ACLED-APW Report Tracking Disorder During Taliban Rule in Afghanistan

ارټیکل پښتو

  • apw woman photos.jpg

    د طالبانو د تیارې دورې له بیرته راګرځیدو څخه د ښځو اندیښنه

    11 August 2020

    طالبانو د خپل حاکمیت په دوران کې له دین څخه د بنسټپاله تفسیر په کارولو سره، د ښځو مقام په ناسم ډول انځور کړی. په ټیټه کچه ژوند کول، د بشري حقونو تر پښو لاندې کول او د منځنیو پیړیو تیاره دورې ته بیرته راګرځیدل، په افغانستان کی د طالبانو د حاکمیت د تورې دورې ښکاره بیلګې بلل کیږي. افغانو میرمنو د طالبانو د حاکمیت پر مهال خپل لومړني انساني حقونه له لاسه ورکړل، د ښځو مقام د یوه خپلواک انسان په توګه تر پښو لاندې شو او میرمنې د دوهم جنس په توګه د نارینه وو د مالکیت او واک تر چتر لاندې شپې او ورځې تیرې کړې. همدارنګه د طالبانو د اسلامي امارت د حاکمیت په دوران کې افغانو میرمنو خپل ټول هغه بنسټیز حقونه او خپلواکي چې له پخوانیو رژیمونو سره یې په مبارزه کې ترلاسه کړي ول، له لاسه ورکړل.
    د طالبانو په دوران کې د افغانو میرمنو د کړکیچن ژوند انځور لاتر اوسه هم د دې هیواد د کړیدلو میرمنو په ذهن کې شتون لري. طالبانو د دې دریځ په غوره کولو سره چې ښځې يې څنډې ته کړې او پرته له هر ډول قید او شرط څخه یې نوموړې وټکولې، په حقیقت کې د افغانو میرمنو پر وړاندې تر ټولو ستره جفا او خیانت ترسره کړی دی. او د حکومتي امکاناتو او دیني ارشاداتو په ګټه اخیستنې سره پر دې وتوانیدل چې افغان میرمنې له خپلو حقونو بې برخې کړي او هغوی وټکوي. همدارنګه داسې موارد هم ترسترګو شوي چې پرته د باصلاحیته محکمې له حکم څخه ‎ښځې د کوچنیو انساني تیروتنو په خاطر په عام مظهر کې ووژل شي.
    د طالبانو د حاکمتي په دوره کې ښځې په ټولنه کې له حضور څخه منع شوې او په کورونو کی زنداني شوې، د نوموړو لپاره په حکومت کې ځای نه وه او هغوی دا حق نه درلود چې ښوونځي ته ولاړې شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او یا هم پرته له شرعي محرم څخه له خپلو کورونو څخه بهر شي. همدارنګه له ښځو د حجاب د انتخاب حق هم واخیستل شو او آن کله به چې د نوموړو غژ له کور څخه بهر واوریدل شو، نو د طالبانو د چارواکو له لورې به د کیبل په واسطه وهل او ټکول کیدې.
    د دا ډول ویره اچوونکی ژوند انځورول د یوه داسې نوي نسل لپاره چې د طالبانو له حاکمیت څخه وروسته رامنځته شوی، نه یواځې د تصور وړ ندی، بلکه د نوموړو په زړونو کې لازیاته ویره اچوي.
    د نړیوال ملاتړ لرونکی اوسنی حکومت تر حاکمیت لاندې سیمو کې، نوی نسل تر یوه حده له لومړنیو حقونو او خپلواکیو څخه برخمن شوی دی. نجونې ښوونځي ته ځي او لوړې زده کړې کوي، میرمنې د کار او سفر حق لري، د یوه خپلواکه ژوند لپاره هڅې کوي، په دولتي ادارو کې د میرمنو شتون او ونډې تر بل هروخته پراختیا موندلی او نوموړې د برابري او خپلواکي لپاره مبارزه کوي.
    دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلو تر کنټرول لاندې سیمو کې لاتر اوسه د ښځو پر وړاندې په خپلو پخوانیو کړنلارو کې هیڅ دول بدلون ندی راوړی.
    د سولې د خبرو اترو په درشل کې او دا چې طالبان به په قدرت کې شریک شي، د ځوان نسل په منځ کې دا اندیښنې زیاته شوې چې ګواکی نوموړې به د طالبانو د حاکمیت پر مهال د ښځو له ورته برخه لیک سره مخ شي. همداراز دا اندیښنه هم شتون لري چې آیا د طالبانو ارتجاعي ډله به له دې وړتیا څخه برخمنه وي چې په هیواد کښې د ښځو د نوی ژوند له شرایطو او آرمانو سره چې نوموړو یې په لاره کې کلونه مبارزه کړې، هوکړه وکړي یا نه. او یا دا چې طالبان څرنګه کولای شي چې د ښځو د مشروع او انساني غوښتنو پر وړاندې هوکړه وکړي او یا هم دا چې آیا داسې ډاډ او تضمین شتون لري چې طالبان بیاځلي د وهلو ټکولو، کیبل او وژنو کړنلارو ته مخه نکړي.
    سوله او هراړخیزه سوکالۍ د افغانانو له سترو آرمانونو څخه بلل کیږي. د تیرو لسیزو په جګړو کې افغانو میرمنو تر ټولو زیات تاوان ګاللی دی او د ستونزو دروند بار د نوموړو پر اوږو ایښودل شوی دی. د طالبان د حاکمیت له تیارې دورې څخه وروسته، د کلونو په اوږدو کې، لاهم د نوموړو تر حاکمیت لاندې سیمو کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کیږي او د طالبانو مرتجع ځواکونه لاهم له ښځو قرباني اخلي. په ځینو مواردو کې مو ولیدل چې د ښځو د صحرایي محکمې انځورنو خپاره شول او همدارنګه د نوموړو د حاکمیت په سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښې پرته له دې چې د رسنیو له لورې خپرې شي، پټې پاتې کیږي.
    نن افغانی میرمنې له پراخو اندیښنو سره مخ دي. نوموړې نور نشي کولای د جګړې او تاوتریخوالي دوام وزغمي او نه هم دې ته چمتو دي چې انساني حقونه او خپلواکي یې د طالبانو له لورې قرباني شي.
    افغانو میرمنو د ټولنې د ټولو سختو او سنتي شرایط په منلو سره، د برابري، د زده کړې د حق، د حجاب د انتخاب د حق، د ماشومانو د سرپرستي د حق، د طلاق دحق، د جنین د سقط د حق او د خپلواکه ژوند د حق په لاره کې خپلو مبارزو او سرښندنو ته دوام ورکوي او نور نه غواړي د قربانیانو په توګه د نوموړو انساني حقونو د سولې په خبرو اترو کې د طالباني تفکر په ګټه له پامه وغورځول شي.
    طالبانو د تیرو دوه لسیزو په دوران کې د ظالمانه تاریخ او کړنلارو په لرلو سره، د هیواد وګړي په بیوزلۍ او بدبختۍ کې ساتلي او په بیلابیلو ډولونو یې په قتل رسولې دي او د هغوی انساني حقونه یې تر پښو لاندې کړي. یادې ډلې د ښځو پر وړاندې نه بښونکی تاوتریخوالی ترسره کړی. اوس د خپلو سترو تیروتنو د جبران لپاره د نوموړې ډلې د مشرانو وار دی چې دی سولې او خوندي ژوند لاره غوره کړي او د افغانانو د راتلونکي ژوند په هکله خپل نیت څرګند کړي او دې ته اجازه ورنکړي چې د پخوا په څیر د هیوادوالو انساني او انفرادي حقونو او خپلواکي د تاوتریخوالي قرباني شي.

