ACLED-APW Report Tracking Disorder During Taliban Rule in Afghanistan

افغان دولت

  • د لویدیځ د علماوو شورا د سولې مشورتي جرګه بریالۍ وبلله

    12 August 2020

    د لودیځ د علماوو شورا عمومي مشر مولوي خدایداد صالح وايي، هغه څه چې د سولې په مورد د جرګې لخوا ترسره شول، په هېواد کې د سولې په ګټه اقدامات دي چې موږ سولې ته رسولای شې.
    صالح وايي، مشورتي جرګې مناسبه پرېکړه وکړه، نور باید په هېواد کې سوله رامنځته شي او خلک له یوه آرام ژوند څخه برخمن شي.
    د افغانستان د لویدیځ د علماوو شورا مشر وايي، رامنځته شوی فرصت ډېر مناسب دی، موږ سولې ته رسولای شي، نو لازمه ده چې حکومت او طالبان د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي او هېڅ خنډ او ځنډ پکې رامنځته نشي، ځکه موږ د سولې تږې یوو.
    بلخوا د هرات ولایت درې تنه اوسېدونکي هر یو فرشته، محمد نعیم او رجب خان وايي، هم د بین الافغاني مذاکراتو زمینه برابره شوې؛ هم اسیران خوشې کېږي، نو ځکه خو هېڅ کله افغانان د سولې خبرو ته دومره نږدې شوي نه وو او موږ د جنګ د دوام توان نه لرو. باید دواړه لوري حکومت او طالبان د سولې ټینګښت په برخه کې رښتني اقدامات ترسره کړي، بهانې باید ونه لټول شي.
    د یادولو وړ ده چې د سولې مشورتي جرګې د پرېکړې وروسته په افغانستان کې د سولې هیله‌مندي زیاته شوې، خو دا به وخت معلومه کړي چې د افغانانو دا هیله به سر منزل ته ورسېږي او که به بیا هم په هېواد کې جګړې دوام پیدا کړي، خو ظاهراً سولې ته هیله‌مندي روښانه برېښي.

  • له طالبانو سره پر مزاکراتو ټینګار

    12 August 2020

    افغان ولسمشر د سولې مرکچي پلاوي سره په لیدنه کې ويلي، چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات بايد ژر تر ژره پیل شي. لويې مشورتي جرګې د 400 طالب زندانيانو د ازادۍ پرېکړه وکړه او ولسمشر غني يې د ازادۍ فرمان لاسليک کړ، طالبانو همدا د بين الافغاني خبرو پيل لپاره د پيش شرط په توګه مطرح کوله.
    طالبان وايي بين الافغاني خبرې به يوه اونۍ کې پيل شي، د لومړى پړاو خبرو لپاره دواړو لورو د قطر په کوربتوب مشوره کړې ده.
    د ملي مصالحې عالى شورا وايي؛ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د لومړني پړاو مذاکراتو اصلي موضوع به اوربند وي.
    د سولې په چارو کې د دولت وزارت ويلي؛ دوى د بين الافغانى خبرو لپاره بشپړ چمتووالي لري، خو هغه څه چې افغان حکومت او متحدين يې پرې ټينګار کوي د تېرو نولس کلونو لاسته‌راوړنې دي.

    له لويې مشورتي جرګې وروسته طالبانو ته د امريکا متحده ايالتونو يو پيغام دا و چې د باثباته، خپلواک، ولسواک افغانستان، چې د نولس کلونو پرمختګونو، ټولنيزو سياسي او اقتصادي لاسته‌راوړنو ساتندوى و اوسي، ملاتړ کوي.
    تازه د افغانستان د حکومت د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزي هم ويلي چې افغانانو جمهوري نظام منلى او دا نظام به تلپاتې وي.

    خو هغه څه چې په اړه يې اندېښنه ده، د بين الافغاني مذاکراتو پر مېز به د نظام د جوړښت په اړه وي،
    تازه د کړکېچ نړيوال سازمان په راپور کې راغلي، د ځينو مسايلو په اړه د طالبانو دريځ لا مبهم دى،
    دغه سازمان د سولې بهير له خطرونو سره مل بللى، خو د کابل دريځ يې له دې امله ستايلى، چې نسبتاً روښانه دى.
    طالبانو وړاندې ويلي وو چې د افغانستان راتلونکى نظام، امنيتي او دفاعي ځواکونه، د ښځو حقوق او بيان ازادي هغه مسايل دي چې په بين الافغاني مزاکراتو کې به پرې بحث وشي.

  • یوه ډله طالب جنګیالي د سولې له پروسې سره یوځای شول

    12 August 2020

    د فاریاب ولایت د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر وویل چې د ملا سید عزت الله په نامه، چې په مبارز مشهور و، د طالبانو د ډلې یوه قوماندان له خپلو ۱۰ تنو ملګرو سره یوځای له جګړې لاس واخیست او نن سه‌شنبه وروسته له غرمې د سولې له پروسې سره یوځای شول.
    دغو کسانو یو آر.بي. جي راکټ، اووه میله کلاشینکوف، لس دانې د کلاشینکوف شاژوره، یو میل کمری بریتا وسله، دوې مخابرې او دوه دوربینه د فاریاب ولایت ملي امنیت ته وسپارل.
    د سولې له پروسې سره یوځای شوو کسانو ته امنیتي چارواکو او ملکي وګړو د میمنې په ښار کې ښه راغلاست ووایه او د دوی دا کار یې د هېواد او خلکو لپاره ګټور وباله.

