیني مدرسې دي، چې ۳۱۵۳ تنه په کې په زده کړو بوخت دي. درې تخنیکي او مسلکي ليسې او دوه خصوصي ښوونځي هم په کې فعالیت کوي..کرنه:
لوګر یو کرنیز ولایت دی، چې د خلکو اتیا سلنه اقتصاد په کرنې ولاړ دی.
ځمکوال او بزګر هر کال په دې ولایت کې له ۵۱۵۰۰ جريبه اوبيزې او ۳۴۳۰۰ للمي ځمکې څخه په زرګونه ټنه کرنيز حاصلات راټولوي.
په لوګر کې هر کال په زرګونه ټنه غنم، جوار، لوبیا، اوربشې، ډول ډول سابه او نور کيږي، چې په لوګر سربيره کابل، پکتیا او خوست ولایتونو ته هم استول کيږي.
دغه راز په لوګر کې رنګارنګ ميوې ( مڼې،انګور، زردالو، بادام ) هم کيږي، چې په ۳۲۲۷ هکتاره یې بوټي کرل شوي او هر کال ترې بڼوال حاصلات تر لاسه کوي. لوګر تر اوسه فارمونه نه لري.
د خوست ولایت اړوند معلومات
معرفی ولايت خوست
خوست د افغانستان د ٣٤ ولايتونو څخه يو هغه ولايت دى، چې د هېواد تقريباً په سوېل ختيځ کې موقعيت لري، چې د طول البلد د ٦٩ درجې ٣٩ دقيقې ٥٨ ثانيې او شمالي عرض البلد د ٣٣ درجې ٥ دقيقې او ٢٤ ثانيې په کرښه کې پروت دى.
شمال او لويديځ ته يې د پکتيا ولايت، سوېل ته يې د پکتيکا ولايت او ډېورنډ کرښې هاخوا پښتانه قبايل، سيدګي او وزير قومونه، ختيځ لورې ته يې شمالي وزيرستان او کورمه ايجنسۍ ده.
د فرهنګ عميد سيند پر بنسټ د خوست لغوي معنا جزيره يا د درياب په منځ کې وچې ته ويل کيږي، چې د فولکلوريکو روايتونو له مخې، په لرغونو زمانو کې هغه خوړونه، چې د ځدراڼو، منګلو او تڼيو له غرونو رابهيدل، ټولې اوبه يې په خوست کې ډب کيدې او د وتو لار يې نه وه.
خوست پخوا د پکتيا ولايت اړوند يوه لويه ولسوالۍ وه او اوسنۍ ولسوالۍ يې د علاقه داريو په کچه وې، چې د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال يې د ولايت کچې ته ارتقا وکړه، چې دا مهال د درېيو اداري واحدونو، شمل، متون او لکڼو په ګډون، د سپېرې، دوه مانده، نادرشاه کوټ، اسماعيل خېل او مندوزي، تڼي، ګربز، عليشېر، صبري، باک، ځاځي ميدان، موسى خېل او قلندر په نومونو ١٢ ولسوالۍ لري.
په خوست کې لوى واړه ١٥ قومونه مېشت دي، چې په دې کې منګل، ځدراڼ، تڼي، صبري، ګربز، متون، لکڼ، عليشېر، تريزي، بابکرخېل، غلجي، اسماعيل خېل، مندوزي او ځاځي شامل دي.سياسي فعالان:
زاهدشاه انګار
مرجان هڅاند
نذیر روښان
سپین روان نورزی
صاحب ګل فرهاد
فرید قربان
مدني فعالان:
رفیدالله باتور
کمین محمد انوري
قادرشاه انصاري
رحمن الله راز
امیرالله ثاقب
خبريالان:
حمید پښتون/ ژمن راډیو ټلوېزیون خبریال
نجیب الله الوخېل/ مشال راډیو خبریال
ابراهیم رحمي/ امریکا غږ خبریال
نصرت تسل/ بي بي سي خبریال
احسان ارین/ ازادي راډیو خبریال
فاروق جان منګل/ نیویارک ټایمز خبریال
حقمل سادات/ ډیوه راډیو خبریال
د جګړې لامل: خوست په جنوبي ختيځ زون کې نسبتا ارام ولايت دی، چې کم وخت ترې د نا امنیو خبر خپرېږي، خوست ولايت کې د قومي جوړښتونو په مټ د حکومت حاکميت پياوړی دی، خو وخت ناوخته ځينو ولسواليو کې وسله وال طالبان بريدونه کوي او له سیمې تښتي.
وسله والې ډلې:
په خوست ولايت کې حقاني شبکه ډېره فعاله ده او خپل تروریستي فعاليتونه منظموي او له وسله والو طالبانو سره په ګډه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي.
د امريکا او طالبانو د سولې له موافقې وروسته لویه پېښه: د سولې له موافقې وروسته د خوست امنيه قوماندان وژل کېدل، چې وسله والو طالبانو د ماين په چاودنه کې له دوو نورو ملګرو سره يو ځای وژل شوی دی.پوهنه
خوست کې دا مهال ٢٩١ ښوونځي دي، چې له جملې يې ١٤٣ لومړني، ٦١ منځني او ٨٧ يې ليسې دي.
ټول ټال ٢٠٩٥٤٢ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ٧٥٤٣٢ يې نجونې دي او ٥٥١١ ښوونکي لري.
دارلمعلمين
١٠٦٠ زده کوونکي لري، ٢٠ يې ښځې دي او ٤٢ استادان لري.
خصوصي ليسې
١٣ ليسې دي، ٥٧٩٩ زده کوونکي لري، چې ٢٨٩ يې نجونې دي.
ديني مدرسې
خوست کې ٢١ ديني مدرسې دي، ٣٤٠٠ طالب العلمان لري، ١١٤ يې مدرسين دي او په دې کې يې ١٣ له له پوهنې رياست سره ثبت دي.
پوهنتون
خوست پوهنتون، چې د شېخ زايد پوهنتون په نوم ياديږي، په ١٣٨١ لمريز کال کې تاسيس شوى دى.
١٠ پوهنځي لري: ((طب، انجينري، حقوق، اقتصاد، ښوونه روزنه، ژورنالېزم، د ژبو ادبيات، شرعيات او کمپيوټر ساينس.))
تر ١٣٩١ لمريز کال پورې، ٥٧٠٠ محصلين لري او ١٦٠ استادان، چې له پيله يې تراوسه ١٩١٥ فارغان ورکړي دي او دغه راز ٦٠ استادان يې د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره بهرنيو هېوادونو ته لېږلي دي.
روغتيا: د نورو ولايتونو په څېر خوست کې هم روغتيايی خدمات د قناعت وړ نه دي، ولې په ټولو ولسواليو کې روغتيايي خدمات رسېدلي دي، خو خلک يې وايي، چې باید روغتيايي خدمتونو په برخه کې د عامې روغتيا وزارت او اړوند ارګانونه ډېر کار وکړي، تر څو امن خوست ولايت کې هم کافي روغتيايي اسانتياوې شتون ولري.
کندهار پیژندنه
1.د ولایت عمومي پيژندنه (جعرافیه، موقیعت ، توکمونه او تاریخي شالید) :کندهار لنده پیژندنه.
کندهار په ١٢ او ١٣ دقيقو، ٢٠ او ٢٥ ثانيو شمالي عرض البلد کې واقع دى.
کندهار ته د لوى سکندر راتګ نه يواځې د غرب تاريخپوهان مصروف وساتل، بلکې د لرغوني يونان د مشهور تاريخپوه (هيرودوتس) په شان تاريخپوهانو هم د اراکوزيا په نامه په خپلو اثارو کې د کندهار ذکر کړى دى. کندهار پراخې دښتې او د لويو غرونو سلسلې لري، ابادو ځمکو او سمسورو باغونو يې هم اقتصاد او هم ښکلا ته ګټه رسولې ده.
کندهار چې له پخوا څخه د افغانستان يو مشهور تجارتي ښار و، اوس يې هم خپل تجارتي مرکزيت ساتلى دى.
