ACLED-APW Report Tracking Disorder During Taliban Rule in Afghanistan

بادغیس

  • د بادغیس ولایت اړوند معلومات

    6 July 2020

    د ولایت عمومي پيژندنه (بادغیس)
    بادغیس د هېواد د شمال لوېديځو ولايتونو په ډله کې راځي او مرکز یې د قلعه نو ښار دی.
    دغه ولايت لوېديځ ته له هرات، ختيځ ته له فارياب، سوېل ته له غور ولایتونو او شمال ته د ترکمنستان له هېواد او سره ګډې پولې لري.
    دغه ولایت مساحت ۲۳۰۰۰ کيلومتره مربع دی او شپږ ولسوالۍ لري، د وګړو شمېر يې ۴۳۹۵۰۰ تنه ښودل شوی دی.
    د بادغيس ولايت د دغه ولايت د مرکز په ګډون۷ اداري واحدونه لري: قلعه نو اب کمري، جوند، مقر، قادس او مرغاب ولسوالۍ دي.
    مهم قومونه: پښتانه، تاجیک ازبک هزاره اکثریت اوسیدونکي پښتانه او تاجیک دي.
    اوسنی اقتصادي او امنيتي حالت.
    امنیتي وضعیت : د بادغیس ولایت امنیتي وضعیت خراب دی هلته طالبان نفوس لري د لویو ولسوالیو لارې بیخي د مرکز سره پر دولتي افرادو تړلې، بادغیس کي طالبان د پوره حاکمیت څخه برخمن دي د بادغیس جنګ ډیر پښتانه تر سره کوي.
    د طالبانو ورهاخو د غور په شان یوشمیر جنګسالاران هم شته خو که دقیق ووایو نو بادغیس کي د طالبانو حاکمیت اول بیا دولت دي.
    اقتصادي وضعیت: د دغه ولايت اقتصاد پر زراعت ولاړ دى. کرنه يې ډېره للمينه ده کرنيز حاصلات يې: پستي، غنم، جوار، نخود، زيره کونځلې، هندواڼې، خټکي او نور دي.
    د دې سيمې خلکو دويم کسب مالداري ده د بادغيس د زيارايستونکو خلکو يو بل کسب د غاليو اوبدل دي. د ولایت مطرحې سیاسي څيرې، خبریالان او فعالان.
    خنظله بادغيسي،فضل‌احمد پیمان، سمنبو بادغيسي، معلم نېک محمد خان، احمد بن عبدالله خجستاني، ابوبکر، وسيمه، بسم الله بسمل، عرفاق، سمنگوبادغيسي ېې مشاهیر دي
    په بادغيس کې له دولتي تلويزيون پرته چې ملي او او سيمه ييز پروګرامونه خپروي، صداې بادغیس او دغه راز د حنظله په نوم يوه راډيو هم خپرونې لري.
    د “بادغيس اينې” په نوم يوه مياشتنۍ چاپي خپرونې هم په دې وروستيو کې خپل فعاليت پيل کړى دى او بادغیس فلم هم شهرت لري. د مشعل هدايت مياشتنۍ، د بادغيس ولايت د علماو شورا نشريه، د صداى بادغيس مياشتنۍ او د ښځو د خورشيد مجله خپل فعاليت پر مخ وړي.
    بادغيس ويباسايټ هم لري، چې د بادغيس ولايت د ګڼو فرهنګيانو له لوري جوړ شوى دى.
    په تيرو کلونو کې په ولایت کې شوې مهمې امنيتي پيښې
    (وژنې، جګړۍ، چاودني د یوشمیر ولسوالیو سقوط هغه موارد وه چي په بادغیس کي کي رامینځ ته شوې خو طالبانو هلته سختي جګړي تر سره کړي په ورستیو کلونو کي هلته ډیر کسان وژل شوې لاهم هلته جګړه روانه ده د جګړي اصلي لامل په بادغیس کي د طالبانو او پښتنو پراخ نفوس دی)
    ځمکنی واکمني (څومره سیمه د حکومت او څومره نوره د طالبانو په لاس کې ده
    په بادغیس کي په ټولو ولسوالیو کي حکومت شته خو حکمیت یې یواځې په خپلو مرکزونو کي دی حتې په قلعه نو ښار کي هم طالبان لیدل کیږې په ټولو ولسوالیو کي طالبان ولسوالان او مرکزونه قضا او څارنوالۍ لري خلک ورځي په بادغیس کي د طالبانو حاکمیت پیاوړی دی په ولایت کې فعالې وسله والې ډلې (لکه داعش، طالبان، لشکرطیبه، القاعده او نور)
    په بادغیس کي طالبان او یوشمیر جنګسالاران شته خو زور د حکومت او طالبانو سره دی.
    د امریکا او طالبانو لخوا له تړون وروسته امنيتي پيښې او نور بدلونونه:
    د تړون وروسته په بادغیس کي جګړي کمې شوې او خلګ سولې ته هیله مند دي خو بیا هم اوس په ولسوالیو کي جګړي شته لکه بالامرغاب.
    په ولایت کې د عامه خدماتو، روغتيايي او ښوونیز مرکزونو د فعالیت کچه.
    بادغیس یو غریب بیوزله، بیچاره ولایت دی غرنی هم دی خدمات هلته محدود او ټنکي دي نو ځکه خو ښوونځي شته په مرکز او ولسوالیو کي نجوني ډیرې وړي د ښونځیو څخه ایستل کیږې خلګ د امنیت ډاډ نلرې او مجموعآ صحي خدمات یې هم محدود دي خو د بادغیس د خلګو وضعیت په غرب زون کي تر هرات او فراه په دویمه درجه کي ښه دی.