ACLED-APW Report Tracking Disorder During Taliban Rule in Afghanistan

هرات

  • د هرات ولایت اړوند معلومات

    6 July 2020

    د ولایت عمومي پيژندنه (هرات)
    هرات د هېواد په لوېديځ کې پروت هغه ولایت دی چې د عرض البلد ٦٣ او طول البلد ٤٣ په کرښه کې پروت دى.
    د هرات شمال ته بادغيس او ترکمنستان، سوېل ته يې فراه ، ختيځ ته يې د غور ولايت او لوېديځ ته يې د ايران جمهوريت پروت دي. د هرات د وګړو نفوس ویل کیږې نیږدې درې ملیونه دي خو دا آټکل دی دقیقه شمیره نشته. او مساحت يې 55868,53 کيلومتره مربع دی.
    هرات يو لرغونی او تاريخي ښار دی، چې په تاريخ کې په بېلابېلو نومونو ياد شوی او د اسلام يو ستر مرکز هم پاتې شوی دی.
    هرات په ۱۵ نايحو او ۱۸ ولسواليو وېشل شوی . شينډنډ،انجيل، غوريان، ګذره، پښتون زرغون، اوبه، کرخ، کشک، ګلران، کهسان، زنده جان، ادرسکن کشک کهنه، فارسی، زاول، زیرکوه، کوه زور چشت شريف ولسوالۍ يې دي.
    مهم قومونه: پښتانه، تاجک، هزاره، ترکمن، ازبک او ايماق دی. په يوولس سرحدي ولسواليو کې يې د پښتنو نفوس زيات ده د هرات اکثریت اوسیدونکي پښتانه دي خو ډیر یې پښتو خبري نشي کولاي..
    اوسنی سياسي، اقتصادي او امنيتي حالت.
    امنیتي وضعیت : د هرات ولایت امنیتي وضعیت تر ډیره بریده د نورو ولایتونو په پرتله ښه دی خو په ولسوالیو کي بیا نا امني شته طالبان ډیر حضور لري په ښار کي ترور پيښي، جناېې جرمونه هم ډیر دي په ټولیز ډول وضعیت ډیر بد نه دی خو ډیر ښه یې هم نشوو ویلاې ځکه په ولسوالیو کي د طالبانو واک چلیږې)
    اقتصادي وضعیت: د هرت اقتصادي ښه دی د اسلام کلا او تورغنډۍ بندرونه پرې را خلاص دي لوې صنعتي ښارګوټی شته او هرات یو سوداګریز ولایت دی خو اوس وضعیت په ټول هیواد کي د اقصتادي پلوه کړکیچن دی هرات هم له دې اړخه مثتثنی نه دی خو بیاهم د خلګو ژوند تر ډیرو نورو ولایتونو ځکه ښه دی چې هرت سو سوداګریز ولایت دی) د ولایت مطرحې سیاسي څيرې، خبریالان او فعالان.
    (هرات کي تر ۱۵ پورې سیمیز ټلویزیونونه تر ۲۲ پورې اف ام سیمیزې راډیوګاني شته د کابل وروسته رسنۍ پکې خورا زیاتي دي فرهنګي کارونه یې ډیر دي زیات خبریالان او مدني ټولنې تر کابل وروسته شتون لري یو لوې فرهنګي ولایت دي چي د افغانستان په کچه یې ساری نشته) په تيرو کلونو کې په ولایت کې شوې مهمې امنيتي پيښې
    (وژنې، جګړۍ، چاودني د یوشمیر ولسوالیو مقطعې سقوط هغه موارد وه چي په هرات کي رامینځ ته شوې خو د طالبانو د دو ډلو لمړنی موجودیت او د ډیرو پښتنو مرګ ژوبله په بیلابیلو نومونو د قومي مشرانو ترور هغه موارد دي چي هرت کي مهم موضوعات وه)
    مکنی واکمني (څومره سیمه د حکومت او څومره نوره د طالبانو په لاس کې ده
    (د ولسوالیو مرکزونه او د ښار پرته نورو سیمو کي طالبان که موجود نه دي خو خبره یې چلیږې دلته هم د نورو وایتونو په شان طالبان له واک او زور څخه برخمن دي خو حکومت هم دلته پیاوړی دي)
    پښتون زرغون، زیرکوه، شینډنډ، ګلران، زاول، د هغو ولسواليو نومونه چې د طالبانو د کنټرول لاندې دي او د طالبانو نفوس پکې د نورو ولسوالیو په تناسب ډیر دی. په ولایت کې فعالې وسله والې ډلې (لکه داعش، طالبان، لشکرطیبه، القاعده او نور)
    ( هرات کي د طالبانو ډله هیبت الله اړونده او یولږ هم د ملارسول ډلې طالبان شته نورې وړي خپل سرې ډلې شته خو واک د طالبانو سره دی)
    په ولایت کې د جګړې مهم سیمییز لاملونه (هرات د مخدره توکیو د ترانزیټ لار ده قاچاقبر او طالبان پکې د مخدره توکیو انتقال کوي او ځان ته ګټې لري خو په هرات کي جګړه عمومي ده خو پښتانه دلته ځکه ډیر په جګړي کي ښکیل دي چي د کلونو را په دې خواه ورته په دویمه سترګه کتل کیږې نو ځکه هغوې ځانونه د حکومت څخه لري او حکومت خپل نه بولي جګړي په پښتون میشته ولسوالیو کي دي)
    د امریکا او طالبانو لخوا له تړون وروسته امنيتي پيښې او نور بدلونونه:
    د تړون وروسته په هرات کي جګړي کمې شوې او خلګ سولې ته هیله مند دي خو بیا هم اوس په ولسوالیو کي جګړي شته اما په ټولیز ډول د هرات امنیتي وضعیت نسبتآ مناسب دی ډیري پښيي پکې امنیتي نشته خو جناېې بیا شته.
    په ولایت کې د عامه خدماتو، روغتيايي او ښوونیز مرکزونو د فعالیت کچه.
    هرات کي تر بل هر ولایت د صحي، تعلیمي او روغتیاېې خدماتو لړۍ مثبته او چټکه ده دلته د پوهنتون د نجونو شمیر او آند په کانکور کي زیات دی یعنې هرات هغه ولایت دی چې تعلیم، فرهنګ او صحت پکې ښه دي هم په مرکز او هم ولسوالیو کي.