خوستوالو د جګړې له ښکېلو اړخونو د سولې غوښتنه وکړه.

د روان زېږديز کال په د جولای پر اوه ويشتمه خوستي ولسونو د خوست ښار په مرکزي  څلورلارې لاريون وکړ او په جګړه کې له ښکېلو لورو يې د اوربند او دايمي سولې راتلو لپاره يې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل غوښتنه وکړه، د دوی په خبره جګړې افغاني او اسلامي ټول ارزښتونه پيکه کړې دي، د ټولو ارزښتونو لو ګډ دی، نو د جګړې ښکېل اړخونه دې نور په دايمي اوربند هوکړه وکړي او مخامخ دې بین الافغاني خبرې پيل کړي. 
دغه سوله ييز لاريون د پاکستاني لوري څخه په کونړ، پکتيکا او خوست د توغنديزو بريدونو په تړاو توند غبرګون وښود، دوی په خپلو خبرو کې وويل، چې افغان حکومت او طالبان دې سوله وکړي، د سولې په راتلو سره زموږ ارزښتونه ژوندي کېږي او دوديز جوړښتونه مو د ارضي تماميت ساتنه کوي. 
لاریونوالو په خبره کې د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې هيڅ خنډ ورته د منلو نه دی او له ښکېلو اړخونو يې په ټينګه وغوښتل، چې نور افغان وژنې جګړې ته دلایل مه تراشئ او په سوله توافق وکړئ. 
له هغه وروسته، چې په قطر کې د امريکاء متخده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او ملابردار تر منځ د سولې هوکړه ليک لاسليک شو، چې له مخې به يې د افغان حکومت زر او د طالب زندانيانو پنځه زره تنه بنديان خوشي کېږي. 
که څه هم افغان حکومت د طالبانو تر څلورو زرو زیات بنديان له زندان څخه ازاد شوي دي، دا چې د څلورو سوو زندانيان خلاصون مشورتي جرګې تاييد کړ، نو داسې ښکاري، چې په لنډو ورځو کې به بین الافغاني مذاکرات مخامخ په قطر پيل او د جګړې شدت به کم شي.