د نیمروزولایت پیژندنه

  1. د ولایت عمومي پيژندنه (جعرافیه، موقیعت ، توکمونه او تاریخي شالید)

نيمروز د افغانستان سوېل لوېديـځ لوري ته پروت  لوى سرحدي ولايت دى، نيمروز لوېديځ ته له ايران او سوېل ته له پاکستان سره اوږده پوله لري.، ختيـځ ته يې هلمند او شمال ته يې د فراه ولايتونه موقعيت لري.
 د زرنج ښار د دې ولايت مرکز دى، چې د ولسواليو په نسبت وړه سيمه ده  .
د وروستيو شمېرو له  مخې، ددې ولايت نفوس ١٤٩٠٠٠ زره تنه اټکل شوى  او مساحت يې ٤١٠٠٥  کيلو متر مربع دى. هوا او اقليم يې  په ژمي كې معتدل او په دوبي كې ګرم دى .
ددې ولايت ډېرى اوسېدونکي بلوڅان دي، خو پښتانه، تاجک او ازبک هم پکې مېشت دي.
د غير رسمي سرچينو له مخې، ددې ولايت ٦١ سلنه بلوڅان، ٢٧ سلنه پښتانه، تاجک او ازبک يې لس سلنه تشکيلوي.
ددې ترڅنګ په دې ولايت کې يو شمېر کوچيان هم مېشت دي.
په دې ولايت کې د هلمند سيند ترڅنګ ځينې نورو سيندونه هم بهيږي ، د پراخو کرنيزو ځمکو ترڅنګ د مارګو په نامه لويه دښته هم لري. د ګودذرې هامون هم په دې ولايت کې دى.
د  زرنج ترڅنګ د چخانسور او چهاربرجک هم ددې ولايت له لويو ښارونو څخه دي.
د نيمروز مساحت زيات، خو نفوس يې کم دى، ډېرى برخه يې  صحراګانې او دښتې دي ، يواځې هغو سيمو کې يې خلک ډېر ژوند کوي ، چې د هلمند سيند پرې تېر شوى دى .
اداري واحدونه:
نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار په ګډون شپږ اداري واحدونه لري چې عبارت دي، له دلارام، ګنګ، چهاربرجک ، چخانسور او خاشرود.



  1. اوسنی سياسي، اقتصادي او امنيتي حالت


په سیاسي لحاظ د نیمروز کم شمیر خلک په نظام کي مهم غړیتوب  لري او د طالبانو په رهبري کي يي هم شمیر محدود دي  .


اقتصاد او سوداګري :
نيمروز يو سرحدي ولايت دى، ايران سره ګډه پوله لري او ددې ولايت ډېرى اقتصاد له ايران سره پر سوداګريزو چارو ولاړ دى.
دغه راز له دې لارې د نشه يي توکو او ايران ته د انسانانو قاچاق هم اقتصادي اړخونه لري. دغه راز يو شمېر نور خلک په قانوني توګه هم د نيمروز له لارې ايران ته تګ راتګ او سوداګريزې چارې پرمخ بيايي.
د افغانستان سوداګر له دې لارې له ايران څخه تېل او نور توکي صادروي او بيا د نيمروز ولايت ترڅنګ د افغانستان نورو ولايتونو ته يې هم لېږدوي.
په زرنج ښار کې د معدني اوبو او پلاستيک جوړولو فابريکې ددې ولايت په اقتصاد کې مهم رول لوبولى دى، دغه راز يو شمېر خلک د سمنټ د بوريو د بسته بندۍ فابريکه او د موبلايلو په فابريکو کې په کارونو بوخت دي.
ددې ولايت خلک په مالدارۍ هم بوخت دي او له حيواني محصولاتو څخه ډېر ښه عايد لاسته راوړي.


امنیتي حالت ناسم دي او ډیري سیمي له طالبانو سره دي یوازي د ولسوالیو پر مرکزونو دولت حاکمیت لري .



  1. د ولایت مطرحې سیاسي څيرې، خبریالان او فعالان


سیاسي څیري : هارون چخناسوري ، حاجي رييس غلام رسول ايوبي ، ډاکټر غلام محمد لعلزاد بلوچ، فرخي سيستاني، ابوداوود سجستاني، کانديدای اکادميسن محمد اعظم سيستاني ، عبدالبصير بلوچ، استاد غلام دستګيري (پيام)، عبدالغفور مراد، عبدالرحمن پهوال او عبدالکريم براهوي يې نوموتې څېرې دي.


