د فراه ولایت اړوند معلومات

فراه


د ولایت عمومي پيژندنه (فراه)


فراه د افغانستان په لوېدیځ کې د هېواد يو له پراخو ولايتونو څخه دى.


دغه ولایت له هرات، نیمروز، هلمند او غور ولایتونو سره د ګډې پولې له ايران سره ۲۹۰ کیلومتره پوله لري او مرکز يې فراه ښار  له  پلازمېنې کابل څخه ٨٤٠ کیلومتره لرې پروت دی.


تشکيلاتي جوړښت:


د فراه ښار مرکز دی:  پشت رود، خاکسفید، بالابلوک، پرچمن، ګلستان، بکواه، لاش جوین، شیب کوه، پشت کوه او اناردره ېې ولسوالۍ دي.


مساحت او نفوس 


د فراه مساحت (۴۹۰۰۰ کيلومتره مربع) نفوس یې تقریبآ یو ملیون بلل کیږې.


مهم قومونه:  د فراه غوڅ اکثریت اوسیدونکي پښتانه دي خو تاجیک، بلوځ او لږ سادات هم شته.


ددې ولايت ډېر وګړي سني دي او اهل تشيع یواځې د فراه په مرکز او ګلستان، جوین او پشت رود ولسوالیو کې، اقلیت دي.


اقتصادي وضعیت:


د فراه اقتصادي وضعیت په کرنې پورې تړلې هلته لوې د ابونصر فراهي بندر هم موقعیت لري خلګ یې د اقتصادي پلوه نبستآ ښه دي.


امنیتي وضعیت:


د دې ولايت د بکواه، ګليستان او بالابلوک ولسواليو په ډېرو ناامنو، خاکسفید ، پشت رود او اناردره په لږ ناامنو او شیب کوه، قلعه کاه، پرچمن او جوین په نسبتا امنو ولسواليو کې راځي.


وسله والو مخالفينو د فراه په مرکز (د ولایت پرمقام) او ځينو نورو سيمو  هم څو ځله بريدونه کړي فراه یو نا آرامه ولایت دی چې په مرکز کي یې هم بریدونه کیږې.


هلته ډیرې ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو سره دي یواځې د ولسوالیو تش په نوم مرکزونه د حکومت سره دي.


په دې ولايت کې د دولت ډېر وسله وال مخالفين پر وسله والو طالبانو پورې اړوند دي، خو په قلعه کاه ولسوالي کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي کسان هم شته خو غټ فعالیت نلري .


  د ولایت مطرحې سیاسي څيرې، خبریالان او فعالان.


فراه، چې د شیخ ابونصر فراهي اصلي ټاټوبی دی تاریځي ځایونه لري.


د  کک کهزاد کلا  تاریخي ځاې دی، فریدون کلا بل تاریخي ځاې دی، د شیخ ابونصر فراهي زیارت، د سلطان امیر زیارت ، بارندک او کافرکلا په مرکز ، د کنسک د شهیدانو زیارت په بالابلوک ولسوالۍ او پنج جفت ګاو کلا، چارماس کلا، هفت سوراخ برنګک، مساو کلا، شهرکهنه کلا، د سیدمحمد زیارت او د شاه مبارک زیارت،د دې ولايت له مشهورو لرغونو ځايونو څخه دي .


تفريحي سيمې:


باغ پل، باغ نو، باغ کافي او د سلطان امیر زیارت او کافر کلا د فراه ښار  تفریحي ځايونه دي.


کرنه :


په فراه کې تر۸۰ سلنه ډېر خلک پر کرنه بوخت دي  او ډېر باغونه لري ، چې انار يې تر ټولو مشهوره مېوه ده .


 انګور هندواڼه، توت، مڼې ،الوچې ، زردالو، انځير، شفتالو، ګرنګیچ، خرما، پسته او نور هم د دې ولايت له ميوو څخه دي .





پوهنه:


فراه ټول ۳۰۹ ښوونځي لري، چې ٧٩ يې لېسې، ٨٨ يې منځني ښوونځي او ١٢٧ يې لومړني ښوونځي دي.


هلته ډیرې نجونې ښوونځیو ته نه ځي د زده کړو بهیر د نا امنۍ له امله ټکنې دی.


روغتيا:


په دې ولايت کې ۳ روغتونونه او ۳۳ کلينيکونه فعاليت لري.


خصوصي برخه کې


د دانش، رحمانی، وطن اپولو، طبیبان او سلامتي کلینیکونه د دې ولايت په کچه هغه پنځه خصوصي روغتيايي مرکزونه دي ، چې د ولايت په مرکز کې فعاليت لري. 


رسنۍ :


په دې ولایت کې د ملی راډیو او تلوېزیون د خپرونو تر څنګ ، په خصوصي برخه کې د دنیاېې نو په نوم ټلویزیون فریاد ، همګان، سیستان، اوښکه، فراداتا، اُسوه، فراه سپورت، فراه غږ او پاڅون مجلي هم فعالیت لري او دنیا، فراه، عروج فریاد او یوشمیر نورې راډیوګاني هم شته.


مدني ټولنې:


د فراه د خبریالانو خپلواکه ټولنه يوه له دې ټولنو ده ، چې په ۱۳۸۸ کال کې جوړه شوې او اوس مهال له څلوېښتو زیات غړي لري .


د افغان ښځې نجات ټولنه ، د ښوونکيو ټولنه ، د ځوانانو ټولنيزه او ملي ټولنه ، د ښځو ذهني ودې بنسټ ، هېواد ادبي مرکه ، د همګان علمي ، فرهنګي او ټولنيز بنسټ ، د پیر روښان ادبي او کولتوري ټولنه،د فراه فرهنګي مرکز، دا ادبې فعالیتونه هم پکې شته .