  • LOYA JARGA.jpg

    د سولې مشورتي لویه جرګه

    11 August 2020

    مشورتي لویې جرګې د پاتې څلور سوه طالب زندانیانو د خوشې کېدلو پرېکړه وکړه.
    د جرګې د غړو غوښتنه دا وه چې باید نړیواله ټولنه او امریکا د دوی اجرایوي ضمانت وکړي، چې بېرته د جګړې لیکو ته لاړ نه شي، بین الافغاني مذاکرات ژر پیل او سرتاسري اوربند وشي.
    ولسمشر غني د جرګې له دغې پرېکړې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې ژر به د دغو څلور سوه طالب بندیانو د خوشې کېدلو حکم لاسلیک کړي.

  • taliban release.jpg

    حکومت دې ټول طالب زندانیان خوشې کړي

    11 August 2020

    حکومت دې په مشروطه توګه طالب زندانیان خوشې کړي.
    د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په اعلامیه کې راغلي، چې حکومت دې د بندیانو د خلاصون په پروسه کې نړیوالو تجربو ته په کتو په مشروط ډول بندیان ازاد کړي.
    اعلامیه زیاتوي له قید او شرط پرته د زندانیانو خوشې کول به د بښنې فرهنګ پیاوړی کړي او ورسره به د قربانیانو په حقونو کې ستر ظلم وي چې د دې پروسې دوام به یو ناوړه حالت رامنځته کړي.
    دغه کمیسیون د سولې مشورتي لویې جرګې له غړو هم غوښتنه کړې چې په خپلو پرېکړو کې دې له دقت څخه کار واخلي او د قربانیانو کورنۍ دې په نظر کې ونیسي او د دوی حقونو ته دې درناوی وشي.
    د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، نړیواله ټولنه مسوولیت لري چې له بشري حقونو څخه دفاع وکړي او عدالت تامین کړي.

  • arg.jpg

    د افغانستان دولت وایي چې ۶۰۰ تنه بندیان به له بنده خوشې نه کړي

    7 July 2020

    کابل؛ د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند ویلي چې د افغانستان دولت به ۶۰۰ تنه هغه طالب بندیان له بنده خوشې نه کړي، کوم چې د جرمونو د ترسره کولو په تور بندیان دي. دغه ۶۰۰ تنه طالبان د طالبانو د بندیانو په ۵۰۰۰ کسیز نوملړ کې شامل دي، کوم چې په پام کې ده د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د هوکړه‌لیک د یوې برخې په توګه له بنده خوشې شي.
    د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د افغان سوله‌څار بنسټ ته ویلي چې دغه ۶۰۰ تنه طالب بندیان د درنو جرمونو، لکه وژنه، جنسي تېری، غلا او د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور محکوم دي. تر دې دمه د افغانستان دولت ۴۰۱۹ طالب بندیان خوشې کړي چې دا د جګړې د پایته رسولو او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په برخه کې د افغانستان د دولت هڅې بلل کېږي.
    د افغانستان دولت له خپلو وسله‌والو مخالفینو څخه غوښتنه کړې چې د دغو ۶۰۰ تنه بندیانو پر ځای چې له بنده به خوشې نشي، د بندیانو نوی نوملړ د دوی په واک کې ورکړي. د ۲۰۲۰ م د فبروري په ۲۹ مه د قطر هېواد د دوحې په ښار کې د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک شوی، کوم چې پکې د طالبانو د بندیانو پر خوشې کېدلو ټینګار شوی، چې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو او مذاکرې زمینه برابره شي.
    نوموړي هوکړه‌لیک ته په کتو، له افغانستان دولت څخه، چې دا هوکړه‌لیک یې نه دی لاسلیک کړی، دا تمه کېږي چې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان د ۱۰۰۰ هغو دولتي ځواکونو په بدل کې چې له طالبانو سره بندیان دي، له بنده خوشې کړي.
    په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې طالبانو ۷۰۸ تنه د افغان ځواکونو بندیان له بنده خوشې کړي دي، خو د افغانستان د امنیت شورا ویاند دغه شمېره ناسمه بولي او زیاتوي چې کوم کسان چې طالبانو خوشې کړي، ملکي وګړي دي. جاوید فیصل د ملي امنیت شورا ویاند زیاتوي: “د دوحې له هوکړه‌لیک وروسته سلګونه ملکي کسان د طالبانو له لوري برمته شوي دي.”
    په دې ورستیو کې د افغانستان دولت او طالبانو هوکړه کړې چې د قطر په هېواد کې مخامخ خبرې اترې وکړي، کوم چې په هېواد کې د اوږدمهاله جګړې د پای په برخه کې خورا زیات اړین پرمختګ بلل کېږي.
    پای