  • موږ له سولې نه ډاريږو، ذبیح الله مجاهد

    5 July 2020

    د افغان سوله څار لخوا د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهده سره مرکه:

    د افغان سولې په اړه پوښتنې:

    ۱- آیا په افغانستان کې سوله شونې ده؟
    ــ ځواب: بلې! سوله شونې ده، که ټول اړخونه کلکه اراده ولري، د افغان ولس له هیلو سره سم اسلامي حاکمیت ته
    تن ورکړي، د ملت د آرمانونو، باورونو او ارزښتونو په مقابل کې ونه دریږي، سوله بالکل ممکنه حتی نیږدې ده.

    ۲- د افغان سولې لپاره ستاسې پلان څه دی؟ (لنډ ېې واضح کړئ)
    ــ ځواب: په لویه کې زموږ پلان دادی چې افغانان په بین الافغاني مذاکراتو کې د هیواد لوړې ګټې او اسلامي تشخص مد نظر ونیسي، یو له بل سره توافقاتوته ورسیږو، موږ د دوحې د تړون په متن کې په همدې پروسه ټينګار کړی، که موږ په یوه واحد اسلامي حکومت توافق ته ورسیږو، او سولې ته فرصت ورکړو، بیلابیل واړه واړه مسائل د وخت په تیریدو سره پخپله حل کیږي، هم به نظام مستحکم شي، هم به مستقل امنیتي ځواک ولرو، هم به اقتصاد وده وکړي او هم به د کرکو او نفرتونو ګراف ورو ورو ټيټ شي.
    نو باید ټول افغان جهتونه سره کینې، بین الافغاني مذاکرات په صداقت سره وشي، چې د افغان میړني ولس قربانیو او ستړیوته په کتلو د اسلام د مقدس دین د ټولو احکامونو په منلو سره یوه نتیجه تر لاسه شي.ان شاءالله

    ۳- څوک د سولې پروسه ګواښووي او ولې؟ ګټې ېې په کې څه دي؟
    ــ ځواب: تر اوسه موږ ته داسې ښکاري چې د کابل په اداره کې ځينې اشخاص شته چې سوله راتلل نه غواړي، ځکه هغوی د اشغال ترڅنګ په جګړه کې رشد کړی، اقتصاد يې پيدا کړی، په چوکیو اوسیدلي که سوله، ازادۍ، استقلال، خصوصا اسلامي حاکمیت راځي، خپل منافع په خطر کې ویني نو يې سر له اوسه په مختلفو بهانو د مخالفت غږ اوریدل کیږي، داچې نن د دوحې د توافقنامې نیږدې ۴ میاشتې پوره کیږي، خو بیا هم هغه بین الافغاني مذاکراتوته فرصت نه دی ورکړل شوی چې باید د تړون له لاسلیک څخه وروسته په لسو ورځو کې پيل شوې وای، دا پخپله جوتوي چې خنډ اچونکي اړخ سوله ګواښي.

    ۴- د افغانانو او افغانستان لپاره څه غواړئ؟
    ــ ځواب: هر ملت حق لري چې له خپلو دیني، ملي او کلتوري ارزښتونو سره سم ژوند وکړي، موږ وایو چې د افغانستان د ملت لپاره دې هم دا حق په رسمیت وپیژندل شي. د دې وطن تقریبا سل فیصده خلک مسلمانان دي، نو باید اسلامي نظام ولري، زموږ په نظر په وروستیو لسیزو کې دلته د نزاع یو لوی لامل دا دی چې بهرني لاسونه غواړي زموږ په خلکو هغه څه تحمیل کړي، چې زموږ له دیني او کلتوري اصالت سره اړخ نه لګوي.
    نو موږ د افغانانو او افغانستان لپاره آزادي اسلامي حاکمیت او ريښتوني او کامله خپلواکۍ غواړو. ترڅو مو د مؤمن ولس هیلې پوره شوې، عزت ورسره خوندي شي، بیت المال په امن کې شي او هم غریب او خوار ملت ته خپل حق ورسیږي، هیواد ودان شي او ټول ملت يې په آبادۍ کې سهم ولري.

    ۵- له سولې وروسته افغانستان به څنګه ښکاري؟
    ــ ځواب: طبعا افغانستان له مختلفو اړخونو ډير تفاوت کړی، موږ فکر کوو که دلته امنیت ټینګ شي، اشغال او جنګ پای ته ورسیږي، هر افغان د آبادۍ ځانګړی احساس لري، نو په ډير کم وخت کې به یو مرفه او آباد افغانستان ووینو، ان شاءالله

    ۶- تاسې یوه لسیزه وروسته افغانستان څنګه وينئ؟
    ــ ځواب: ان شاءالله راتلونکی لسیزه به د افغانستان د آبادۍ، او پرمختګ کلونه وي، راتلونکي لسیزه به افغانان په واقعي معنا د خپلواک هويت، او نیک تشخص خاوندان وي، ځکه ټولو اړخونو له تیر څخه ښه تجربه اخیستې، د سیمې هیوادونو ته هم د افغانستان امنیت مهم دی، نو هیله کیږي چې د مداخلو مخه ونیول شي، او د صالحې رهبري په راتګ سره د افغانستان خپل عواید، معادن او نور اقتصادي منابع احیا شي او ښه استفاده ترې وشي.

    ۷- تاسې له سولې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو د نظامي یا ملکي شتون پلوي یاست؟ ــ ځواب: نه، په هيڅ صورت او په هیڅ قیمت نه، د یوه بهرني نظامي او غیر دپيلوماتیک شتون هم نه منو.

