د لویې مشورتي جرګې له پرېکړې د کندزیانو ملاتړ

kunduz .jpg

نن چهار شنبه د اسد ۲۲مه د کندز ولایت مقام کې د لویې مشورتي جرګې په ملاتړ، د کندز والي عبدالستار ميرزکوال، د دولتي ادارو رییسانو، دیني عالمانو، د ولایتي شورا وکیلانو، د ښځو د حقونو او مدني فعالانو، ځوانانو او د کندز اوسېدونکو په حضور کې ترسره شوه.
محمد یوسف ایوبي د کندز د ولایتي شورا رییس چې د ناستې غړیتوب هم درلود، په غونډه کې وینا وکړه د کندز خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د دوامداره او باعزته سولې لپاره هڅې دوام لري.
مولوي عبدالباقي، چې د دینې علماوو په استازیتوب په دې غونډه کې خبرې وکړې، په هېواد کې د شته ناامنیو او جګړو څخه اندېښنه څرګنده او وویل: “له بده مرغه په اوسني وضعیت کې دیني عالمان موخه ګرځي او زیان ویني.”
نوموړی د دې سره چې دیني عالمان د سولې د خبرو او هڅو ملاتړ کوي چې وکولای شي هېواد ته تلپاتې سوله او ثبات راوړي. هغه زیاتوي چې خلک له جنګ جګړو ستړي شوي او نور نه غواړي په امنیتي مسایلو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي. 
عنایت الله خلیق د کندز ولایت یو تن مدني فعال د د لویې جرګې د څرنګوالي او پرېکړه‌لیک په اړه، خپل ملاتړ اعلان او ټینګار کوي، چې د سولې او هوساینې ترلاسه کېدلو لپاره، خلک باید ټول لاس په لاس ورکړي او ترلاسه‌کولو لپاره یې هڅه وکړي. 
په ورته وخت کې د کندز والي عبدالستار میرزکوال، د خلکو د ملاتړ څخه منننه وکړه، ویې ویل چې ټول هېوادوال، په خاصه توګه کندزیان د سولې د څرنګوالي او پلانونو څخه ملاتړ وکړي.
د ښاغلي میرزکوال په وینا په څو وروستیو لسیزو کې په هېواد کې جګړې، چاودنې، ځانمرګي او ناامنیو شته، خلک له خاورو او وینو لړلي، چې نور خلک ستړي شوي او باید دې پديدې ته د پای ټکی کېښودل شي او خلک په سوله او هوساینه کې ژوند وکړي.
د سولې لویه مشورتي غونډه د ۴۰۰ خطرناک طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره له ټول هېواد څخه د ۳۰۰۰ زره غړو په راټولېدلو جوړه شوه، چې د دریو ورځو په پای کې یو پرېکړه‌لیک خپور کړ، چې پر اساس یې د طالب بندیانو د خلاصون څرنګوالی او د سولې اړوند موضوعات راغلي دي.


حبیب نجفي‌زاده/ په شمال کې د سوله‌څار خبریال