ACLED-APW Report Tracking Disorder During Taliban Rule in Afghanistan

پکتیکا

  • د پکتیکا ولایت اړوند معلومات

    6 July 2020

    د پکتيکا پېژندنه

    پکتيکا د هېواد سوېل ختيځ ته پروت ولايت دی، چې مېشتو وګړو يې د تاريخ په اوږدو کې د هېواد په جوړښت او دفاع کې ټاکونکې ونډه لرلې ده.
    د پکتيکا ولايت شمال او شمال لوېديځ ته غزني او د لوېديځ په يوه څنډه کې يې زابل او د ج د بلوچستان ايالت موقعيت لري. سوېل او سوېل لوېديځ ته له شمالي او سوېلي وزيرستان سره په کرښه پروت ولايت دی. دغه ولايت له مرکز کابل څخه ۲۱۰ کيلومتره واټن لري، چې په درېيمه درجه ولايتونو کې راځي.
    نوموړى ولايت له جنوبي پښتونخوا  سره ۳۶۰کيلومتره کرښه لري او مساحت يې۳۶۳۶۰ کيلومتره مربع دى.
    پکتيکا د جغرافيوي موقعيت له پلوه دعرض البلد ۳۱.۵۹ تر ۳۳.۴۲ او د طول البلد ۶۷.۸۱ تر ۶۹.۵۴ درجو موقعيت لري.
    دغه ولايت د اقليم له مخې، په اوړي کې تود وي او د حرارت درجه يې تر۳۵ سانتي ګريد پورې رسېږي او په ژمي کې يې هوا سړه وي، چې د حرارت درجه يې ان تر منفي ۱۰ – ۲۰ پورې هم رسېږي.
    ولسوالۍ:
    پکتيکا د اداري ويش له مخې، پر مرکز سربېره ١٩ ولسوالۍ لري، چې په دې ډول دي:
    مرکز ښرنه، مټاخان، يوسف خېل، يحي خېل، اومنه، سرروضه، زرغون شهر، جاني خېل، ګومل، سروبی، اورګون،  زيړوک،  نکه، ډيله خوشامند، وازه خواه، تروې، وړممۍ، برمل،  ګيان او ميشت.
    په دغه ولايت کې اکثريت پښتانه، خو په ځينو سيمو کې په کم شمېر تاجک هم مېشت دي. علي خېل، سلېمانخېل، خروټي، ځدراڼ، وزير، اندړ، اورګوني، سلېمانځي او دېګان يې مهشور قومونه دي.
    د کليو شمېر يې ۲۳۷۰ دی او دمرکز په ګډون يې هره ولسوالۍ قومي شورا لري.

    نا امنه ولسوالۍ: نکه، ګیان، ګومل، خوشامند، اومنه، که څه هم ولسوالي تعميرونه د امنيتي ځواکونو سره په واک کې دي، خو په دغو سیمو کې د وسله والو طالبانو حاکميت خورا پراخ دی.
    په تېرو کلونو کې تر ټولو دردوونکې پېښه د يحیی خېلو ولسوالي په وليبال کې چاودنې چې تر شلو زیاتو کسانو ژوند يې واخيست، همدارنګه د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې وروسته داسې لویه امنيتي پېښه رامنځ ته شوې نه ده، يواځې ځينو ځایونو کې وسله والو د ماينونو او لاسي بمونو په وسیله مرګ ژوبله رامنځ ته کړې ده.
    سياستوال: سلیمان لایق، نادر خان کټوازی، جنرال مومند کټوازی، حلیم فدایي، اصف ننګ، داود کټوازی، میرزا کټوازی، شیر بادشا ارګونی، خالد اسد، وکیل عزیز، شیر احمد فیضي، قیوم سادات، ثریا اکبري، عادله راز، شمیم کټوازی، قیوم کټوازی…
    خبريالان: اسحاق ارین، نسیم سوداګر، ضیاءالحق وزیر زوی، نبي ستوری، نبي زیارمل، عظمت کټوازی، اکبر راحل، خانزاده تراب، یعقوب منظور، خورشید امان کټوازی، بهاوال خان کټوازی، محمدالله همتیار….

     په ولايت کې وسله والې ډلې: په ولايت کې طالبان حاکميت لري، خو دا چې القاعده، لشکر طیبه ډلې هم کېدای شي، وخت ناوخته په پکتيکا ولايت کې خپل حضور څرګند کړي، خو په ظاهره دوی ټول د طالبانو د جنګياليو په نوم حضور لري.
    د جنګ لامل: پکتيکا ولايت د ستراتېژيک موقعيت له کبله د جنګ لامل شوی دی، هلته نه مخدره توکي کرکېله کېږي، نه قومي تعصبونه شتون لري، يواځينی لامل چې جګړه زیاته ده، وسله وال مرکزي ولايتونو ته په اسانۍ سره خپل وسله وال فعاليتونه غځوي. 

    پوهنه:
     که څه هم چې پکتيکا يو سرحدي ولايت دی او د پوهنې په برخه کې تخنيکي ستونزې لري؛ خو بيا هم په کې ټول ښوونځي پرانيستي دي.
    په دغه و لايت کې کابو ۳۴۴ ښوونځي شتون لري، چې ۱۴۲۰۳۴ زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دی، چې ۲۳۰۰۰ تنه زده کوونکي يې نجونې دي.
    په پکتيکا کې ۹۵۰ تنه رسمي او ۲۷۶۲ تنه اجير ښوونکي د تدريس  چارې پرمخ وړي.
    روغتيا: تر يوه بريده روغتيايي خدماتو ته لاسرسی شته، ولې په ټوله کې خلک روغتيايي خدماتو نه خلک رضايت نه لري او په هغه اندازه روغتيايي خدمات وړاندې شوي نه دي.