ACLED-APW Report Tracking Disorder During Taliban Rule in Afghanistan

خلک

  • خوستوالو د جګړې له ښکېلو اړخونو د سولې غوښتنه وکړه.

    13 August 2020

    د روان زېږديز کال په د جولای پر اوه ويشتمه خوستي ولسونو د خوست ښار په مرکزي څلورلارې لاريون وکړ او په جګړه کې له ښکېلو لورو يې د اوربند او دايمي سولې راتلو لپاره يې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل غوښتنه وکړه، د دوی په خبره جګړې افغاني او اسلامي ټول ارزښتونه پيکه کړې دي، د ټولو ارزښتونو لو ګډ دی، نو د جګړې ښکېل اړخونه دې نور په دايمي اوربند هوکړه وکړي او مخامخ دې بین الافغاني خبرې پيل کړي.
    دغه سوله ييز لاريون د پاکستاني لوري څخه په کونړ، پکتيکا او خوست د توغنديزو بريدونو په تړاو توند غبرګون وښود، دوی په خپلو خبرو کې وويل، چې افغان حکومت او طالبان دې سوله وکړي، د سولې په راتلو سره زموږ ارزښتونه ژوندي کېږي او دوديز جوړښتونه مو د ارضي تماميت ساتنه کوي.
    لاریونوالو په خبره کې د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې هيڅ خنډ ورته د منلو نه دی او له ښکېلو اړخونو يې په ټينګه وغوښتل، چې نور افغان وژنې جګړې ته دلایل مه تراشئ او په سوله توافق وکړئ.
    له هغه وروسته، چې په قطر کې د امريکاء متخده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او ملابردار تر منځ د سولې هوکړه ليک لاسليک شو، چې له مخې به يې د افغان حکومت زر او د طالب زندانيانو پنځه زره تنه بنديان خوشي کېږي.
    که څه هم افغان حکومت د طالبانو تر څلورو زرو زیات بنديان له زندان څخه ازاد شوي دي، دا چې د څلورو سوو زندانيان خلاصون مشورتي جرګې تاييد کړ، نو داسې ښکاري، چې په لنډو ورځو کې به بین الافغاني مذاکرات مخامخ په قطر پيل او د جګړې شدت به کم شي.

  • kunduz .jpg

    د لویې مشورتي جرګې له پرېکړې د کندزیانو ملاتړ

    13 August 2020

    نن چهار شنبه د اسد ۲۲مه د کندز ولایت مقام کې د لویې مشورتي جرګې په ملاتړ، د کندز والي عبدالستار ميرزکوال، د دولتي ادارو رییسانو، دیني عالمانو، د ولایتي شورا وکیلانو، د ښځو د حقونو او مدني فعالانو، ځوانانو او د کندز اوسېدونکو په حضور کې ترسره شوه.
    محمد یوسف ایوبي د کندز د ولایتي شورا رییس چې د ناستې غړیتوب هم درلود، په غونډه کې وینا وکړه د کندز خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د دوامداره او باعزته سولې لپاره هڅې دوام لري.
    مولوي عبدالباقي، چې د دینې علماوو په استازیتوب په دې غونډه کې خبرې وکړې، په هېواد کې د شته ناامنیو او جګړو څخه اندېښنه څرګنده او وویل: “له بده مرغه په اوسني وضعیت کې دیني عالمان موخه ګرځي او زیان ویني.”
    نوموړی د دې سره چې دیني عالمان د سولې د خبرو او هڅو ملاتړ کوي چې وکولای شي هېواد ته تلپاتې سوله او ثبات راوړي. هغه زیاتوي چې خلک له جنګ جګړو ستړي شوي او نور نه غواړي په امنیتي مسایلو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
    عنایت الله خلیق د کندز ولایت یو تن مدني فعال د د لویې جرګې د څرنګوالي او پرېکړه‌لیک په اړه، خپل ملاتړ اعلان او ټینګار کوي، چې د سولې او هوساینې ترلاسه کېدلو لپاره، خلک باید ټول لاس په لاس ورکړي او ترلاسه‌کولو لپاره یې هڅه وکړي.
    په ورته وخت کې د کندز والي عبدالستار میرزکوال، د خلکو د ملاتړ څخه منننه وکړه، ویې ویل چې ټول هېوادوال، په خاصه توګه کندزیان د سولې د څرنګوالي او پلانونو څخه ملاتړ وکړي.
    د ښاغلي میرزکوال په وینا په څو وروستیو لسیزو کې په هېواد کې جګړې، چاودنې، ځانمرګي او ناامنیو شته، خلک له خاورو او وینو لړلي، چې نور خلک ستړي شوي او باید دې پديدې ته د پای ټکی کېښودل شي او خلک په سوله او هوساینه کې ژوند وکړي.
    د سولې لویه مشورتي غونډه د ۴۰۰ خطرناک طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره له ټول هېواد څخه د ۳۰۰۰ زره غړو په راټولېدلو جوړه شوه، چې د دریو ورځو په پای کې یو پرېکړه‌لیک خپور کړ، چې پر اساس یې د طالب بندیانو د خلاصون څرنګوالی او د سولې اړوند موضوعات راغلي دي.
    حبیب نجفي‌زاده/ په شمال کې د سوله‌څار خبریال

