
کابل؛ د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند ویلي چې د افغانستان دولت به ۶۰۰ تنه هغه طالب بندیان له بنده خوشې نه کړي، کوم چې د جرمونو د ترسره کولو په تور بندیان دي. دغه ۶۰۰ تنه طالبان د طالبانو د بندیانو په ۵۰۰۰ کسیز نوملړ کې شامل دي، کوم چې په پام کې ده د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د هوکړهلیک د یوې برخې په توګه له بنده خوشې شي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د افغان سولهڅار بنسټ ته ویلي چې دغه ۶۰۰ تنه طالب بندیان د درنو جرمونو، لکه وژنه، جنسي تېری، غلا او د نشهيي توکو د قاچاق په تور محکوم دي. تر دې دمه د افغانستان دولت ۴۰۱۹ طالب بندیان خوشې کړي چې دا د جګړې د پایته رسولو او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په برخه کې د افغانستان د دولت هڅې بلل کېږي.
د افغانستان دولت له خپلو وسلهوالو مخالفینو څخه غوښتنه کړې چې د دغو ۶۰۰ تنه بندیانو پر ځای چې له بنده به خوشې نشي، د بندیانو نوی نوملړ د دوی په واک کې ورکړي.
د ۲۰۲۰ م د فبروري په ۲۹ مه د قطر هېواد د دوحې په ښار کې د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک لاسلیک شوی، کوم چې پکې د طالبانو د بندیانو پر خوشې کېدلو ټینګار شوی، چې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو او مذاکرې زمینه برابره شي.
نوموړي هوکړهلیک ته په کتو، له افغانستان دولت څخه، چې دا هوکړهلیک یې نه دی لاسلیک کړی، دا تمه کېږي چې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان د ۱۰۰۰ هغو دولتي ځواکونو په بدل کې چې له طالبانو سره بندیان دي، له بنده خوشې کړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې طالبانو ۷۰۸ تنه د افغان ځواکونو بندیان له بنده خوشې کړي دي، خو د افغانستان د امنیت شورا ویاند دغه شمېره ناسمه بولي او زیاتوي چې کوم کسان چې طالبانو خوشې کړي، ملکي وګړي دي. جاوید فیصل د ملي امنیت شورا ویاند زیاتوي: “د دوحې له هوکړهلیک وروسته سلګونه ملکي کسان د طالبانو له لوري برمته شوي دي.“
په دې ورستیو کې د افغانستان دولت او طالبانو هوکړه کړې چې د قطر په هېواد کې مخامخ خبرې اترې وکړي، کوم چې په هېواد کې د اوږدمهاله جګړې د پای په برخه کې خورا زیات اړین پرمختګ بلل کېږي.
پای
طالبانو هوکړه کړې چې له افغان دولت سره مخامخ خبرې او مذاکرات وکړي
د اوربند خبرونه
کابل؛ بالاخره طالبانو او د افغانستان دولت هوکړه وکړه چې د قطر هېواد په پلازمینه قطره ښار کې مخامخ خبرې او مذاکرات وکړي. د لومړي ځل لپاره به په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او هغه دولتي پلاوی چې له کابله د قطر په لور روانېږي، مخامخ مذاکرات وکړي، کوم چې د بین الافغاني مذاکراتو په نامه یادېږي.
د افغانستان د دولت او طالبانو ویندویانو دا منلې چې دواړو لوریو دا هوکړه کړې چې وروسته له اوږدې مودې به د لوړپوړو چارواکو په کچه له یو بل سره مخامخ خبرې وکړي.
د دغو مذاکراتو د کوربهتوب وړاندیز د قطر دولت کړې دی چې د افغانستان دولت او طالبانو له لوري منل شوی دی. لا تراوسه د مذاکراتو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو دواړو اړخونو ته نږدې سرچينو ویلي چې یاد مذاکرات به په راتلونکو اونیو کې ترسره شي.
د طالبانو چې د سپتامبر د میاشتې د یوولسمې نېټې له حملو څخه وروسته د امریکا د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د ائتلاف له لوري له واکه راغورځول شوي او د افغانستان دولت چې د امریکا د متحده ایالاتو له لوري یې ملاتړ کېږي، ترمنځ مخامخ مذاکرات په هېواد کې د اوږدمهاله جګړې د پای لپاره د پیل ټکې بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال په پیل کې طالبانو د امریکا متحده ایالاتو له دولت سره د سولې هوکړهلیک لاسلیک کړی دی، کوم چې پکې راغلي چې له دې وروسته به پر امریکایي ځواکونو بریدونه نه ترسره کوي، خو نوموړې ډله لا هم د افغانستان دولت پر موخو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
پای
د اسلامي ملتیا سازمان په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پایته رسولو غوښتنه کړې
د اوربند خبرونه
کابل؛ د اسلامي ملتیا سازمان په افغانستان کې له ټولو ښکېلو ډلو غوښتنه کړې چې تاوتریخوالي ته د پای ټکې کېږدي او په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولهییزو حللارو پر موندلو ټینګار وکړي.
په افغانستان کې د وروستیو تاوتریخوالو په هکله د اسلامي ملتیا د سازمان لوی رئیس پر دې ټکې ټینګار وکړ چې اوس تر هر وخته زیاته اړتیا لیدل کېږي چې د افغانستان دننه ټول ښکېل اړخونه خپل پام دې ته راوګرځوي چې په هېواد کې د سولې د تامین په برخه کې هڅه او کوښښ وکړي.
په وروستیو اونیو کې افغانان په هېواد کې، خصوصاً د هېواد په سهیل کې د لوړې کچې تاوتریخوالي شاهدان ول.
د افغان سولهڅار بنسټ د (RiV) څارنې له لارې په هېواد کې د ګڼ شمېر قربانیانو شاهد دي، چې تر ټولو لوی لامل یې چاودنې او هوایي بریدونه بلل کېږي. د هدفمندانه وژنو کچه هم په ښاري سیمو کې، خصوصاً د کابل او کندهار په ښار کې، چې د هېواد دویم لوی ښار بلل کېږي، لوړه شوې ده.
د هلمند د بشري حقونو د سیمهییز دفتر د وینا پر بنسټ، په تېرو ۶ میاشتو کې (XXX) تنه ماشومان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د اسلامي ملتیا د سازمان لوی رییس له ټولو افغانانو غواړي چې د یوه داسې بهیر له لارې چې مشرتوب او مالکیت یې د افغانانو په واک کې وي او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د تامین تر عنوان لاندې د دیني عالمانو د نړیوال کنفرانس د اعلامیې او پرېکړو پر بنسټ چې د ۲۰۱۸ م د جولای د میاشتې په ۱۱ مه په مکه کې ترسره شوی او د اسلامي ملتیا د سازمان د څوارلسمې ناستې د اعلامیې او پرېکړو پر بنسټ، چې د ۲۰۱۹م د مې د میاشتې په ۳۱ مه په مکه کې ترسره شوی، دوامداره سولې او پخلاینې ته د رسېدلو په موخه خپلې هڅې دوه برابرې کړي.
پای