په بدخشان کې سوله‌ییز لاریوون ترسره شو

OIPTQ0M7DR3.jpg

بین الافغاني خبرې باید په هېواد کې سولې او ثبات ته د رسېدلو لپاره ترسره شي
د بدخشان ولایت یو شمېر اوسېدونکي، د دې ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې د یوه سوله‌ییز لاریون پر مهال، د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې بین الافغاني مذاکراتو ته کېني، خلک نور له جګړو او تاوتریخوالي ستړي شوي دي.
هغوی د ۱۳۹۹ هـ.ش کال د چنګاښ۱۸مه د چهارشنبې ورځ د سولې کاروان په همغږۍ دا لاریون ترسره کړی، ټینګار کوي، چې د ستونزو او امنیتي کړکېچونو څخه د وتلو یوازینۍ لاره د افغانانو ترمنځ خبرې اترې دي.
ظهور الله شریفي د بدخشان ولایت د سولې کاروان مسوول وايي، چې دا لاریون د هېواد په نورو ولایتونو کې د (نور جنګ د څه لپاره) تر نامه لاندې ترسره شوی، چې خلک د سولې له پروسې څخه د ملاتړ لپاره وهڅول شي.
د دې لاریون یو غړی محمد اسماعیل سامي وايي، که څه هم د سولې خبرو اترو هیلې رامنځته کړي، خو بیا هم ښاریان په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي په تړاو اندېښمن دي، نو له همدې امله د جګړې ښکېلې خواوې د خلکو اندېښنو ته پاملرنه ولري.
 وحیده توانا په بدخشان ولایت کې د سولې کاروان یون غړې، په لویو لارو کې د ناامنۍ یادونه وکړه، وايي، چې هره ورځ خلک په بېلابېلو پلمو د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري وژل کېږي، چې باید د دې ډول وژنو مخه ونیول شي. نوموړې په دې اړه، چې خلک د خبرو څخه په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات ملاتړ نه کوي، وویل: 
“دا د افغانستان د دولت دنده ده، چې سولې او هوساینې ته د رسېدلو لپاره زیاتې هڅې وکړي، ځکه دا د خلکو هیله ده.”
جاوید مېریان د بدخشان ولایت اوسېدونکی د جګړې له اړخونو غواړي، که غوښتنې لري، د خبرو اترو په مېز کې یې دې مطرح کړي، نور جنګ جګړه د حل لار نه ده او په دې منځ کې یوازې ملکي او بېګناه وګړي قرباني کېږي او دا ډېره دردونکې مسئله ده.
دا په داسې حال کې ده چې په بلخ ولایت کې د سولې غوښتونکي حرکت، د ېواد په شمال کې هم یوه ناسته د (نور جنګ د څه لپاره) ترسره کړې ده، چې له خلکو وغواړي، چې د سولې لپاره لستوڼي بډ وهي او د تحقق لپاره یې هڅه او هاند وکړي.