    ۸- که نړيوال ځواکونه ووتل، نو څومره شونې ده چې کورنۍ جګړه پيل شي؟
    ــ ځواب: جګړه دا شل کاله کیږي روانه ده، نوې کومه جګړه نه پيل کیږي، موږ هڅه کوو چې د موجوده جګړې عوامل له منځه یوسو. په قطر کې له امریکا سره تړون او د اشغال خاتمه په دې برخه کې یو مهم پرمختګ دی، اټکل مو دا دی چې د اشغال له خاتمې وروسته به په افغانستان کې جګړه ډیر دوام ونه کړي. ان اشاءالله

    ۹- د افغانستان د سولې په اړه ستاسې تر ټولو غټه هيله څه ده؟
    ــ ځواب: لویه هیله مو د افغانانو ترمنځ په آزاده فضا کې بین الافغاني ناسته ده چې بیا نتیجه پرې مرتبه وي او د افغانستان مصالح او منافع په کې تضمین شوې وي.

    ۱۰- د افغانستان د سولې په اړه ستاسې ستره وېره څه ده؟
    ــ ځواب: د افغانستان د سولې په اړه موږ ویره نه لرو، ځکه کلک مصمم یو چې له هرې لارې چې ممکنه وي سوله به را ولو، ان شاءالله

    د اورکم اړوند پوښتنې:

    ۱۱ – د طالبانو او امريکایانو تر منځ له تړون څخه وروسته تاسې څومره امنيتي پيښې ثبت کړي دي؟ تاسې د مرګ ژوبلې ارقام لرئ؟ (موږ په خپلواکه توګه د افغان سوله څار لخوا د جګړې اړوند ټولې امنيتي پيښې ثبت کړې دي او له تاسې سره يې شریک کولای شوو).

    ــ ځواب: وروسته له هغه چې موږ له امریکا یانو سره تړون لاس لیک کړ، د جګړو فیصدي له سلو څخه ۴۰ سلنې ته را ټيټه شوه، هغه هم په هغو ساحو کې پاتې شوه چې تقریبا ټولې دفاعي ساحې وي، مثلا دښمن د نویو پوستو جوړیدل پیل کړل، زموږ سیمو ته يې د نفوذ هڅې پيل کړې، په لویو لارو يې د خلکو څخه پيسې اخیستې، اربکیانو په کلیو کې د خلکو په وړاندې ظلم او زیاتی کاوه، دښمن زموږ په وړاندې لوی عملیات شروع کړل چې په دا ټولو ساحو کې موږ د جګړې کولو ته اړ شولو او د دښمن مخه مو ونیوه.
    یو مورد دا هم وو چې د دښمن په لیکو کې د هغوی عسکرو لوری بدل کړ او خپل نور عسکر يې ووژل او زموږ خواته راغلل، همدا ډول په ځينو ساحو کې دښمن هڅه وکړه چې له کلونو محاصره سیموته اکمالات وکړي چې موږ غبرګون ته اړ شوي یو.
    خو په عموم کې موږ د جګړو فیصدي ټيټه ساتلې، سږ کال مو پسرلني عملیات لا هم نه دي اعلان کړي، په لویو ښارونو کې مو سترعملیات ندي کړي، همدا ډول مو ولسوالیو او ولایاتوته هم سقوط نه دی ورکړی.

    ۱۲ – آیا کوم لوري د قطر د تړون څخه سرغړونه کړې ده؟ (که یې کړې وي، نو مشخصه يې کړئ)
    ــ ځواب: موږ پخپل اړخ کې د قطر له تړون څخه هيڅ سرغړونه نه لرو، البته امریکایانو په محدوده ساحه کې سرغړونه کړی ده چې موږ هغه موارد ورسره شریک کړي، د کابل ادارې هم سرغړونې درلودي، د ملکي خلکو په ضد يې څو وارې اقدامات کړي، کلي يې بمبار کړي، توغندويي ویشتي چې د ملکي خلکو د تلفاتو سبب ګرځيدلي دي. (موارد يې زیاد دي.)