کندهار لومړۍ درجه ولايت دى ، چې د کندهار شمال ته اروزګان ولايت، سوېل ته يې ډېورنډ کرښه او بلوچستان، ختيځ ته يې زابل ولايت او لوېديځ ته يې هلمند ولايت موقيعت لري.2.اوسنی سياسي، اقتصادي او امنيتيو حالت: کندهار اوس هم د افغانستان په سیاست کې مهم رول لري ډیر برخه سیاسیون په نظام او دغه راز د طالبانو د امارت په مشرتابه کي هم د کندهار رول د یادوني وړ دي .
خلک یې درې ډوله اقتصاد لري د ډیرو خلکو اقتصاد ټيټ یوه برخه نسبا میانه اقتصاد لري او کم شمیر خلک یې بډیایه دي امنیتي حالت تر پخوا ناسم دي د قومندان رازق تر وژلکیدو وروسته د ډیرو ولسوالیو امنیتي ساحه محدوده سوې
3.د ولایت مطرحې سیاسي څيرې، خبریالان او فعالان : حامد کرزی شاولي خان کرزیحکمت خلیل کرزي ، محمود کرزی ، ګل اغا شیرزی کلیم الله نقیبی.
خبریالان : انجنیر تیمور شاه نیوریاک ټایمز خبریال ، احمدشاه اعظمي مشال رادیوداود اعظمي بی سي سي ، مامون درانی بی بی سی، غوث الدین فروتن هنداره مطبوعاتي دفتر ، صدیق الله خلیق هیواد ګروپ مسوولحکمت صلحي مدني فعال ، منوراحمد واحدي مدني فعال جانان مومن مدني فعال4.په تيرو کلونو کې په ولایت کې شوې مهمې امنيتي پيښې : کندهار زندان ماتیدل ، د احمد ولي کرزي وژل کیدل ، په کندهار ولایت کې چاودنه چېد عربي متحده اماراتو د سفیر په ګډون د کندهار مرستیال والي او نور ګڼ کسان ووژل سول او د کندهار والي په ګډون یو شمیر سوداګر ټپیان سول ، د ولایت مقام حمله چي د قومندان رازق په ګډون د ملي امنیت ریس ووژل سول او د والي او د قول اردو او د زون قومندان ټپیان سول .
5.ځمکنی واکمني (څومره سیمه د حکومت او څومره نوره د طالبانو په لاس کې ده) کندهار ۱۷ ولسوالۍ لري د ډنډ،پنجوايي، ارغنداب، دامان ،سپین بولدک،ژړۍ ټولي سیمي د دولت په واک کي دي خو د ارغستان ،ریګستان ، نیش ، شورابک ، میانشین ، شاولیکوټ ، خاکریز ، غورک ، میوند ، معروف او تخته پول ولسوالیو مرکزونو له دولت سره او پآته ساحېد وسله والوطالبانو سره دي.
6.د هغو ولسواليو نومونه چې د طالبانو د کنټرول لاندې دي
غورک ، معروف ریګستان او نېش
7.په ولایت کې فعالې وسله والې ډلې (لکه داعش، طالبان، لشکرطیبه، القاعده او نور)
وسله وال طالبان او کم شمیر داعش
8.په ولایت کې د جګړې مهم سیمییز لاملونه (د مخدره توګو قاچاق، کې قومي جنجالونه او د وسله والو طالبانو فعالیت )
9.د امریکا او طالبانو لخوا له تړون وروسته امنيتي پيښې او نور بدلونونه
تر تړون وروسته په امنیتي پیښو کې کموالی نه دي راغلي او د وسله والو طالبانو حملې دوام لري
10.په ولایت کې د عامه خدماتو، روغتيايي او ښوونیز مرکزونو د فعالیت کچهکندهار په خپل تشکيل کې ٤٥٩ ښوونځي لري، چې له جملې څخه يې ٦٠ لېسې، ٦٣ منځني ښوونځي، ٢٧١ لومړني ښوونځي، ٤ دارالمعملين، ٢ بابه ميخانيک ښوونځي، ٢ بابد کرنې ښوونځى او ١٦ بابه ديني مدرسې دي.
دغه راز په کندهار کې ٩ خصوصي ښوونځي اود اويستا په نوم يو خصوصي انسټيټټوټ هم فعاليت کوي.
له ٤٥٩ ښوونځيو څخه ٢٦٠ فعال، ١٣٢ غير فعال او ٦٧ جديد الشمول دي.
په کندهار کې ټولټال شاو خوا ١٥٣٠٩٤ تنه زده کړې کوي، چې ١١٢٨٥٨ تنه يې نارينه او ٤٠٢٣٦ تنې يې ښځينه زده کوونکې دي.
په روان کال کې په کندهار کې د جديد الشمول زده کوونکو شمېر ٣٤٨٦١ تنه وو، چې له دې جملې څخه ٢٤١٠٥ تنه نارينه او ١٠٧٥٦ تنې يې نجونې وې.پوهنتون:
کندهار پوهنتون د ځوان نسل د سالمې مسلکي روزنې په موخه په (١٣٦٩) هجري شمسي کال کې د کرنې پوهنځي په تاسيس سره خپل فعاليت پيل کړ او بيا په ترتيب سره د طب، انجنيري، ښوونې او روزنې، شرعياتو، اقتصاد، ژورناليزم پوهنځي پرانيستل شول. اوس مهال په کندهار پوهنتون کې (٢٨٥٠) تنه محصلان په زده کړو بوخت دي، چې (١٢٠) تنې يې نجونې دي. په کندهار پوهنتون کې اوس مهال (۱۶۲) تنه استادان په تدريس بوخت دي، چې (٥) تنه يې ښځينه استادانې تشکيلوي. تر اوسه پورې د پوهنتون په کچه د څلورو پوهنځيو لکه کرنې، طب، انجنيري، ښوونې او روزنې څخه (١٠٣٩) تنه فارغشوي، چې په هېواد کي په خدمت بوخت دي. د استادانو له ډلې څخه (١) تن د دوکتورا (٢٥) تنه د ماسټري او نور يې د ليسانس په سويه تحصيلات لري. د دې تر څنګ په دې پوهنتون کې د شپې پوهنځى او د ښوونکو د روزنې او علمي سويې د لوړولو په خاطر د داخل خدمت پوهنځى په ١٣٨٨ کال کې پرانيستل شو.
کندهار پوهنتون په هلمند ولايت کې د درېيو پوهنځيو او په اروزګان ولايت کې د يوه پوهنځي په لرلو سره خپلې څانګې هم لري.
په کندهار کې دا مهال دوه شخصي پوهنتونونه هم فعاليت کوي، چې دا مهال يواځې د طب او حقوقو پوهنځي لري.روغتيا :
په کندهار ولايت کې ٢ عمومي دولتي روغتونونه، ٧ شخصي روغتونونه، ١٤ بنسټيز روغتيايي مرکزونه، ٢٣ بشپړ روغتيايي مرکزونه، ٤٥٦ روغتيايي پوستې او ٩٤ درملتونونه شتون لري.
د کندهار د نفوس ٤٥ سلنه وګړي اړ دي، چې ١٠ کيلو متره سفر وکړي، څو نژدې درملتون ته ورسېږي.
٥١ سلنه وګړي اړ دي، چې ١٠ کيلو متره سفر وکړي، تر څو ځان روغتيايي مرکز ته ورسوي.
د روغتيا کچه:
د روغتون يو بستر د ٤٤٠٠ ناروغانو لپاره. يو ډاکټر د ١٥٣٠٠ تنو لپاره. يو نرس د ١١٩٠٠ تنو لپاره.يوه تربيه شوې TBA (دايه، قابله) د ٤٦٠٠ مېرمنو لپاره ده.
د هلمند پیژندنه
1.د ولایت عمومي پيژندنه (جعرافیه، موقیعت ، توکمونه او تاریخي شالید)
هلمند د افغانستانپه سوېل لوېديځ کې يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې د هېوادلسمه برخه جوړوي، طول البلد يې ٦٠ درجې ٦١ دقيقېاو عرض البلد يې ٢٩ درجې ٣٠ دقيقې دى.
هلمند ٦١٨٢٩ کيلومتره مربع مساحت لري ، ختيځ ته يې کندهار، شمال ته يې اروزګان،دايکنډي، ،غور، لوېديځ ته يې فراه او نيمروز ولايتونه دي او سوېل ته يې د١٦٢ کيلومتره پهسرحد لرلو سره د ډيورنډ کرښه ده.
