د پکتيا لنډه پېژندنه
پکتيا ولايت د افغانستان په سوېل ختيځ زون کې پروت غرنی ولايت دی، چې ټول مساحت يې ۱۶۸۶۲ کيلومتره مربع او د بحر له سطحې شاوخوا ۱۵۰۰ متره لوړ دی.
پکتيا ۱۳ لويې او وړې ولسوالۍ لري، ډېر اوسېدونکي يې په غرنيو ولسواليو کې ژوند کوي.
د رباني د حکومت پرمهال يې سرشمېرنه نږدې پنځه سوه زره شوې؛ خو په پکتيا کې دا مهال د روغتيايي او مرستندويه ادارو له لوري نا رسمي سرشمېرنې څرګندوي، چې پکې د نفوسو شمېر تر يونيم ميلون پورې رسېږي.
پکتيا اوږده تاريخي سلسله لري، د پخوانيو اريايانو مرکز ګڼل شوی او په تاريخي کتابونو کې راغلي، چې ټول پښتانه په هغه وخت کې له دې ځايه نورو سيمو ته کوچېدلي او ځای پر ځای شوي دي.
ولسوالۍ:
پکتيا شپاړس اداري واحدونه لري،چې يو مرکز او ديارلس ولسوالۍ دي. احمداباد، سيدکرم، ميرزکه، احمدخېل، ځاځي اريوب، لجه منګل، جانخېل، څمکني، ډنډې پټان، شواک، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ، زرمت، يې ولسوالۍ دي، چې احمداباد او سيدکرم يې په هواره ځمکه او پاتې نورې يې په غرنيو سيمو کې پرتې دي.
پوهنه:
دا مهال په پکتيا کې ۳۴۰ ښوونځي او بېلابېلې ښوونيزې ادراې شته، چې په کې ۸ ديني مدرسې، يوه ميخانيکي، يوه د کرنې مسلکي لېسه او يو کثيرالرشتوي انسټيټيوټ شامل دي، چې ۱۸۰۰۰۰ زره زدکونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۴۵۰۰۰ تنه يې نجونې دي.
په پکتيا کې له ۳۴۰ ښوونځيو څخه ېې ۱۶۹ ښوونځي ودانۍ نه لري. پکتيا له پنځو څانګو سره يو دارالمعلمين او يو پوهنتون هم لري.
روغتيتا: د روغتيا په برخه کې هم ځينې ستونزې شته، روغتيايي خدمات قانع کوونکې نه دي، ولې په ټوله ولسواليو کې روغتيايي کلنيکونه شتون لري.