نیمروز کي ملي او نړیوالي رسني خبریالان نه لري خو په دې ولايت کې کولتوري او فرهنګي فعاليتونه هم شته، که څه هم په نيمروزکې کومه ورځپاڼه نشته، خو نورې رسنۍ فعاليت کوي، ملي راډيو تلويزيون دلته خپرونې لري، ددې ترڅنګ د يو شمېر نورو  راډيو خپرونې هم اورېدل کېږي.
په دې ولايت کې ددولتي تلويزيون ترڅنګ د شمشاد، طلوع، لمر او اريانا تلوېزيونونو خپرونې هم ليدل کېږي، د نوا راډيو، ارمان راډيو او اريانا راډيو خپرونې  اورېدل کېږي، ددې ترڅنګ د دوست په نامه يوه ځايي راډيو هم خپرونې لري.
په دې ولايت کې يو شمېر فرهنګي ټولنې هم فعاليت لري او خپلې غونډې ترسره کوي.
چې د بېلګې په توګه  د نيمروز د ځوانو ليکوالو او شاعرانو ټولنه، د خانه بلوچ فرهنګي ټولنه، او داسې نور يې د يادولو وړ دي.
په دې ولايت کې د ميلاد النبي، نوى کال او د ځينو نورو مراسمو پر مهال مشاعرې او ادبي غونډې ترسره کېږي.
دغه راز په دې ولايت کې ځينې چاپي رسنۍ هم شته چې فعاليت لري.  د بېلګې په توګه د صداى نيمروز او نيمروز په نومونو مياشتنۍ او د علم او  بيان په نامه يوه مذهبي مجله هم چاپيږي.



  1. په تيرو کلونو کې په ولایت کې شوې مهمې امنيتي پيښې.


په زرنج ښار کي چاودنه او د ځنیو ولسوالیو د ساحو سقوط



  1. ځمکنی واکمني (څومره سیمه د حکومت او څومره نوره د طالبانو په لاس کې ده) 


زرنج ښار او د ولسوالیو مرکزونه له حکومت سره دي نوري ساحې له طالبانو سره دي  .



  1. د هغو ولسواليو نومونه چې د طالبانو د کنټرول لاندې دي.


دلارام، ګنګ، چهاربرجک ، چخانسور او خاشرود مرکزونه له دولت خو کلي له طالبانو سره دي



  1. په ولایت کې فعالې وسله والې ډلې (لکه داعش، طالبان، لشکرطیبه، القاعده او نور)


طالبان فعالیت لري د نورو ډلو په اړه راپورونه نه دي ورکول شوي  .



  1. په ولایت کې د جګړې مهم سیمییز لاملونه (زرنج ښار کي شخړي نسته خو په ولسوالیو کي د حکومت او طالبانو جکړه ده)

  2. د امریکا او طالبانو لخوا له تړون وروسته امنيتي پيښې او نور بدلونونه.


کوم بدلون نه دي راغلي .



  1. په ولایت کې د عامه خدماتو، روغتيايي او ښوونیز مرکزونو د فعالیت کچه


پوهنه :
ددې ولايت د پوهنې رياست د معلوماتوله مخې، د نيمروز  په ٢٥٠ ښوونځيو کې ٨٦ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي،  چې ٤٠ سلنه يې نجونې تشکيلوي.
په دې ولايت کې د ښوونځيو ترڅنګ د ولايت په مرکز زرنج او يو شمېر ولسواليو کې ٥ د کرنې او تخنيکي  لېسې هم فعاليت کوي.
دغه راز ٢٠ خصوصي ديني مدرسې هم شته ، چې پکې نجونې او هلکان زده کړې کوي.
په دې ولايت کې دولتي پوهنتون نشته،خو د بارک په نامه يوخصوصي پوهنتون په دوو پوهنځيو ( حقوق او اقتصاد) برخو کې فعاليت کوي.


روغتیا
په نیمروز مرکز زرنج کي یوه ۳۵۰ روغتون او د ولسوالیو په مرکزونو کي ۱۰ روغتیایی مرکزونه سته چي ۶ یې د وسله والو طالبانو په ساحه کي تړل سوي  .