شمالي برخې ته يېغرونه حلقهشوياو سوېل ته يې ريګستاني سيمې دي، هوا او اقليم يېپه ژمي كې معتدل او په دوبي كې ګرم دى ، مركز يې لښكرګاهښار دى او له پلازمېنې كابل څخه۶۷۱ كيلومتره واټن لري.
د يوې غير رسمي سروې له مخې، هلمند دا مهال يو نيم ميليونهنفوس لري.
هلمند د اداري وېش له مخې، د مرکز لښکرګاه په ګډون ١٤ اداري واحدونه لري ، چې نادعلي، مارجې، ګرمسېر، خانشين، ديشو، ناوه ګرشک ،سنګين، کجکي ،موسى کلا،باغران،نوزاد او واشېرولسوالۍ په کې شاملې دي.
د کابل – هرات لويه لاره له هلمند ولايت څخه تېريږي، دغه راز په لښکرګاه کې ملکي هوايي ډګر هم موقعيت لري .2.اوسنی سياسي، اقتصادي او امنيتي حالت
د هلمند یو جګړه ځپلي ولایت دي خو بیا تر کندهار وروسته په جنوبي ولایتونو کي تر نورو ولایتونو د افغانستان په سیاست کي ډیر رول لريیو شمیر سیاسي مشران یېپه خاص ډول د امیر محمد اخنذاده کورنۍ یې په اوسني نظام کې فعاله پاته سوي دغه راز د طالبانو په لیکو کې ددغه ولایت یو شمیر اوسیدونکي فعال رول لري .
د فیصدي په لحاظ د ډیرو خلکو اقتصاد یې ټیټ دي
امنیتي حالت یې ناسم دي یوازي لښګرګاه ښار او محدود شمیر ولسواليد دولت په واک کي دي .
3.د ولایت مطرحې سیاسي څيرې، خبریالان او فعالان
سیاسي څیرې، امیر محمد اخنذاده ، امير حفيظ الله خان حقيار، وکيل محمد خان،دوست محمد خان،دتاغز حبيب الله خان ،ملا محمد نسيم اخندزاده، ملا محمد رسول اخند زاده،ملاامير محمداڅکزى، ملاامير اخندزاده،ملاشير محمد اخندزاده،وکيل سفر خان علي شاه مظلوميار، ظاهر سوله مل، محمد سوله مل، رييس د باغران عبدالواحد،ملا سلام اخند،ملا قيومذاکر اوملا عبدالرووف خادم.کریم اتل ،
خبریالان : عبدالله همیم طلوع، سردار محمد سروري شمشاد تلویزون ذین الله ستانګزی
مدني فعالان : طوفان وزیری ، عبدالحق ځواکمن
،
4.په تيرو کلونو کې په ولایت کې شوې مهمې امنيتي پيښې.
د هلمند دمهمي ولسوالیو سقوط او د لښګرګاه ښار ډیره برخه سقوط
5.ځمکنی واکمني (څومره سیمه د حکومت او څومره نوره د طالبانو په لاس کې ده)
د هلمند ډيره برخه د طالبانو په واک کې ده یوازي لښګرګاه ښار ناوه ولسوالۍ په بشپړ په ډول د حکومت سره ده او دغه راز د څو محدودو ولسوالیو مرکزونه د دولت سره دي پر شمالي ولسوالیو تر ډیره طالبان واکمني لري
6.د هغو ولسواليو نومونه چې د طالبانو د کنټرول لاندې دي.
نادعلي، مارجې، ګرمسېر، خانشين، ديشو، ،سنګين، کجکي ،موسى کلا،باغران،نوزاد او واشېرولسوالۍ
7.په ولایت کې فعالې وسله والې ډلې (لکه داعش، طالبان، لشکرطیبه، القاعده او نور)
طالبان او داعش لښکر طیبه.
8.په ولایت کې د جګړې مهم سیمییز لاملونه (په هلمند کې د مخدره توګو قاچاق او د وسله والو طالبانو روانه جګړه)9.د امریکا او طالبانو لخوا له تړون وروسته امنيتي پيښې او نور بدلونونه
کوم خاص بدلون نه دي راغلي10.په ولایت کې د عامه خدماتو، روغتيايي او ښوونیز مرکزونو د فعالیت کچه
پوهنه
هلمند دا مهال ٣٤١ ښونځي لري، چې ٢٠٤ يې پرانيستي دي ، چې ١٣٠ زره زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي ، چې ٣٠ زره يې نجونې دي او د ٢٩٠٠ ښوونکو له خوا تدريس ورته کيږي .هلمند د لوړو زده کړو موسسې هم لري ، چې يو يې دارالمعلمين دى .دغه دارالمعلمين٥٥٨زده کوونکي لري، چې٢٧٩ يې نارينهاو په همدې شمېر يې ښځينه دي ، د ٢١ استادانو له لوري تدريس ورته کيږي ، چې ٤ يې ښځينهدي.
د هلمند پوهنتون،په ١٣٨٧ لمريز کال کې تاسيس شوى، چېڅلور پوهنځي لري: ((کرنه،تعليم او تربيه،انجينرياو وترنري)
په هلمندکې درې خصوصي پوهنتونه وادي هلمند،اراکوزيا او بست هم فعاليت کوي ، چې د طب ترڅنګ، حقوق اواقتصاد پوهنځي لري .ددېترڅنګ درې انسيټيټوټونه هم فعاليت کوي.
په دې ولايت کېشپږ خصوصي لېسې دي،١٤٢٨زده کوونکي لري، چې١٩٥ يې نجونې دي.
دغه راز په دې ولايت کې ١٨ ديني مدرسي دپوهني له رياست سره ثبت دي ، چې پکې ٢٠٠٠ طالب العلمان په زده کړو بوخت دي .هلمند کې لاهم څه باندې ۲ میلیونه وګړي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري چې له امله یې ډېری وخت ناروغان مري.
د یادولو ده چې روغتیا وزارت دغه ولایت ته ۹۵ روغتیایي مرکزونه ورکړي چې هره ورځ په کې د شاوخوا اته زره درې سوه دري دېرش ناروغانو درملنه کېږي.
د زابل ولایت پیژندنه
1.د ولایت عمومي پيژندنه (جعرافیه، موقیعت ، توکمونه او تاریخي شالید)
زابل ولايت، د شمالي عرض البلد په ۶۶ درجو او د ختيځ طول البلد د ۳۲ درجو او ۷ دقيقو ترمنځ د هېواد په سوېل لوېديځ كې پروت دى.
زابل يا پخوانى زابلستان د پښتنو د لرغونو قبيلو زاوليانو ټاټوبى، د كابل ـ كندهار پر لويه لار پروتدی، چې ۱۷۲۹۳کيلومتره مربع مساحت لري. زابل ۴۵ كاله وړاندې په رسمي ډول د مستقل ولايت په توګه ونومول شو.
په ۱۳۹۰ کال کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري د شوې سروې له مخې، د زابل د نفوسو شمېر شاوخوا ۱۰۵۸۹۴۰ تنه ښودل شوى دى.
څلور خواوې :
د زابل ولايت ختيځ ته د غزني ناوه ، د پکتيکا تروه ولسوالۍ او د ډيورنډ پوله پرته ده ، شمال ته يې غزني، لوېديځ ته يې کندهار او اروزګان ځينې برخې او سوېل ته يې کندهار ولايت پروت دى.
ولسوالۍ:
زابل په مرکز کلات سربېره يوولس ولسوالۍ لري، چې شملزي، ارغنداب، خاكيران (خاك افغان، كاكړان) داى چوپان، ميزانه، شاجوى، شهرصفا، اټغر، شينكۍ، نوبهار او سيوري نومېږي. په دغه ولايت كې توخي، هوتك او د دې ترڅنګ، تركي، اندړ، سليمانخېل، ناصر، خروټي، كاكړ، احمدزي، پوپلزي، وردګ، يوسفزي، صافيان او شيراڼي استوګن دي. د زابل ټول وګړيپښتانه دي.2.اوسنی سياسي، اقتصادي او امنيتي حالت
د زابل د جنوبي ولایتونو له جملې څخه جګړه څپلي او محروم ولایت ديد خلکو ۹ فیصده یې د غربت سره مخامخ دي امنیتي حالت یې ناسم اویوازي مرکز کلات او څو د څو محدودو ولسوالیو مرکزونه له دولت سره دي .