    ۱۳ – ولې د امریکایانو او طالبانو له تړون څخه وروسته هغه بریدونه زیات شول، چې د داعش لخوا ېې پړه په غاړه منل کېږي.
    ــ ځواب: زموږ باور داده چې کله موږ تیرکال د هیواد په شرق کې د داعش فزیکي شتون محوه کړ، د داعش ډير شریرعناصر د کابل ادارې سره یوځای شول او هغوی ته په استخباراتي مهمان خانو کې پنا ورکړل شوه، څرنګ چې د داعش پدیده یوه شریره پدیده ده، نو يې په ښارونو کې خصوصا په کابل کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ، زموږ کره معلومات دا هم دي چې د کابل ادارې امنیت ملي هم د داعش سره لاس یو کړ، په مشترک ډول يې کوښښ شروع کړ چې ځينې وحشیانه بریدونه وکړي، بیا يې پړه په امارت واچوي او د دوحی تړون بې اعتباره کړي، په دا وروستیو کې په ملکي ځایونو بریدونه او بوږنوکي وژنې د کابل ادارې د استخباراتو او داعش مشترک کار وو ترڅو وضعیت لاهم جنګي او له کنتروله وتلی معرفي کړي او موږ په دې اړه کره شواهد هم لرو.

    ۱۴ – داعش څوک دي؟
    ــ ځواب: په افغانستان کې داعش تر ډيره یوه استخباراتي ډله ده، چې اوس مهال يې کومه سیمه په لاس کې نشته، خو د کابل ادارې په استخباراتي مهمان خانو کې لاهم شتون لري، حتی د کابل ادارې په امنیتي لیکو کې ځينو ځایونوته هم کله کله انتقالیږي، مثلا ۳ اونۍ وړاندې موږ د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د کابل ادارې د محلي اردو یو قومندان محمد امین او ساتونکی يې ووژل چې جسد يې له موږ سره پاتې شو، کله مو چې د هغه له جسد سره نور نیول شوی سامان ولید، د داعش بیرغونه ورسره وو، د داعش تبلیغاتي پاڼې ورسره وي. چې غوښتل به يې په سیمه کې د داعش په نامه تشویشونه ایجاد کړي او مخامخ د کابل ادارې لخوا د ۱۰۸ نفرو عسکرو قومندان وو، هغوی وسلې ورکړې وي، معاش يې ورکاوه او زموږ سره يې جنګول.

    ۱۵- یو دوامدار اوربند څه وخت شونی دی؟
    ــ ځواب: کله چې په بین الافغاني مذاکراتو کې افغانان پخپلو کې یوه جامع او ښه توافق ته سره ورسیږي. او بیا جګړې ته اړتیا پيدا نشي، بیا دوامداره سوله شونې ده. ان شاءالله
    ۱۶ – ایا تاسې فکر کوئ، چې د اورکم میکانیزم به دوامداره اوربند او تلپاتې سولې ته لاره هواره کړي؟
    ـــ ځواب: د عملیاتو کمښت اصلا د دې لپاره ده چې بین الافغاني مذاکراتوته لاره هواره شي او یو حسن نیت ښودل شوی وی، که خدای مه کړه د مذاکراتو په لاره کې خنډونه ایجاد شي، یا په مذاکراتو کې دننه تخریبي فعالیتونه ترسره شي، بیرته جګړه توندېلای شي، البته موږ غواړو چې له خپله لوري په کامله معنا تحمل او زغم ولرو.
    مننه
    له تاسو هم مننه
    ذبیح الله مجاهد
    ۲/۴/۱۳۹۹هـ ش