  • OIPTQ0M7DR3.jpg

    په بدخشان کې سوله‌ییز لاریوون ترسره شو

    12 August 2020

    بین الافغاني خبرې باید په هېواد کې سولې او ثبات ته د رسېدلو لپاره ترسره شي
    د بدخشان ولایت یو شمېر اوسېدونکي، د دې ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې د یوه سوله‌ییز لاریون پر مهال، د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې بین الافغاني مذاکراتو ته کېني، خلک نور له جګړو او تاوتریخوالي ستړي شوي دي.
    هغوی د ۱۳۹۹ هـ.ش کال د چنګاښ۱۸مه د چهارشنبې ورځ د سولې کاروان په همغږۍ دا لاریون ترسره کړی، ټینګار کوي، چې د ستونزو او امنیتي کړکېچونو څخه د وتلو یوازینۍ لاره د افغانانو ترمنځ خبرې اترې دي.
    ظهور الله شریفي د بدخشان ولایت د سولې کاروان مسوول وايي، چې دا لاریون د هېواد په نورو ولایتونو کې د (نور جنګ د څه لپاره) تر نامه لاندې ترسره شوی، چې خلک د سولې له پروسې څخه د ملاتړ لپاره وهڅول شي.
    د دې لاریون یو غړی محمد اسماعیل سامي وايي، که څه هم د سولې خبرو اترو هیلې رامنځته کړي، خو بیا هم ښاریان په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي په تړاو اندېښمن دي، نو له همدې امله د جګړې ښکېلې خواوې د خلکو اندېښنو ته پاملرنه ولري. وحیده توانا په بدخشان ولایت کې د سولې کاروان یون غړې، په لویو لارو کې د ناامنۍ یادونه وکړه، وايي، چې هره ورځ خلک په بېلابېلو پلمو د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري وژل کېږي، چې باید د دې ډول وژنو مخه ونیول شي. نوموړې په دې اړه، چې خلک د خبرو څخه په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات ملاتړ نه کوي، وویل:
    “دا د افغانستان د دولت دنده ده، چې سولې او هوساینې ته د رسېدلو لپاره زیاتې هڅې وکړي، ځکه دا د خلکو هیله ده.”
    جاوید مېریان د بدخشان ولایت اوسېدونکی د جګړې له اړخونو غواړي، که غوښتنې لري، د خبرو اترو په مېز کې یې دې مطرح کړي، نور جنګ جګړه د حل لار نه ده او په دې منځ کې یوازې ملکي او بېګناه وګړي قرباني کېږي او دا ډېره دردونکې مسئله ده.
    دا په داسې حال کې ده چې په بلخ ولایت کې د سولې غوښتونکي حرکت، د ېواد په شمال کې هم یوه ناسته د (نور جنګ د څه لپاره) ترسره کړې ده، چې له خلکو وغواړي، چې د سولې لپاره لستوڼي بډ وهي او د تحقق لپاره یې هڅه او هاند وکړي.

  • trible elder.jpg

    په هېواد کې دې جګړي پای ته ورسېږي

    11 August 2020

    د هرات ولایت ځینې علماء او د چارو کارپوهان وايي، لا هم په هېواد کې د جګړو او ترهګریزو بریدونو له امله بې‌ګنا انسانان وژل کېږي چې دا د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل او نور باید ترسره نشي.
    د دیني علماوو په خبره چې اوس د سولې خبري اترې ګړندۍ شوې، نو لازمه ده چې ټول لوري له دې فرصت څخه، د سولې رامنځته کېدلو لپاره، ګټه واخلي.
    ————
    قومي مشران: د طالبانو۴۰۰ بندیان دې خوشې شي