3.د ولایت مطرحې سیاسي څيرې، خبریالان او فعالان
سیاسي څیرې : عطا جان حق بیانوکيل بسم الله خان هوتک، ملا عبدالقيوم شملزى، وکيل حبيب الله خان، ملا عبدالسلام راکټي، خان خنډي خان، حاجي عبدالباري خان، حاجي محمد هاشم خان هوتک، ډاکټر زلمى زابلى، حميدالله خان توخى، حاجي عزيز الله خان ناصر .
خبریالان : نثار احمد څپاند ، غبدالقیوم عاجز
مدني فعالان : محبوب محبت ، روزي محمد زابلی
4.په تيرو کلونو کې په ولایت کې شوې مهمې امنيتي پيښې.
د خاک چوپان او ارغنداب ولسوالیو ته د داعش وسله والو راتګ او د وسله والو طالبانو لخوا د هغوي پرضد عملیات
د داعش لخوا د لسګونو هزاه ګانو برمته کول.5.ځمکنی واکمني (څومره سیمه د حکومت او څومره نوره د طالبانو په لاس کې ده)
کم شمیر ساحه د دولت په واک کي ده ډیره برخه له طالبانو سره ده6.د هغو ولسواليو نومونه چې د طالبانو د کنټرول لاندې دي
شملزي، ارغنداب، خاكيران (خاك افغان، كاكړان) داى چوپان، ميزانه، شاجوى، ، اټغر، شينكۍ، نوبهار او سيوري7.په ولایت کې فعالې وسله والې ډلې (لکه داعش، طالبان، لشکرطیبه، القاعده او نور)
طالبان داعش لښګرطیبه القاعده
8.په ولایت کې د جګړې مهم سیمییز لاملونه (د وسله والو طالبانو او افغان حکومت جګړه )
9.د امریکا او طالبانو لخوا له تړون وروسته امنيتي پيښې او نور بدلونونه
د افغان امریکایی پوهنتون دوه بهرني استادان د حقاني شبکې د مشر په بدل کې د زابل په سیوري ولسوالۍ کي خوشي سول
10.په ولایت کې د عامه خدماتو، روغتيايي او ښوونیز مرکزونو د فعالیت کچهښوونه او روزنه:
زابل ولايت د نورو ولايتونو په پرتله د ښوونې او روزنې له مخې لږ ټكنى دى، دغه ولايت چې په تېرو وچكالو كې خورا ځپلى شوى ، خلك يې مجبوره دي چې د خپلې كورنۍ لپاره نفقه لاس ته راوړي، دا چې په دغه ولايت كې د اوبو سطحه ټيټه ده، نو خلك مجبور دي، چې د هېواد د يو شمېر ولايتونو ترڅنګ، پاكستان، ايران او دوبۍ ته د مزدوريو لپاره ولاړ شي، همدغې چارې تر ډېره ښوونه او روزنه هم له ګواښ سره مخ كړې ده او بله دا چې دغه ولايت غرنى دى. په ځينو سيمو كې يې د ناامنۍ له كبله هم ښوونځي نشته او ماشومان يې له كورنيو سره په مال څرولو او د کرنې په چارو بوخت دي.
د دې ولايت د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې ، په دې ولايت کې ټول ٢٣٦ ښوونځي دي، چې ٩٥ يې پرانيستي او ٤٥ زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي او نور يې د نا امنيو له امله تړل شوي دي.روغتیازابل د یوشمېرلیرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي لاهم د خپلو ناروغانو ددرملنې لپاره اړ دي چې ساعتونه مزل ووهي او ځان مرکزکلات ته ورسوي..
ددغه ولایت د ولسوالیو ۷۰ سلنه اوسېدونکي له دا ډول برخلیک سره مخامخ دي.
ددغو ولسوالیو خلک په خپلو سیمو کې د روغتیا مرکزونو د نشتون له کبله تر پزې راغلي.
ډېر کله د یوه ناروغ ددرملنې یا ژغورنې لپاره څو روغ کسان د سړک غاړې ماینونو کې مري، او یاهم د ترافیکې پېښو قرباني کیږي.
‘‘چارواکي وايی دوید۳۰ سلنې اوسېدونکو لپاره روغتیایي اسانتیاوې په واک کې لرو په داسې حال کې چې په دغه ولایت کې څه باندې ۸۰۰۰۰۰ وګړي اوسېږي.’‘
په زابل ولایت کې اوسمهال د یوه اتیا بستریز روغتون سربېره، ۲۱ روغتیایي مرکزونه شته، چې د چارواکو په خبره ددغه ولایت ۵۰ سلنه اوسېدونکو ته یې روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي.
خاک افغان د زابل یوازینۍ ولسوالي ده چې په کې روغتیایي مرکز نه شته
داروزګان ولایت پیژندنه
1.د ولایت عمومي پيژندنه (جعرافیه، موقیعت ، توکمونه او تاریخي شالید)
اروزګان ،چې د روزګان يا اوروزګان په وييونو هم نومول شوی او ياد شوی ، د افغانستان له ٣٤ ولايتونو څخه يو ولايت دی، چې په مرکزي افغانستان کې پروت دی.
اروزګان، د کندهار، غزني، دايکنډي، زابل او هلمند ولايتونو ترمنځ پروت دی، چې د افغانستان يو مرکزي ولايت ګڼل کېږي ، خو ځينې يې په سوېل کې هم شمېري .
په سوېل کې يې زابل او کندهار موقعيت لري، هلمند يې په سوېل لوېديځ کې، دايکنډي يې په شمال او غزنييې په ختيځ کې موقعيت لري.
دهراوو، چوره، ګيزاب چارچينو او خاص اروزګان يې ولسوالۍ او ترينکوټ يې مرکز دی ، خو په دې وروستيو کې د سراب او چنارتو ولسوالۍپکې هم جوړې شوې دي، خو تر اوسه رسمي نه دي.
اروزګان تر دوولس نيم زره کيلومتر مربع زيات مساحت لرياو د افغانستان يو نسبتاً وروسته پاتې ولايت بلل کېږي. ددې ولايت ٧٢ سلنه ساحهوړو او لويو غرونو نيولې او ٢١ سلنه نور يې هوارې ځمکې تشکيلوي.
د ٢٠١١ زېږديز کال د تخميني شمېرو له مخې، ددې ولايت نفوس ٣٢٨ زرهتنه اټکل شوى دى.
د دې ولايت ډېرى اوسېدونکي پښتانه دي او يو شمېر هزارههم پکې مېشت دي.
پوپلزي، اڅکزي، نورزي ، بارکزي الکوزي او دراني د پښتنو مهمې او مشهورې قبيلې دي. دغه راز په دې ولايت کې يو شمېر کوچيان هم مېشت دي.مخينه:
اروزګان پخوا د اراکوزيا لرغونې سيمې پورې تړاو درلود. له ميلاد څخه د مقدوني سکندر له خوا کنټروليده، د وخت په تېرېدو سرهاشوکا هم پرې واکمني کړې ده.
په ٧مه پيړۍ کې کله چې عربافغانستان ته د اسلام د خپرېدو او دعوت په موخه راغلل، نو لومړى د زمبليانو اوصفاريانو له خوا کنټروليده، بيا په ٩مه پيړۍ کې غزنويانو، غوريانو او منګوليانو هم پرې واکمنۍ کړې دي.
په اوولسمه پيړۍ کې په کندهار او شاوخوا سيمو کې واکمني پيل کړه، کله چې احمدشاه دراني په افغانستان کې واکمني پيل کړه، نو اروزګان لومړۍ سيمه وه ، چې هغه د امپراطورۍ په ساحه کې ورګډ کړاى شو.
پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال اروزګان ولايت د لويو جګړو شاهد و، هغه مهال په دې سيمه کې د مجاهدينو مشري د جان محمد خان پر غاړه وه. په ١٩٩٤ کال کې دغه ولايت د طالبانو له خوا ونيول شو ، خو په ٢٠١١ زېږديز کال کې د طالبانو د واکمنۍ دړنګيدو په وروستيو کې ولسمشر حامد کرزى له خپلو پلويانو سره دې ولايت ته راغلى او له دې ځايه بيا کابل ته را روان شو.2.اوسنی سياسي، اقتصادي او امنيتي حالت
اروزګان جګړه څپلي او محروم ولایت دي کم شمیر کسان یې په دولت خو د طالبانو یوه برخه مهم چارواکي يي د روزګان دي لکه د دې ډلي مرستیال ملابرادر اخند او یو شمیر نور
د ۹۵ فیصده خلکو اقتصاد یي ټیټ دي .
