حکومت دې ټول طالب زندانیان خوشې کړي

taliban release.jpg

حکومت دې په مشروطه توګه طالب زندانیان خوشې کړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په اعلامیه کې راغلي، چې حکومت دې د بندیانو د خلاصون په پروسه کې نړیوالو تجربو ته په کتو په مشروط ډول بندیان ازاد کړي.
اعلامیه زیاتوي له قید او شرط پرته د زندانیانو خوشې کول به د بښنې فرهنګ پیاوړی کړي او ورسره به د قربانیانو په حقونو کې ستر ظلم وي چې د دې پروسې دوام به یو ناوړه حالت رامنځته کړي.
دغه کمیسیون د سولې مشورتي لویې جرګې له  غړو هم غوښتنه کړې چې په خپلو پرېکړو کې دې له دقت څخه کار واخلي او د قربانیانو کورنۍ دې په نظر کې ونیسي او د دوی حقونو ته دې درناوی وشي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، نړیواله ټولنه مسوولیت لري چې له بشري حقونو څخه دفاع وکړي او عدالت تامین کړي.