د سولې مشورتي لویه جرګه

LOYA JARGA.jpg

مشورتي لویې جرګې  د پاتې څلور سوه طالب زندانیانو د خوشې کېدلو پرېکړه وکړه.
د جرګې د غړو غوښتنه دا وه چې باید نړیواله ټولنه او امریکا د دوی اجرایوي ضمانت وکړي، چې بېرته د جګړې لیکو  ته لاړ نه شي، بین الافغاني مذاکرات ژر پیل او سرتاسري اوربند وشي.
ولسمشر غني د جرګې له دغې پرېکړې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې ژر به د دغو څلور سوه طالب بندیانو د خوشې کېدلو حکم لاسلیک کړي.