امنیتي وضعیت یی خراب او یوازي مرکز ترینکوټ اود محدود شمیر ولسوالیو مرکزونه د دولت په واک کي دي .3.د ولایت مطرحې سیاسي څيرې، خبریالان او فعالان
سیاسي څیرې : نه یی لري
خبریالان : محلي دي
مدني فعالان : جاوید خپلواک
4.په تيرو کلونو کې په ولایت کې شوې مهمې امنيتي پيښې
تر ټوله مهمه پیښه یی د روزګان سقوط او تر ولایت مقام پوري د طالبانو رسیدل5.ځمکنی واکمني (څومره سیمه د حکومت او څومره نوره د طالبانو په لاس کې ده)
یوازي مرکز ترینکوټ او دخاص روزګان ولسوالۍ مرکز له دولت سره دي پاتي سیمي له طالبان سره دي .6.د هغو ولسواليو نومونه چې د طالبانو د کنټرول لاندې دي
دهراوو، چوره، ګيزاب چارچينو
7.په ولایت کې فعالې وسله والې ډلې (لکه داعش، طالبان، لشکرطیبه، القاعده او نور)
طالبان او کله کله د داعش او القاعده دفعالیت راپورونه هم ورکول کیږي8.په ولایت کې د جګړې مهم سیمییز لاملونه (دوسله والو طالبانو او افغان حکومت جګړه کله کله قومي شخړي او پخواني جنګ سلاران هم جګړې کوي )
9.د امریکا او طالبانو لخوا له تړون وروسته امنيتي پيښې او نور بدلونونه
کوم بدلون نه دي راغلی
10.په ولایت کې د عامه خدماتو، روغتيايي او ښوونیز مرکزونو د فعالیت کچهدليک او لوست کچه پکې خورا ټيټه ده. د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله ډېر لږ کسان ښوونځيو ته ځي. د روغتيايي اسانتياوو په برخه کې هم تر نورو ولايتونو بېرته پاتې دی ، خو له دې سره سره په وروستيو کې ځينې کارونه هم پکې شوي دي.
۳۱ روغتیایي مرکزونه چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې فعاليت لري
او لس نور د دولت په ساحه فعالیت کوي
د نیمروزولایت پیژندنه
1.د ولایت عمومي پيژندنه (جعرافیه، موقیعت ، توکمونه او تاریخي شالید)
نيمروز د افغانستان سوېل لوېديـځ لوري ته پروتلوى سرحدي ولايت دى، نيمروز لوېديځ ته له ايران او سوېل ته له پاکستان سره اوږده پوله لري.، ختيـځ ته يې هلمند او شمال ته يې د فراه ولايتونه موقعيت لري.د زرنج ښار د دې ولايت مرکز دى، چې د ولسواليو په نسبت وړه سيمه ده.
د وروستيو شمېرو لهمخې، ددې ولايت نفوس ١٤٩٠٠٠ زره تنه اټکل شوىاو مساحت يې ٤١٠٠٥کيلو متر مربع دى. هوا او اقليم يېپه ژمي كې معتدل او په دوبي كې ګرم دى .
ددې ولايت ډېرى اوسېدونکي بلوڅان دي، خو پښتانه، تاجک او ازبک هم پکې مېشت دي.
د غير رسمي سرچينو له مخې، ددې ولايت ٦١ سلنه بلوڅان، ٢٧ سلنه پښتانه، تاجک او ازبک يې لس سلنه تشکيلوي.
ددې ترڅنګ په دې ولايت کې يو شمېر کوچيان هم مېشت دي.
په دې ولايت کې د هلمند سيند ترڅنګ ځينې نورو سيندونه هم بهيږي ، د پراخو کرنيزو ځمکو ترڅنګ د مارګو په نامه لويه دښته هم لري. د ګودذرې هامون هم په دې ولايت کې دى.
دزرنج ترڅنګ د چخانسور او چهاربرجک هم ددې ولايت له لويو ښارونو څخه دي.
د نيمروز مساحت زيات، خو نفوس يې کم دى، ډېرى برخه يېصحراګانې او دښتې دي ، يواځې هغو سيمو کې يې خلک ډېر ژوند کوي ، چې د هلمند سيند پرې تېر شوى دى .
اداري واحدونه:
نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار په ګډون شپږ اداري واحدونه لري چې عبارت دي، له دلارام، ګنګ، چهاربرجک ، چخانسور او خاشرود.2.اوسنی سياسي، اقتصادي او امنيتي حالت
په سیاسي لحاظ د نیمروز کم شمیر خلک په نظام کي مهم غړیتوبلري او د طالبانو په رهبري کي يي هم شمیر محدود دي.
اقتصاد او سوداګري :
نيمروز يو سرحدي ولايت دى، ايران سره ګډه پوله لري او ددې ولايت ډېرى اقتصاد له ايران سره پر سوداګريزو چارو ولاړ دى.
دغه راز له دې لارې د نشه يي توکو او ايران ته د انسانانو قاچاق هم اقتصادي اړخونه لري. دغه راز يو شمېر نور خلک په قانوني توګه هم د نيمروز له لارې ايران ته تګ راتګ او سوداګريزې چارې پرمخ بيايي.
د افغانستان سوداګر له دې لارې له ايران څخه تېل او نور توکي صادروي او بيا د نيمروز ولايت ترڅنګ د افغانستان نورو ولايتونو ته يې هم لېږدوي.
په زرنج ښار کې د معدني اوبو او پلاستيک جوړولو فابريکې ددې ولايت په اقتصاد کې مهم رول لوبولى دى، دغه راز يو شمېر خلک د سمنټ د بوريو د بسته بندۍ فابريکه او د موبلايلو په فابريکو کې په کارونو بوخت دي.
ددې ولايت خلک په مالدارۍ هم بوخت دي او له حيواني محصولاتو څخه ډېر ښه عايد لاسته راوړي.
امنیتي حالت ناسم دي او ډیري سیمي له طالبانو سره دي یوازي د ولسوالیو پر مرکزونو دولت حاکمیت لري .3.د ولایت مطرحې سیاسي څيرې، خبریالان او فعالان
سیاسي څیري : هارون چخناسوري ، حاجي رييس غلام رسول ايوبي ، ډاکټر غلام محمد لعلزاد بلوچ، فرخي سيستاني، ابوداوود سجستاني، کانديدای اکادميسن محمد اعظم سيستاني ، عبدالبصير بلوچ، استاد غلام دستګيري (پيام)، عبدالغفور مراد، عبدالرحمن پهوال او عبدالکريم براهوي يې نوموتې څېرې دي.
نیمروز کي ملي او نړیوالي رسني خبریالان نه لري خو په دې ولايت کې کولتوري او فرهنګي فعاليتونه هم شته، که څه هم په نيمروزکې کومه ورځپاڼه نشته، خو نورې رسنۍ فعاليت کوي، ملي راډيو تلويزيون دلته خپرونې لري، ددې ترڅنګ د يو شمېر نوروراډيو خپرونې هم اورېدل کېږي.
په دې ولايت کې ددولتي تلويزيون ترڅنګ د شمشاد، طلوع، لمر او اريانا تلوېزيونونو خپرونې هم ليدل کېږي، د نوا راډيو، ارمان راډيو او اريانا راډيو خپرونېاورېدل کېږي، ددې ترڅنګ د دوست په نامه يوه ځايي راډيو هم خپرونې لري.
په دې ولايت کې يو شمېر فرهنګي ټولنې هم فعاليت لري او خپلې غونډې ترسره کوي.
چې د بېلګې په توګهد نيمروز د ځوانو ليکوالو او شاعرانو ټولنه، د خانه بلوچ فرهنګي ټولنه، او داسې نور يې د يادولو وړ دي.
په دې ولايت کې د ميلاد النبي، نوى کال او د ځينو نورو مراسمو پر مهال مشاعرې او ادبي غونډې ترسره کېږي.