  • Sediqi.jpg

    جګړه نوره د حل لار نه ده: صدیق صدیقي

    5 July 2020

    15 سرطان 1399
    د افغان سوله‌څار لخوا د افغانستان د ولسمشر له ویاند صدیق صدیقي سره مرکه:
    د ۲۰۲۰م د جون د میاشتې شپږمه نېټه
    سوله‌څار: آیا په افغانستان کې سوله شونې ده؟
    صدیقي: هو، سوله د اسلام د سپېڅلي دین، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون، ملي ګټو او د هېواد د لوړو ګټو په رڼا کې د هېوادوالو د بنسټیزو غوښتنو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي. د افغانستان د زعامت سوله غوښتونکې او رښتینې هڅې د دې لامل شوې چې د وخت په تېرېدلو سره د سولې بهیر له یوه انتزاعي بحث څخه پر یوه ملي، سیمه‌ییز او نړیوال مضبوط بحث بدل شي. د افغانستان د دولت فعاله او هراړخیزه سیمه‌ییزه او نړیواله ډیپلوماسي د دې لامل شوې چې سوله له پخوا څخه عملي جنبه ومومي. اوس د طالبانو وار دی چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي، اوربند ومني او د سولې مذاکراتو ته، چې د هېوادوالو، د افغانستان د دولت او د نړیوالو غوښتنه ده، چمتو شي.
    سوله‌څار: د افغان سولې لپاره ستاسو پلان څه دی؟ (په لنډه توګه یې څرګند کړئ)
    صدیقي: د اسلام د سپېڅلي دین احکام، د خلکو اراده، د هېواد اساسي قانون، جمهوریت او ډیموکراسي او د هېواد د تېرو دوو لسیزو لاسته‌راوړنې د دې لامل شوې چې د سولې په هکله د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلان او لیدلوری په ډاګه شي. د یادو مسالو په رڼا کې د سولې د مشورتي جرګو ترسره کول، د ۳ زره دیني علماوو جرګه، د ځوانانو او مېرمنو جرګه، د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا هېوادونو د علماوو جرګه، د مذاکرې لپاره د پراخ او ټول ګډونه پلاوي رامنځته کېدل او همدارنګه د مصالحې د شورا رامنځته کېدل ټول هغه عملي او سوله غوښتونکي اقدامات دي، چې نه یوازې د سولې لپاره پلان، بلکې د مذاکراتو او سولې لپاره د افغانستان دولت اړین چمتوالی څرګندوي.
    سوله‌څار: څوک د سولې پروسه ګواښوي او ولې؟ ګټې يې پکې څه دي؟
    صدیقي: د افغانستان د اسلامي جمهوریت په نظر هغه ډلې چې د وېرې او وحشت د رامنځته کولو له لارې پر تاوتریخوالي او انسان‌وژنه لاس پورې کوي، طالبان د هغو ملاتړ کوونکې او د نوموړو ستراتیژیک پټنځایونه دي، کوم چې په جرمي اقتصاد او نشه‌يي توکو کې ښکېل دي او په دې توګه د خپلو ناوړو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د جګړه‌مارانو د جګړې اور تود ساتي او د تروریستانو لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کوي. دا ډول ډلې په حقیقت کې د سولې د پروسې اصلي ګواښوونکې عوامل بلل کېږي.
    سوله‌څار: د افغانانو او افغانستان لپاره څه غواړئ؟
    صدیقي: د افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د افغانستان دولت د امنیت او ټیکاو، اقتصادي او سوداګریزې پراختیا، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، له بېوزلۍ سره د مبارزې، کارموندنې، متوازن پرمختګ، له هر ډول فساد او مخدره توکو سره مبارزې او په پای کې د هېواد د هر وګړي لپاره د سوکالۍ د فضا د رامنځته کولو په برخه کې پراخ او عملي پروګرامونه په پام کې لري، چې نوموړي پر دې وتوانېږي چې د افغانستان دننه (د خپل ګډ کور په توګه) پرته له هر ډول وېرې او اندېښنې ژوند وکړي.
