د لویدیځ د علماوو شورا د سولې مشورتي جرګه بریالۍ وبلله

د لودیځ د علماوو شورا عمومي مشر مولوي خدایداد صالح وايي، هغه څه چې د سولې په مورد د جرګې لخوا ترسره شول، په هېواد کې د سولې په ګټه اقدامات دي چې موږ سولې ته رسولای شې.
صالح وايي، مشورتي جرګې مناسبه پرېکړه وکړه، نور باید په هېواد کې سوله رامنځته شي او خلک له یوه آرام ژوند څخه برخمن شي.
د افغانستان د لویدیځ د علماوو شورا مشر وايي، رامنځته شوی فرصت ډېر مناسب دی، موږ سولې ته رسولای شي، نو لازمه ده چې حکومت او طالبان د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي او هېڅ خنډ او ځنډ پکې رامنځته نشي، ځکه موږ د سولې تږې یوو.
بلخوا د هرات ولایت درې تنه اوسېدونکي هر یو فرشته، محمد نعیم او رجب خان وايي، هم د بین الافغاني مذاکراتو زمینه برابره شوې؛ هم اسیران خوشې کېږي، نو ځکه خو هېڅ کله افغانان د سولې خبرو ته دومره نږدې شوي نه وو او موږ د جنګ د دوام توان نه لرو. باید دواړه لوري حکومت او طالبان د سولې ټینګښت په برخه کې رښتني اقدامات ترسره کړي، بهانې باید ونه لټول شي.
د یادولو وړ ده چې د سولې مشورتي جرګې د پرېکړې وروسته په افغانستان کې د سولې هیله‌مندي زیاته شوې، خو دا به وخت معلومه کړي چې د افغانانو دا هیله به سر منزل ته ورسېږي او که به بیا هم په هېواد کې جګړې دوام پیدا کړي، خو ظاهراً سولې ته هیله‌مندي روښانه برېښي.