
افغان ولسمشر د سولې مرکچي پلاوي سره په لیدنه کې ويلي، چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات بايد ژر تر ژره پیل شي.
لويې مشورتي جرګې د 400 طالب زندانيانو د ازادۍ پرېکړه وکړه او ولسمشر غني يې د ازادۍ فرمان لاسليک کړ، طالبانو همدا د بين الافغاني خبرو پيل لپاره د پيش شرط په توګه مطرح کوله.
طالبان وايي بين الافغاني خبرې به يوه اونۍ کې پيل شي، د لومړى پړاو خبرو لپاره دواړو لورو د قطر په کوربتوب مشوره کړې ده.
د ملي مصالحې عالى شورا وايي؛ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د لومړني پړاو مذاکراتو اصلي موضوع به اوربند وي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ويلي؛ دوى د بين الافغانى خبرو لپاره بشپړ چمتووالي لري، خو هغه څه چې افغان حکومت او متحدين يې پرې ټينګار کوي د تېرو نولس کلونو لاستهراوړنې دي.
له لويې مشورتي جرګې وروسته طالبانو ته د امريکا متحده ايالتونو يو پيغام دا و چې د باثباته، خپلواک، ولسواک افغانستان، چې د نولس کلونو پرمختګونو، ټولنيزو سياسي او اقتصادي لاستهراوړنو ساتندوى و اوسي، ملاتړ کوي.
تازه د افغانستان د حکومت د مذاکرهکوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزي هم ويلي چې افغانانو جمهوري نظام منلى او دا نظام به تلپاتې وي.
خو هغه څه چې په اړه يې اندېښنه ده، د بين الافغاني مذاکراتو پر مېز به د نظام د جوړښت په اړه وي،
تازه د کړکېچ نړيوال سازمان په راپور کې راغلي، د ځينو مسايلو په اړه د طالبانو دريځ لا مبهم دى،
دغه سازمان د سولې بهير له خطرونو سره مل بللى، خو د کابل دريځ يې له دې امله ستايلى، چې نسبتاً روښانه دى.
طالبانو وړاندې ويلي وو چې د افغانستان راتلونکى نظام، امنيتي او دفاعي ځواکونه، د ښځو حقوق او بيان ازادي هغه مسايل دي چې په بين الافغاني مزاکراتو کې به پرې بحث وشي.