دغه راز په دې ولايت کې ځينې چاپي رسنۍ هم شته چې فعاليت لري.د بېلګې په توګه د صداى نيمروز او نيمروز په نومونو مياشتنۍ او د علم اوبيان په نامه يوه مذهبي مجله هم چاپيږي.4.په تيرو کلونو کې په ولایت کې شوې مهمې امنيتي پيښې.
په زرنج ښار کي چاودنه او د ځنیو ولسوالیو د ساحو سقوط5.ځمکنی واکمني (څومره سیمه د حکومت او څومره نوره د طالبانو په لاس کې ده)
زرنج ښار او د ولسوالیو مرکزونه له حکومت سره دي نوري ساحې له طالبانو سره دي.6.د هغو ولسواليو نومونه چې د طالبانو د کنټرول لاندې دي.
دلارام، ګنګ، چهاربرجک ، چخانسور او خاشرود مرکزونه له دولت خو کلي له طالبانو سره دي7.په ولایت کې فعالې وسله والې ډلې (لکه داعش، طالبان، لشکرطیبه، القاعده او نور)
طالبان فعالیت لري د نورو ډلو په اړه راپورونه نه دي ورکول شوي.8.په ولایت کې د جګړې مهم سیمییز لاملونه (زرنج ښار کي شخړي نسته خو په ولسوالیو کي د حکومت او طالبانو جکړه ده)
9.د امریکا او طالبانو لخوا له تړون وروسته امنيتي پيښې او نور بدلونونه.
کوم بدلون نه دي راغلي .
10.په ولایت کې د عامه خدماتو، روغتيايي او ښوونیز مرکزونو د فعالیت کچه
پوهنه :
ددې ولايت د پوهنې رياست د معلوماتوله مخې، د نيمروزپه ٢٥٠ ښوونځيو کې ٨٦ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي،چې ٤٠ سلنه يې نجونې تشکيلوي.
په دې ولايت کې د ښوونځيو ترڅنګ د ولايت په مرکز زرنج او يو شمېر ولسواليو کې ٥ د کرنې او تخنيکيلېسې هم فعاليت کوي.
دغه راز ٢٠ خصوصي ديني مدرسې هم شته ، چې پکې نجونې او هلکان زده کړې کوي.
په دې ولايت کې دولتي پوهنتون نشته،خو د بارک په نامه يوخصوصي پوهنتون په دوو پوهنځيو ( حقوق او اقتصاد) برخو کې فعاليت کوي.روغتیا
په نیمروز مرکز زرنج کي یوه ۳۵۰ روغتون او د ولسوالیو په مرکزونو کي ۱۰ روغتیایی مرکزونه سته چي ۶ یې د وسله والو طالبانو په ساحه کي تړل سوي.
د هرات ولایت اړوند معلومات
د ولایت عمومي پيژندنه (هرات)
هرات د هېواد په لوېديځ کې پروت هغه ولایت دی چې د عرض البلد ٦٣ او طول البلد ٤٣ په کرښه کې پروت دى.
د هرات شمال ته بادغيس او ترکمنستان، سوېل ته يې فراه ، ختيځ ته يې د غور ولايت او لوېديځ ته يې د ايران جمهوريت پروت دي.د هرات د وګړو نفوس ویل کیږې نیږدې درې ملیونه دي خو دا آټکل دی دقیقه شمیره نشته.او مساحت يې 55868,53 کيلومتره مربع دی.
هرات يو لرغونی او تاريخي ښار دی، چې په تاريخ کې په بېلابېلو نومونو ياد شوی او د اسلام يو ستر مرکز هم پاتې شوی دی.
هرات په ۱۵ نايحو او ۱۸ ولسواليو وېشل شوی . شينډنډ،انجيل، غوريان، ګذره، پښتون زرغون، اوبه، کرخ، کشک، ګلران، کهسان، زنده جان، ادرسکن کشک کهنه، فارسی، زاول، زیرکوه، کوه زور چشت شريف ولسوالۍ يې دي.
مهم قومونه: پښتانه، تاجک، هزاره، ترکمن، ازبک او ايماق دی. په يوولس سرحدي ولسواليو کې يې د پښتنو نفوس زيات ده د هرات اکثریت اوسیدونکي پښتانه دي خو ډیر یې پښتو خبري نشي کولاي..
اوسنی سياسي، اقتصادي او امنيتي حالت.
امنیتي وضعیت : د هرات ولایت امنیتي وضعیت تر ډیره بریده د نورو ولایتونو په پرتله ښه دی خو په ولسوالیو کي بیا نا امني شته طالبان ډیر حضور لري په ښار کي ترور پيښي، جناېې جرمونه هم ډیر دي په ټولیز ډول وضعیت ډیر بد نه دی خو ډیر ښه یې هم نشوو ویلاې ځکه په ولسوالیو کي د طالبانو واک چلیږې)
اقتصادي وضعیت: د هرت اقتصادي ښه دی د اسلام کلا او تورغنډۍ بندرونه پرې را خلاص دي لوې صنعتي ښارګوټی شته او هرات یو سوداګریز ولایت دی خو اوس وضعیت په ټول هیواد کي د اقصتادي پلوه کړکیچن دی هرات هم له دې اړخه مثتثنی نه دی خو بیاهم د خلګو ژوند تر ډیرو نورو ولایتونو ځکه ښه دی چې هرت سو سوداګریز ولایت دی)د ولایت مطرحې سیاسي څيرې، خبریالان او فعالان.
(هرات کي تر ۱۵ پورې سیمیز ټلویزیونونه تر ۲۲ پورې اف ام سیمیزې راډیوګاني شته د کابل وروسته رسنۍ پکې خورا زیاتي دي فرهنګي کارونه یې ډیر دي زیات خبریالان او مدني ټولنې تر کابل وروسته شتون لري یو لوې فرهنګي ولایت دي چي د افغانستان په کچه یې ساری نشته)په تيرو کلونو کې په ولایت کې شوې مهمې امنيتي پيښې
(وژنې، جګړۍ، چاودني د یوشمیر ولسوالیو مقطعې سقوط هغه موارد وه چي په هرات کي رامینځ ته شوې خو د طالبانو د دو ډلو لمړنی موجودیت او د ډیرو پښتنو مرګ ژوبله په بیلابیلو نومونو د قومي مشرانو ترور هغه موارد دي چي هرت کي مهم موضوعات وه)
مکنی واکمني (څومره سیمه د حکومت او څومره نوره د طالبانو په لاس کې ده
(د ولسوالیو مرکزونه او د ښار پرتهنورو سیمو کي طالبان که موجود نه دي خو خبره یې چلیږې دلته هم د نورو وایتونو په شان طالبان له واک او زور څخه برخمن دي خو حکومت هم دلته پیاوړی دي)
پښتون زرغون، زیرکوه، شینډنډ، ګلران، زاول، د هغو ولسواليو نومونه چې د طالبانو د کنټرول لاندې دي او د طالبانو نفوس پکې د نورو ولسوالیو په تناسب ډیر دی.په ولایت کې فعالې وسله والې ډلې (لکه داعش، طالبان، لشکرطیبه، القاعده او نور)
( هرات کي د طالبانو ډله هیبت الله اړونده او یولږ هم د ملارسول ډلې طالبان شته نورې وړي خپل سرې ډلې شته خو واک د طالبانو سره دی)
په ولایت کې د جګړې مهم سیمییز لاملونه (هرات د مخدره توکیو د ترانزیټ لار ده قاچاقبر او طالبان پکې د مخدره توکیو انتقال کوي او ځان ته ګټې لري خو په هرات کي جګړه عمومي ده خو پښتانه دلته ځکه ډیر په جګړي کي ښکیل دي چي د کلونو را په دې خواه ورته په دویمه سترګه کتل کیږې نو ځکه هغوې ځانونه د حکومت څخه لري او حکومت خپل نه بولي جګړي په پښتون میشته ولسوالیو کي دي)
د امریکا او طالبانو لخوا له تړون وروسته امنيتي پيښې او نور بدلونونه:
د تړون وروسته په هرات کي جګړي کمې شوې او خلګ سولې ته هیله مند دي خو بیا هم اوس په ولسوالیو کي جګړي شته اما په ټولیز ډول د هرات امنیتي وضعیت نسبتآ مناسب دی ډیري پښيي پکې امنیتي نشته خو جناېې بیا شته.
