ACLED-APW Report Tracking Disorder During Taliban Rule in Afghanistan

غور

  • د غور ولایت اړوند معلومات

    6 July 2020

    د ولایت عمومي پيژندنه (غور)
    د غور ولايت پېژندنه غور د هیواد مرکزي ولایتونو څخه دی، دکابل په ٤٨٠کيلومترۍ او د هرات، بادغيس، فارياب، سرپل، اروزګان، هلمند، فراه او باميانو ولايتونو په ګاونډ کې پروت دى.
    غور يو غرنى ولايت بلل کیږې چې د جغرافيوي موقعيت له اړخه د شمال عرض البلد په ٣١ درجو او ٣٤ دقيقو کې او د ختيځ طول البلد په ٢٥ درجو او ٦٥ دقيقو کې موقعيت لري او دسمندر له کچې ٢٢٥٠ متره لوړوالى لري. د غور ولايت مساحت ٣٨٦٠٠ زره کيلومتره مربع ته رسېږي ، چې د وګړو اټکلي شمېر يې ٣٦٦ زره تن دى.
    غور ولايت د مرکز په ګډون ١٠ اداري واحدونه لري ، چې مرکز يې د چغچران ښار او ولسوالۍ يې له تيوره ، تولک ،ساغر، پسابند، دولينه ،شهرک، دولتيار، چهار سده او لعل وسر جنګل څخه عبارت دي.
    مهم قومونه: غوریان، تاجیک پښتانه هزاره اکثریت اوسیدونکي تاجیک پښتانه او هزاره دي.
    اوسنی سياسي، اقتصادي او امنيتي حالت.
    امنیتي وضعیت : د غور ولایت امنیتي وضعیت ډیر خراب دی ځکه هلته طالبان، خپل سري ډلې، داعش او ډیر نور سر زوري او جنګ سالاران شتون لري خو طالبان یې مهم زور او واک لري.
    ولسوالۍ یې تر ډیره نا امنه دي مرکزونو پرته طالبان حاکم دی او لاهم پکې جنګسالاري او زور واکي خپل اوج کي روانه ده.
    اقتصادي وضعیت: د غور ولایت خلګ د افغانستان په کچه بیوزله خلګ دي هلته اقتصادي وضعیت کړکیچن ډیر خلګ یې ایران ته د مزدورۍ په موخه ځي د غور خلګ ډیر مالداري لري پاخه سړکونه ډیر کم بریښنا نلري په ټولیز ډول یو بیوزله ولایت دی د ولایت مطرحې سیاسي څيرې، خبریالان او فعالان.
    غور ولایت کي ملي ټلویزون، سرحد راډیو، د جام مجله کتابتون او یوشمیر ټولني شته لکه د غوریانو ټولنه خو فرهنګي فعالیتونه پکې لا ډیر نه دي غوړیدلې. په تيرو کلونو کې په ولایت کې شوې مهمې امنيتي پيښې
    (وژنې، جګړۍ، چاودني د یوشمیر ولسوالیو مقطعې سقوط هغه موارد وه چي په غور کي کي رامینځ ته شوې خو د طالبانو ترڅنګ داعش هم په غور کي شته او مهمه خو لا دا چي ډیرې خپل سري ډلې زور واکي او جنګسالاران موجود دي)
    مکنی واکمني (څومره سیمه د حکومت او څومره نوره د طالبانو په لاس کې ده
    د غور په مرکز کي هم طالبان فعالیتونه کوي ټولنې ولسوالۍ د مرکزونو پرته د طالبانو تر تهدید او واک لاندي دي هلته د طالبانو زور حاکم دی او خلګ طالبانو ته ورځي که ووایوو نو غور هغه نا امنه ولایت دی چې د حکومت حاکمیت پکې ډیر کم بلل کیږې. په ولایت کې فعالې وسله والې ډلې (لکه داعش، طالبان، لشکرطیبه، القاعده او نور)
    ( غورکي د طالبانو ډله هیبت الله اړونده او یولږ هم د ملارسول ډلې طالبان شته خپل سري ډلې بیخي زیاتي دي داعش پلوه کسان هم پکې شته.
    په ولایت کې د جګړې مهم سیمییز لاملونه (د طالبانو ترڅنګ جنګسالاري، د جمعیت او حزب اسلامي زورزیاتی، قومندانان ټوپک سالاري او قومي جوړښت داسې دی چې قبیلې لا واک لري او سره جنګیږې)
    د امریکا او طالبانو لخوا له تړون وروسته امنيتي پيښې او نور بدلونونه:
    د تړون وروسته په غور کي جګړي کمې شوې او خلګ سولې ته هیله مند دي خو بیا هم اوس په ولسوالیو کي جګړي شته.
    په ولایت کې د عامه خدماتو، روغتيايي او ښوونیز مرکزونو د فعالیت کچه.
    غور یو غریب بیوزله، بیچاره ولایت دی غرنی هم تر حد ډیر دی خدمات هلته تر حد ډیر محدود او ټنکي دي نو ځکه خو ښوونځي شته په مرکز او ولسوالیو کي نجوني ډیرې وړي د ښونځیو څخه ایستل کیږې خلګ د امنیت ډاډ نلرې او مجموعآ صحي خدمات یې هم صفر سره ضرب وبولې.