    سوله‌څار: له جګړې وروسته افغانستان به څنګه ښکاري؟ تاسې یوه لسیزه وروسته افغانستان څنګه وينئ؟
    صدیقي: د جګړې پای او په هېواد کې د دوامداره او هراړخیزې سولې او ټیکاو رامنځته کېدل، د هېوادوالو له بنسټیزو غوښتنو او د افغانستان د دولت له لومړیتوبونه څخه بلل کېږي. د افغانستان دولت د سرچینو له پلوه د غني هېواد د فرصتونو او قوتونو په هکله څرګند لیدلوری لري، هم د هېوادوالو او هم د افغانستان د دولت غوښتنه د جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسېدل دي. کله چې جګړه پای ته ورسېږي، زموږ عمراني او پراختیایي پروګرامونه به د افغانستان د ملي پراختیا د ستراتیژي په رڼا کې او د ملي لومړیتوبونو او استعجالیت پر بنسټ لازیات چټک شي او موږ به د یوه بسیا او هوسا افغانستان په لور وخوځېږو.
    سوله‌څار: آیا تاسو له سولې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو د نظامي یا ملکي شتون پلوي یاست؟
    صدیقي: له نړیوالو ملګرو سره د اړیکو په برخه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت سترایتژیک لیدلوری په بشپړ ډول څرګند دی. د افغانستان دولت د یوه خپلواک هیواد په توګه دا تمه لري چې د متقابل درناوي او ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خپلو دوستانه اړیکو ته لا زیاته پراختیا ورکړي. موږ پر دې باور یو چې په یوویشتمه پېړۍ کې او په درېیمه زریزه کې سیاسي تجرید او د وسطایي قرنونو په چوکاټ کې ژوند کول عقلاني نه ښکاري.
    سوله‌څار: کله چې نړيوال ځواکونه له هېواده ووتل، نو څومره شونې ده چې کورنۍ جګړه پيل شي؟ (که چېرې په دغه معامله کې تېروتنه وشي.)
    صدیقي: افغانستان د یوه خپلواک او واحد هېواد په توګه له اساسي قانون او همدارنګه د خلکو د ارادې پر بنسټ له یوه نظام (جمهوري نظام) څخه برخمن دی، خو د هېواد په تړاو سیاسي، سیمه‌ییزو او نړیوالو کړکېچونو ته په کتو سره باید ووایو چې په سیمه کې د جرمي اقتصاد شتون او د ویره اچوونکو لپاره د پټنځایونو زمینه برابرول او د نیابتي جګړې تګلاره، چې ځینې وېره اچوونکې ډلې او د هغوی ملاتړي هېوادونه ورڅخه ګټې پورته کوي، نه یوازې د افغانستان لپاره یو ستر ګواښ بلل کېږي، بلکې د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره هم ګواښونه زېږوي، نو له همدې کبله ویلی شو چې اوسنی حالت او د سیمې او نړۍ امنیت د وېرې اچوونې د پای تګللارو ته په کتو سره، د نړیوال نظام غوښتنه دا ده چې د جګړې تر پای ته رسېدلو پورې باید اوسنی حالت په ټولییز ډول تر ملي او نړیوال څار لاندې اوسي. د کورنۍ جګړې زړه‌بوږنوونکې خاطرې د خلکو په زړونو کې پاتې دي او موږ به په هېڅ ډول به دا اجازه ورنه کړو چې بیاځلي کورنۍ جګړه رامنځته شي. اوس مهال افغانستان له خورا زیاتو پیاوړو او مضبوطو ټولنیزو او دولتي وړتیاوو څخه برخمن دی او د وېره اچوونکو ډلو ګواښونه به هېڅکله په هېواد کې د کورنۍ جګړې لامل نشي.