په ولایت کې د عامه خدماتو، روغتيايي او ښوونیز مرکزونو د فعالیت کچه.
هرات کي تر بل هر ولایت د صحي، تعلیمي او روغتیاېې خدماتو لړۍ مثبته او چټکه ده دلته د پوهنتون د نجونو شمیر او آند په کانکور کي زیات دی یعنې هرات هغه ولایت دی چې تعلیم، فرهنګ او صحت پکې ښه دي هم په مرکز او هم ولسوالیو کي.
د بادغیس ولایت اړوند معلومات
د ولایت عمومي پيژندنه (بادغیس)
بادغیس د هېواد د شمال لوېديځو ولايتونو په ډله کې راځي او مرکز یې د قلعه نو ښار دی.
دغه ولايت لوېديځ ته له هرات، ختيځ ته له فارياب، سوېل ته له غور ولایتونو او شمال ته د ترکمنستان له هېواد او سره ګډې پولې لري.
دغه ولایت مساحت ۲۳۰۰۰ کيلومتره مربع دی او شپږ ولسوالۍ لري، د وګړو شمېر يې ۴۳۹۵۰۰ تنه ښودل شوی دی.
د بادغيس ولايت د دغه ولايت د مرکز په ګډون۷اداري واحدونه لري: قلعه نو اب کمري، جوند، مقر، قادس او مرغاب ولسوالۍ دي.
مهم قومونه: پښتانه، تاجیک ازبک هزاره اکثریت اوسیدونکي پښتانه او تاجیک دي.
اوسنی اقتصادي او امنيتي حالت.
امنیتي وضعیت : د بادغیس ولایت امنیتي وضعیت خراب دی هلته طالبان نفوس لري د لویو ولسوالیو لارې بیخي د مرکز سره پر دولتي افرادو تړلې، بادغیس کي طالبان د پوره حاکمیت څخه برخمن دي د بادغیس جنګ ډیر پښتانه تر سره کوي.
د طالبانو ورهاخو د غور په شان یوشمیر جنګسالاران هم شته خو که دقیق ووایو نو بادغیس کي د طالبانو حاکمیت اول بیا دولت دي.
اقتصادي وضعیت: د دغه ولايت اقتصاد پر زراعت ولاړ دى. کرنه يې ډېره للمينه ده کرنيز حاصلات يې: پستي، غنم، جوار، نخود، زيره کونځلې، هندواڼې، خټکي او نور دي.
د دې سيمې خلکو دويم کسب مالداري ده د بادغيس د زيارايستونکو خلکو يو بل کسب د غاليو اوبدل دي.د ولایت مطرحې سیاسي څيرې، خبریالان او فعالان.
خنظله بادغيسي،فضلاحمد پیمان، سمنبو بادغيسي، معلم نېک محمد خان، احمد بن عبدالله خجستاني، ابوبکر، وسيمه، بسم الله بسمل، عرفاق، سمنگوبادغيسي ېې مشاهیر دي
په بادغيس کې له دولتي تلويزيون پرتهچې ملي او او سيمه ييز پروګرامونه خپروي، صداې بادغیس او دغه راز د حنظله په نوم يوه راډيو هم خپرونې لري.
د “بادغيس اينې” په نوم يوه مياشتنۍ چاپي خپرونې هم په دې وروستيو کې خپل فعاليت پيل کړى دى او بادغیس فلم هم شهرت لري. د مشعل هدايت مياشتنۍ، د بادغيس ولايت د علماو شورا نشريه، د صداى بادغيس مياشتنۍ او د ښځو د خورشيد مجله خپل فعاليت پر مخ وړي.
بادغيس ويباسايټ هم لري، چې د بادغيس ولايت د ګڼو فرهنګيانو له لوري جوړ شوى دى.
په تيرو کلونو کې په ولایت کې شوې مهمې امنيتي پيښې
(وژنې، جګړۍ، چاودني د یوشمیر ولسوالیو سقوط هغه موارد وه چي په بادغیس کي کي رامینځ ته شوې خو طالبانو هلته سختي جګړي تر سره کړي په ورستیو کلونو کي هلته ډیر کسان وژل شوې لاهم هلته جګړه روانه ده د جګړي اصلي لامل په بادغیس کي د طالبانو او پښتنو پراخ نفوس دی)
ځمکنی واکمني (څومره سیمه د حکومت او څومره نوره د طالبانو په لاس کې ده
په بادغیس کي په ټولو ولسوالیو کي حکومت شته خو حکمیت یې یواځې په خپلو مرکزونو کي دی حتې په قلعه نو ښار کي هم طالبان لیدل کیږې په ټولو ولسوالیو کي طالبان ولسوالان او مرکزونه قضا او څارنوالۍ لري خلک ورځي په بادغیس کي د طالبانو حاکمیت پیاوړی دیپه ولایت کې فعالې وسله والې ډلې (لکه داعش، طالبان، لشکرطیبه، القاعده او نور)
په بادغیس کي طالبان او یوشمیر جنګسالاران شته خو زور د حکومت او طالبانو سره دی.
د امریکا او طالبانو لخوا له تړون وروسته امنيتي پيښې او نور بدلونونه:
د تړون وروسته په بادغیس کي جګړي کمې شوې او خلګ سولې ته هیله مند دي خو بیا هم اوس په ولسوالیو کي جګړي شته لکه بالامرغاب.
په ولایت کې د عامه خدماتو، روغتيايي او ښوونیز مرکزونو د فعالیت کچه.
بادغیس یو غریب بیوزله، بیچاره ولایت دی غرنی هم دی خدمات هلته محدود او ټنکي دي نو ځکه خو ښوونځي شته په مرکز او ولسوالیو کي نجوني ډیرې وړي د ښونځیو څخه ایستل کیږې خلګ د امنیت ډاډ نلرې او مجموعآ صحي خدمات یې هم محدود دي خو د بادغیس د خلګو وضعیت په غرب زون کي تر هرات او فراه په دویمه درجه کي ښه دی.
د فراه ولایت اړوند معلومات
فراه
د ولایت عمومي پيژندنه (فراه)
فراه د افغانستان په لوېدیځ کې د هېواد يو له پراخو ولايتونو څخه دى.
دغه ولایت له هرات، نیمروز، هلمند او غور ولایتونو سره د ګډې پولې له ايران سره ۲۹۰ کیلومتره پوله لري او مرکز يې فراه ښارلهپلازمېنې کابل څخه ٨٤٠ کیلومتره لرې پروت دی.
تشکيلاتي جوړښت:
د فراه ښار مرکز دی:پشت رود، خاکسفید، بالابلوک، پرچمن، ګلستان، بکواه، لاش جوین، شیب کوه، پشت کوه او اناردره ېې ولسوالۍ دي.
مساحت او نفوس
د فراه مساحت (۴۹۰۰۰ کيلومتره مربع) نفوس یې تقریبآ یو ملیون بلل کیږې.
مهم قومونه:د فراه غوڅ اکثریت اوسیدونکي پښتانه دي خو تاجیک، بلوځ او لږ سادات هم شته.
ددې ولايت ډېر وګړي سني دي او اهل تشيع یواځې د فراه په مرکز او ګلستان، جوین او پشت رود ولسوالیو کې، اقلیت دي.
اقتصادي وضعیت:
د فراه اقتصادي وضعیت په کرنې پورې تړلې هلته لوې د ابونصر فراهي بندر هم موقعیت لري خلګ یې د اقتصادي پلوه نبستآ ښه دي.
امنیتي وضعیت:
د دې ولايت د بکواه، ګليستان او بالابلوک ولسواليو په ډېرو ناامنو، خاکسفید ، پشت رود او اناردره په لږ ناامنو او شیب کوه، قلعه کاه، پرچمن او جوین په نسبتا امنو ولسواليو کې راځي.
وسله والو مخالفينو د فراه په مرکز (د ولایت پرمقام) او ځينو نورو سيموهم څو ځله بريدونه کړي فراه یو نا آرامه ولایت دی چې په مرکز کي یې هم بریدونه کیږې.
هلته ډیرې ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو سره دي یواځې د ولسوالیو تش په نوم مرکزونه د حکومت سره دي.
په دې ولايت کې د دولت ډېر وسله وال مخالفين پر وسله والو طالبانو پورې اړوند دي، خو په قلعه کاه ولسوالي کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي کسان هم شته خو غټ فعالیت نلري .د ولایت مطرحې سیاسي څيرې، خبریالان او فعالان.
