ACLED-APW Report Tracking Disorder During Taliban Rule in Afghanistan

زابل

  • د زابل ولایت پیژندنه

    6 July 2020

    1. د ولایت عمومي پيژندنه (جعرافیه، موقیعت ، توکمونه او تاریخي شالید)
    زابل ولايت، د شمالي عرض البلد په ۶۶ درجو او د ختيځ طول البلد د ۳۲ درجو او ۷ دقيقو ترمنځ د هېواد په سوېل لوېديځ كې پروت دى.
    زابل يا پخوانى زابلستان د پښتنو د لرغونو قبيلو زاوليانو ټاټوبى، د كابل ـ كندهار پر لويه لار پروت دی، چې ۱۷۲۹۳کيلومتره مربع مساحت لري. زابل ۴۵ كاله وړاندې په رسمي ډول د مستقل ولايت په توګه ونومول شو.
    په ۱۳۹۰ کال کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري د شوې سروې له مخې، د زابل د نفوسو شمېر شاوخوا ۱۰۵۸۹۴۰ تنه ښودل شوى دى.
    څلور خواوې :
    د زابل ولايت ختيځ ته د غزني ناوه ، د پکتيکا تروه ولسوالۍ او د ډيورنډ پوله پرته ده ، شمال ته يې غزني، لوېديځ ته يې کندهار او اروزګان ځينې برخې او سوېل ته يې کندهار ولايت پروت دى.
    ولسوالۍ:
    زابل په مرکز کلات سربېره يوولس ولسوالۍ لري، چې شملزي، ارغنداب، خاكيران (خاك افغان، كاكړان) داى چوپان، ميزانه، شاجوى، شهرصفا، اټغر، شينكۍ، نوبهار او سيوري نومېږي. په دغه ولايت كې توخي، هوتك او د دې ترڅنګ، تركي، اندړ، سليمانخېل، ناصر، خروټي، كاكړ، احمدزي، پوپلزي، وردګ، يوسفزي، صافيان او شيراڼي استوګن دي. د زابل ټول وګړي پښتانه دي.

    2. اوسنی سياسي، اقتصادي او امنيتي حالت
    د زابل د جنوبي ولایتونو له جملې څخه جګړه څپلي او محروم ولایت دي د خلکو ۹ فیصده یې د غربت سره مخامخ دي امنیتي حالت یې ناسم اویوازي مرکز کلات او څو د څو محدودو ولسوالیو مرکزونه له دولت سره دي .
    3. د ولایت مطرحې سیاسي څيرې، خبریالان او فعالان
    سیاسي څیرې : عطا جان حق بیان وکيل بسم الله خان هوتک، ملا عبدالقيوم شملزى، وکيل حبيب الله خان، ملا عبدالسلام راکټي، خان خنډي خان، حاجي عبدالباري خان، حاجي محمد هاشم خان هوتک، ډاکټر زلمى زابلى، حميدالله خان توخى، حاجي عزيز الله خان ناصر .
    خبریالان : نثار احمد څپاند ، غبدالقیوم عاجز
    مدني فعالان : محبوب محبت ، روزي محمد زابلی
    4. په تيرو کلونو کې په ولایت کې شوې مهمې امنيتي پيښې.
    د خاک چوپان او ارغنداب ولسوالیو ته د داعش وسله والو راتګ او د وسله والو طالبانو لخوا د هغوي پرضد عملیات
    د داعش لخوا د لسګونو هزاه ګانو برمته کول .

    5. ځمکنی واکمني (څومره سیمه د حکومت او څومره نوره د طالبانو په لاس کې ده)
    کم شمیر ساحه د دولت په واک کي ده ډیره برخه له طالبانو سره ده

    6. د هغو ولسواليو نومونه چې د طالبانو د کنټرول لاندې دي
    شملزي، ارغنداب، خاكيران (خاك افغان، كاكړان) داى چوپان، ميزانه، شاجوى، ، اټغر، شينكۍ، نوبهار او سيوري

    7. په ولایت کې فعالې وسله والې ډلې (لکه داعش، طالبان، لشکرطیبه، القاعده او نور)
    طالبان داعش لښګرطیبه القاعده
    8. په ولایت کې د جګړې مهم سیمییز لاملونه (د وسله والو طالبانو او افغان حکومت جګړه )
    9. د امریکا او طالبانو لخوا له تړون وروسته امنيتي پيښې او نور بدلونونه
    د افغان امریکایی پوهنتون دوه بهرني استادان د حقاني شبکې د مشر په بدل کې د زابل په سیوري ولسوالۍ کي خوشي سول
    10. په ولایت کې د عامه خدماتو، روغتيايي او ښوونیز مرکزونو د فعالیت کچه

    ښوونه او روزنه:
    زابل ولايت د نورو ولايتونو په پرتله د ښوونې او روزنې له مخې لږ ټكنى دى، دغه ولايت چې په تېرو وچكالو كې خورا ځپلى شوى ، خلك يې مجبوره دي چې د خپلې كورنۍ لپاره نفقه لاس ته راوړي، دا چې په دغه ولايت كې د اوبو سطحه ټيټه ده، نو خلك مجبور دي، چې د هېواد د يو شمېر ولايتونو ترڅنګ، پاكستان، ايران او دوبۍ ته د مزدوريو لپاره ولاړ شي، همدغې چارې تر ډېره ښوونه او روزنه هم له ګواښ سره مخ كړې ده او بله دا چې دغه ولايت غرنى دى. په ځينو سيمو كې يې د ناامنۍ له كبله هم ښوونځي نشته او ماشومان يې له كورنيو سره په مال څرولو او د کرنې په چارو بوخت دي.
    د دې ولايت د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې ، په دې ولايت کې ټول ٢٣٦ ښوونځي دي، چې ٩٥ يې پرانيستي او ٤٥ زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي او نور يې د نا امنيو له امله تړل شوي دي.

    روغتیا زابل د یوشمېرلیرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي لاهم د خپلو ناروغانو ددرملنې لپاره اړ دي چې ساعتونه مزل ووهي او ځان مرکزکلات ته ورسوي..
    ددغه ولایت د ولسوالیو ۷۰ سلنه اوسېدونکي له دا ډول برخلیک سره مخامخ دي.
    ددغو ولسوالیو خلک په خپلو سیمو کې د روغتیا مرکزونو د نشتون له کبله تر پزې راغلي.
    ډېر کله د یوه ناروغ ددرملنې یا ژغورنې لپاره څو روغ کسان د سړک غاړې ماینونو کې مري، او یاهم د ترافیکې پېښو قرباني کیږي.
    ‘‘چارواکي وايی دوی د۳۰ سلنې اوسېدونکو لپاره روغتیایي اسانتیاوې په واک کې لرو په داسې حال کې چې په دغه ولایت کې څه باندې ۸۰۰۰۰۰ وګړي اوسېږي.’‘
    په زابل ولایت کې اوسمهال د یوه اتیا بستریز روغتون سربېره، ۲۱ روغتیایي مرکزونه شته، چې د چارواکو په خبره ددغه ولایت ۵۰ سلنه اوسېدونکو ته یې روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي.
    خاک افغان د زابل یوازینۍ ولسوالي ده چې په کې روغتیایي مرکز نه شته