    سوله‌څار: د افغانستان د سولې په اړه ستاسو تر ټولو ستره هيله څه ده؟
    صدیقي: د جګړې او تاوتریخوالي پای د هېوادوالو او دولت له سترو غوښتنو څخه بلل کېږي. د افغانستان وګړي له جګړې څخه ستړي شوي او د جګړې د پای او د سولې د بهیر د چټکتیا غوښتونکې دي. د افغانستان دولت د سولې لپاره بنسټیز ګامونه پورته کړي او زموږ هیله دا ده چې طالبان هم له تاوتریخوالي لاس واخلي، اوربند ومني او د سولې مذاکراتو ته غاړه کېږدي. زموږ تمه دا ده چې طالبان جګړه ودروي او د هېوادوالو، هېواد او نړیوالې ټولنې د سولې غږ ته غوږ کېږدي.
    سوله‌څار: د افغانستان د سولې په اړه ستاسې ستره وېره څه ده؟
    صدیقي: د راتلونکې په هکله د هېوادوالو تر ټولوه ستره اندېښنه د جګړې او تاوتریخوالي دوام دی. له هرې جګړې وروسته سوله راځي او د افغانستان وګړي او دولت د باعزته او شرافتمندانه سولې غوښتونکې دي. زمونږ تمه دا ده چې وېره‌اچوونکې نور له انسان وژنې لاس په سر شي، په سولې او ټیکاو باور پیدا کړي او په دې برخه کې عملي ګامونه اوچت کړي.
    سوله‌څار: آیا تاسو فکر کوئ چې د طالبانو او افغانانو ترمنځ د سولې توافقات په هېواد کې د سولې په معنا ده؟ آیا په رښتیني ډول به دغه توافق د دی لامل شي چې په هېواد کې د څو لسیزو راپدېخوا خوا جګړې پای ته ورسېږي؟
    صدیقي: د هېوادوالو او د افغانستان د دولت غوښتنه په هېواد کې د تاوتریخوالي او جګړې پایته رسېدل او د دوامداره سولې رامنځته کېدل دي. جګړه یوه ناوړه او له کرکې ډګه پدیده ده او دا طالبان دي چې د خپلو انساني ضد او وېره اچوونکو کړنو په ترسره کولو سره د نورو ډلو د خوځښتونو او فعالیتونو لپاره د تاوتریخوالي زمینه برابروي. زموږ تمه دا ده چې طالبان له تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړې او جګړې ته د پای ټکې کېږدي. موږ د سولې د هوکړه‌لیک په هکله خوشحاله یو او هغه ته د یوه تاریخي فرصت په سترګه ګورو او د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت دې ته چمتو دی چې د سولې په ‌لوري هر ډول اړین ګامونو پورته کړي.
    سوله‌څار: د طالبانو او امريکایانو ترمنځ له تړون څخه وروسته تاسې څومره امنيتي پېښې ثبت کړي دي؟ تاسې د مرګ ژوبلې ارقام لرئ؟ (موږ په دې هلکه بېطرفانه اسناد لرو او کولای شو له تاسو سره هغه شریک کړو)
    صدیقي: د ملي امنیت د شورا دفتر به دغه ارقام له تاسو سره شریک کړي.