فراه، چې د شیخ ابونصر فراهي اصلي ټاټوبی دی تاریځي ځایونه لري.
دکک کهزاد کلاتاریخي ځاې دی، فریدون کلا بل تاریخي ځاې دی، د شیخ ابونصر فراهي زیارت، د سلطان امیر زیارت ، بارندک او کافرکلا په مرکز ، د کنسک د شهیدانو زیارت په بالابلوک ولسوالۍ او پنج جفت ګاو کلا، چارماس کلا، هفت سوراخ برنګک، مساو کلا، شهرکهنه کلا، د سیدمحمد زیارت او د شاه مبارک زیارت،د دې ولايت له مشهورو لرغونو ځايونو څخه دي .
تفريحي سيمې:
باغ پل، باغ نو، باغ کافي او د سلطان امیر زیارت او کافر کلا د فراه ښارتفریحي ځايونه دي.
کرنه :
په فراه کې تر۸۰ سلنه ډېر خلک پر کرنه بوخت دياو ډېر باغونه لري ، چې انار يې تر ټولو مشهوره مېوه ده .انګور هندواڼه، توت، مڼې ،الوچې ، زردالو، انځير، شفتالو، ګرنګیچ، خرما، پسته او نور هم د دې ولايت له ميوو څخه دي .پوهنه:
فراه ټول ۳۰۹ ښوونځي لري، چې ٧٩ يې لېسې، ٨٨ يې منځني ښوونځي او ١٢٧ يې لومړني ښوونځي دي.
هلته ډیرې نجونې ښوونځیو ته نه ځي د زده کړو بهیر د نا امنۍ له امله ټکنې دی.
روغتيا:
په دې ولايت کې ۳ روغتونونه او ۳۳ کلينيکونه فعاليت لري.
خصوصي برخه کې
د دانش، رحمانی، وطن اپولو، طبیبان او سلامتي کلینیکونه د دې ولايت په کچه هغه پنځه خصوصي روغتيايي مرکزونه دي ، چې د ولايت په مرکز کې فعاليت لري.
رسنۍ :
په دې ولایت کې د ملی راډیو او تلوېزیون د خپرونو تر څنګ ، په خصوصي برخه کې د دنیاېې نو په نوم ټلویزیون فریاد ، همګان، سیستان، اوښکه، فراداتا، اُسوه، فراه سپورت، فراه غږ او پاڅون مجلي هم فعالیت لري او دنیا، فراه، عروج فریاد او یوشمیر نورې راډیوګاني هم شته.
مدني ټولنې:
د فراه د خبریالانو خپلواکه ټولنه يوه له دې ټولنو ده ، چې په ۱۳۸۸ کال کې جوړه شوې او اوس مهال له څلوېښتو زیات غړي لري .
د افغان ښځې نجات ټولنه ، د ښوونکيو ټولنه ، د ځوانانو ټولنيزه او ملي ټولنه ، د ښځو ذهني ودې بنسټ ، هېواد ادبي مرکه ، د همګان علمي ، فرهنګي او ټولنيز بنسټ ، د پیر روښان ادبي او کولتوري ټولنه،د فراه فرهنګي مرکز، دا ادبې فعالیتونه هم پکې شته .
د غور ولایت اړوند معلومات
د ولایت عمومي پيژندنه (غور)
د غور ولايت پېژندنهغور د هیواد مرکزي ولایتونو څخه دی، دکابل په ٤٨٠کيلومترۍ او د هرات، بادغيس، فارياب، سرپل، اروزګان، هلمند، فراه او باميانو ولايتونو په ګاونډ کې پروت دى.
غور يو غرنى ولايت بلل کیږې چې د جغرافيوي موقعيت له اړخه د شمال عرض البلد په ٣١ درجو او ٣٤ دقيقو کې او د ختيځ طول البلد په ٢٥ درجو او ٦٥ دقيقو کې موقعيت لري او دسمندر له کچې ٢٢٥٠ متره لوړوالى لري.د غور ولايت مساحت ٣٨٦٠٠ زره کيلومتره مربع ته رسېږي ، چې د وګړو اټکلي شمېر يې ٣٦٦ زره تن دى.
غور ولايت د مرکز په ګډون ١٠ اداري واحدونه لري ، چې مرکز يې د چغچران ښار او ولسوالۍ يې لهتيوره ، تولک ،ساغر، پسابند، دولينه ،شهرک، دولتيار، چهار سده او لعل وسر جنګل څخه عبارت دي.
مهم قومونه: غوریان، تاجیک پښتانه هزاره اکثریت اوسیدونکي تاجیک پښتانه او هزاره دي.
اوسنی سياسي، اقتصادي او امنيتي حالت.
امنیتي وضعیت : د غور ولایت امنیتي وضعیت ډیر خراب دی ځکه هلته طالبان، خپل سري ډلې، داعش او ډیر نور سر زوري او جنګ سالاران شتون لري خو طالبان یې مهم زور او واک لري.
ولسوالۍ یې تر ډیره نا امنه دي مرکزونو پرته طالبان حاکم دی او لاهم پکې جنګسالاري او زور واکي خپل اوج کي روانه ده.
اقتصادي وضعیت: د غور ولایت خلګ د افغانستان په کچه بیوزله خلګ دي هلته اقتصادي وضعیت کړکیچن ډیر خلګ یې ایران ته د مزدورۍ په موخه ځي د غور خلګ ډیر مالداري لري پاخه سړکونه ډیر کم بریښنا نلري په ټولیز ډول یو بیوزله ولایت دید ولایت مطرحې سیاسي څيرې، خبریالان او فعالان.
غور ولایت کي ملي ټلویزون، سرحد راډیو، د جام مجله کتابتون او یوشمیر ټولني شته لکه د غوریانو ټولنه خو فرهنګي فعالیتونه پکې لا ډیر نه دي غوړیدلې.په تيرو کلونو کې په ولایت کې شوې مهمې امنيتي پيښې
(وژنې، جګړۍ، چاودني د یوشمیر ولسوالیو مقطعې سقوط هغه موارد وه چي په غور کي کي رامینځ ته شوې خو د طالبانو ترڅنګ داعش هم په غور کي شته او مهمه خو لا دا چي ډیرې خپل سري ډلې زور واکي او جنګسالاران موجود دي)
مکنی واکمني (څومره سیمه د حکومت او څومره نوره د طالبانو په لاس کې ده
د غور په مرکز کي هم طالبان فعالیتونه کوي ټولنې ولسوالۍ د مرکزونو پرته د طالبانو تر تهدید او واک لاندي دي هلته د طالبانو زور حاکم دی او خلګ طالبانو ته ورځي که ووایوو نو غور هغه نا امنه ولایت دی چې د حکومت حاکمیت پکې ډیر کم بلل کیږې.په ولایت کې فعالې وسله والې ډلې (لکه داعش، طالبان، لشکرطیبه، القاعده او نور)
( غورکي د طالبانو ډله هیبت الله اړونده او یولږ هم د ملارسول ډلې طالبان شته خپل سري ډلې بیخي زیاتي دي داعش پلوه کسان هم پکې شته.
په ولایت کې د جګړې مهم سیمییز لاملونه (د طالبانو ترڅنګ جنګسالاري، د جمعیت او حزب اسلامي زورزیاتی، قومندانان ټوپک سالاري او قومي جوړښت داسې دی چې قبیلې لا واک لري او سره جنګیږې)
د امریکا او طالبانو لخوا له تړون وروسته امنيتي پيښې او نور بدلونونه:
د تړون وروسته په غور کي جګړي کمې شوې او خلګ سولې ته هیله مند دي خو بیا هم اوس په ولسوالیو کي جګړي شته.
په ولایت کې د عامه خدماتو، روغتيايي او ښوونیز مرکزونو د فعالیت کچه.
غور یو غریب بیوزله، بیچاره ولایت دی غرنی هم تر حد ډیر دی خدمات هلته تر حد ډیر محدود او ټنکي دي نو ځکه خو ښوونځي شته په مرکز او ولسوالیو کي نجوني ډیرې وړي د ښونځیو څخه ایستل کیږې خلګ د امنیت ډاډ نلرې او مجموعآ صحي خدمات یې هم صفر سره ضرب وبولې.