ACLED-APW Report Tracking Disorder During Taliban Rule in Afghanistan

لوګر

  • د لوګر ولایت اړوند معلومات

    6 July 2020

    د لوګر پېژندنه

    لوګر د کابل سوېل ته په ۶۵ کیلومترۍ کې پروت ولایت دى، چې شمال ته یې کابل، سوېل ته یې پکتیا، ختیځ ته یې ننګرهار، او لوېدیځ ته یې د میدان وردګو ولایتونه او د غزني ولایت یوه څنډه هم پرته ده.دغه ولایت ۴۵۶۸۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري، چې په کې پښتانه، تاجک او هزاره وګړي ميشت دي.
    لوګر په پخوانیو دورو کی د لوی غر په نامه هم یادېده. لوګر تر ۱۳۴۳ لمريز کاله پورې په کابل ولایت پورې اړونده سیمه وه؛ خو په همدې کال یو جلا ولایت شو.

    ولسوالۍ:
    لوګر شپږ ولسوالۍ او یو مرکز لري. پل علم یې مرکز او محمد آغه، څرخ، خروار، برکی برک، خوښۍ او ازره یې ولسوالۍ دي. مهم په کې میشت قومونه یې احمدزي، ستانکزي، عبدالرحیمزي، تاجکان، خواجګان، ناصر، وردګ ، مسعود ، وزیر ، نایب خیل، اورمړ او کوچیان دي.
    سیاسي فعالان حاجي محمد اکبر ستانکزی
    شکيلا هاشمي
    حاجي علي محمد شهيدي
    انجينرصاحب خان
    خبريالان مطیع سرور، سيدآغا حکمي، نورالله ستا نکزی، خان ولي احمدزی
    مدني فعالان
    موسی محمودي
    احسان الله حميدي
    ميرویس سباوون
    محمد اکرم تبسم

    پوهنه:
    په لوګر کې په تيرو څو کلونو کې د پوهنې بهیر خورا وده کړې او اوس د پخوا په پرتله ډېری خلک خپل ماشومان ښوونځیو ته استوي.
    په دې ولایت کې ټولټال ۲۵۹ ښوونځي شته، چې ۶۷ ليسې، ۷۳ منځني او پاتې نور یې لومړني ښوونځي دي.
    په لوګر کې دمګړۍ ۱۳۳۸۵۵ زده کوونکي په ښوونځیو کې په زده کړه بوخت دي، چې ۴۰۸۳۶ نجونې دي. پر ښوونځيو سربيره ۱۹ دیني مرکزونه هم لري، چې یو دارالعلوم، ۳ دارالحفاظه او پاتې نور یې دیني مدرسې دي، چې ۳۱۵۳ تنه په کې په زده کړو بوخت دي. درې تخنیکي او مسلکي ليسې او دوه خصوصي ښوونځي هم په کې فعالیت کوي. .

    کرنه:
    لوګر یو کرنیز ولایت دی، چې د خلکو اتیا سلنه اقتصاد په کرنې ولاړ دی.
    ځمکوال او بزګر هر کال په دې ولایت کې له ۵۱۵۰۰ جريبه اوبيزې او ۳۴۳۰۰ للمي ځمکې څخه په زرګونه ټنه کرنيز حاصلات راټولوي.
    په لوګر کې هر کال په زرګونه ټنه غنم، جوار، لوبیا، اوربشې، ډول ډول سابه او نور کيږي، چې په لوګر سربيره کابل، پکتیا او خوست ولایتونو ته هم استول کيږي.
    دغه راز په لوګر کې رنګارنګ ميوې ( مڼې،انګور، زردالو، بادام ) هم کيږي، چې په ۳۲۲۷ هکتاره یې بوټي کرل شوي او هر کال ترې بڼوال حاصلات تر لاسه کوي. لوګر تر اوسه فارمونه نه لري.