    سوله‌څار: آیا تاسې فکر کوئ، چې د اورکم میکانیزم به دوامداره اوربند او تلپاتې سولې ته لاره هواره کړي؟
    صدیقي: د تاوتریخوالي د کچې پراخ ټیټوالی، نااعلان شوی اوربند او وروسته بیا د مذاکراتو پیل به د دې لامل شي چې په هېواد کې تلپاتې اوربند او دوامداره سوله رامنځته شي. د سولې په هلکه باید ووایو چې تر ټولو مهمه مساله د ښکېلو اړخونو سوله غوښتتونکې اراده ده. کله چې د سولې د تامین لپاره رښتینې اراده شتون ولري، د تاوتریخوالي دوام منطقي بڼه نه لري، نو که چېرې طالبان د سولې لپاره رښتینې اراده لري، باید د هېوادوالو او نړیوالو غوښتنو ته غوږ کېږدي، (اوربند) ومني او د سولې په موخه مذاکراتو ته چمتو شي.
    سوله‌څار: آیا کوم لوري د قطر د تړون څخه سرغړونه کړې ده؟ (که یې کړې وي، نو په ډاګه یې کړئ)
    صدیقي: هو! وروسته له هغه چې (د طالبانو او امریکا ترمنځ) د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک شو، تر ټولو مهمه او بنسټیزه مساله په هېواد کې د تاوتریخوالي د کچې راټیټول ول، چې برعکس طالبانو په زرګونو د امنیت ضد خوځښتونه ترسره کړل او د هرو سل تنو افغان پوځیانو ترڅنګ یې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون د سلګونو بېګناه هېوادوالو ژوند واخیست او آن په سپېڅلو اماکنو (جوماتونو) کې یې د خطیبانو او لمونځ‌کوونکو وینې توی کړې. د رپوټونو پر بنسټ، تېره اونۍ طالبانو په تېرو ۱۹ کلونو کې ترټولو زیاتې د تاوتریخوالي پېښې ترسره کړي دي. د طالبانو دغه د امنیت ضد خوځښتونه په ډاګه کوي چې نوموړې ډلې له امریکا سره د خپل هوکړه‌لیک په برخه کې کلکه سرغړونه کړې ده.
    سوله‌څار: ولې د امریکایانو او طالبانو له تړون څخه وروسته هغه بریدونه زیات شول، چې د داعش لخوا یې پړه په غاړه منل کېږي؟
    صدیقي: د افغانستان دولت د داعش ډلې پټنځایونه له منځه وړي او د داعش د ډلې ستره ماتې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مټ ترسره شوې ده.
    سوله‌څار: داعش څوک دي؟
    صدیقي: داعش یوه وېره اچوونکې ډله ده چې هڅه یې کړې په افغانستان کې پټنځای ولري او زموږ د امنیتي او دفاعي ځواک له لوري یې سخته ماتې خوړلې ده.
    سوله‌څار: یو دوامدار اوربند څه وخت شونی دی؟
    صدیقي: دا کار هغه مهال شونی دی چې طالبان سولې ته ژمن پاتې شي او د افغانستان له دولت سره مخامخ مذاکرات پیل کړي. دا ټولو ته څرګنده ده چې جګړه نور د حل لاره نه ده، په یوه وخت کې د جګړې او سولې تجربه هم یوه ناکامه تجربه وه او وي به. د افغانستان د سولې لپاره رښتینې د حل لاره له سیاسي حللارې څخه عبارت دی، کوم چې د اوربند او د سولې د مذاکراتو له لارې شونې ده، نو ویلی شو چې اوربند د سولې د مقدمې په توګه، د سولې لپاره د ښکېلو اړخونو اراده څرګندوي. نو که چېرې طالبان د سولې لپاره ټینګه اراده لري، باید د یوې بنسټیز قاعدې په توګه اوربند ته غاړه کیږدي او د سولې په مذاکراتو کې ګډون وکړي.