    طالبانو هوکړه کړې چې له افغان دولت سره مخامخ خبرې او مذاکرات وکړي
    د اوربند خبرونه
    کابل؛ بالاخره طالبانو او د افغانستان دولت هوکړه وکړه چې د قطر هېواد په پلازمینه قطره ښار کې مخامخ خبرې او مذاکرات وکړي. د لومړي ځل لپاره به په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او هغه دولتي پلاوی چې له کابله د قطر په لور روانېږي، مخامخ مذاکرات وکړي، کوم چې د بین الافغاني مذاکراتو په نامه یادېږي.
    د افغانستان د دولت او طالبانو ویندویانو دا منلې چې دواړو لوریو دا هوکړه کړې چې وروسته له اوږدې مودې به د لوړپوړو چارواکو په کچه له یو بل سره مخامخ خبرې وکړي.
    د دغو مذاکراتو د کوربه‌توب وړاندیز د قطر دولت کړې دی چې د افغانستان دولت او طالبانو له لوري منل شوی دی. لا تراوسه د مذاکراتو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو دواړو اړخونو ته نږدې سرچينو ویلي چې یاد مذاکرات به په راتلونکو اونیو کې ترسره شي.
    د طالبانو چې د سپتامبر د میاشتې د یوولسمې نېټې له حملو څخه وروسته د امریکا د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د ائتلاف له لوري له واکه راغورځول شوي او د افغانستان دولت چې د امریکا د متحده ایالاتو له لوري یې ملاتړ کېږي، ترمنځ مخامخ مذاکرات په هېواد کې د اوږدمهاله جګړې د پای لپاره د پیل ټکې بلل کېږي.
    دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال په پیل کې طالبانو د امریکا متحده ایالاتو له دولت سره د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی، کوم چې پکې راغلي چې له دې وروسته به پر امریکایي ځواکونو بریدونه نه ترسره کوي، خو نوموړې ډله لا هم د افغانستان دولت پر موخو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
    پای

    د اسلامي ملتیا سازمان په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پایته رسولو غوښتنه کړې
    د اوربند خبرونه
    کابل؛ د اسلامي ملتیا سازمان په افغانستان کې له ټولو ښکېلو ډلو غوښتنه کړې چې تاوتریخوالي ته د پای ټکې کېږدي او په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سوله‌ییزو حللارو پر موندلو ټینګار وکړي.
    په افغانستان کې د وروستیو تاوتریخوالو په هکله د اسلامي ملتیا د سازمان لوی رئیس پر دې ټکې ټینګار وکړ چې اوس تر هر وخته زیاته اړتیا لیدل کېږي چې د افغانستان دننه ټول ښکېل اړخونه خپل پام دې ته راوګرځوي چې په هېواد کې د سولې د تامین په برخه کې هڅه او کوښښ وکړي.
    په وروستیو اونیو کې افغانان په هېواد کې، خصوصاً د هېواد په سهیل کې د لوړې کچې تاوتریخوالي شاهدان ول.
    د افغان سوله‌څار بنسټ د (RiV) څارنې له لارې په هېواد کې د ګڼ شمېر قربانیانو شاهد دي، چې تر ټولو لوی لامل یې چاودنې او هوایي بریدونه بلل کېږي. د هدفمندانه وژنو کچه هم په ښاري سیمو کې، خصوصاً د کابل او کندهار په ښار کې، چې د هېواد دویم لوی ښار بلل کېږي، لوړه شوې ده.
    د هلمند د بشري حقونو د سیمه‌ییز دفتر د وینا پر بنسټ، په تېرو ۶ میاشتو کې (XXX) تنه ماشومان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
    د اسلامي ملتیا د سازمان لوی رییس له ټولو افغانانو غواړي چې د یوه داسې بهیر له لارې چې مشرتوب او مالکیت یې د افغانانو په واک کې وي او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د تامین تر عنوان لاندې د دیني عالمانو د نړیوال کنفرانس د اعلامیې او پرېکړو پر بنسټ چې د ۲۰۱۸ م د جولای د میاشتې په ۱۱ مه په مکه کې ترسره شوی او د اسلامي ملتیا د سازمان د څوارلسمې ناستې د اعلامیې او پرېکړو پر بنسټ، چې د ۲۰۱۹م د مې د میاشتې په ۳۱ مه په مکه کې ترسره شوی، دوامداره سولې او پخلاینې ته د رسېدلو په موخه خپلې هڅې دوه برابرې کړي.
    پای

  • arg.jpg

    د ولسمشر  اشرف غني د تره زوی انجنیر رشاد احمدزی، تېره ورځ کابل کې ترور شوی دی.

    5 July 2020

    د ولسمشر اشرف غني د تره زوی انجنیر رشاد احمدزی، تېره ورځ کابل کې ترور شوی دی. احمدزی وروسته له غرمې د کابل ولایت شپږمې ناحیې اړوند سناتوریم سیمه کې ترور شوی دی. یاد کس د مرمۍ په واسطه وژل شوی او قاتلین هم له سیمې تښتېدلي دي.
    تر اوسه د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.