کندهار پیژندنه

  1. د ولایت عمومي پيژندنه (جعرافیه، موقیعت ، توکمونه او تاریخي شالید) : کندهار لنده پیژندنه. 
    کندهار په ١٢ او ١٣ دقيقو، ٢٠ او ٢٥ ثانيو شمالي عرض البلد کې واقع دى.
    کندهار ته د لوى سکندر راتګ نه يواځې د غرب تاريخپوهان مصروف وساتل، بلکې د لرغوني يونان د مشهور تاريخپوه (هيرودوتس) په شان تاريخپوهانو هم د اراکوزيا په نامه په خپلو اثارو کې د کندهار ذکر کړى دى. کندهار پراخې دښتې او د لويو غرونو سلسلې لري، ابادو ځمکو او سمسورو باغونو يې هم اقتصاد او هم ښکلا ته ګټه رسولې ده.
    کندهار چې له پخوا څخه د افغانستان يو مشهور تجارتي ښار و، اوس يې هم خپل تجارتي مرکزيت ساتلى دى.
    کندهار لومړۍ درجه ولايت دى ، چې د کندهار شمال ته اروزګان ولايت، سوېل ته يې ډېورنډ کرښه او بلوچستان، ختيځ ته يې زابل ولايت او لوېديځ ته يې هلمند ولايت موقيعت لري.

 



  1. اوسنی سياسي، اقتصادي او امنيتيو حالت: کندهار اوس هم د افغانستان په سیاست کې مهم رول لري ډیر برخه سیاسیون په نظام او دغه راز د طالبانو د امارت په مشرتابه کي هم د کندهار رول د یادوني وړ دي .


 


خلک یې درې ډوله اقتصاد لري د ډیرو خلکو اقتصاد ټيټ یوه برخه نسبا میانه اقتصاد لري او کم شمیر خلک یې بډیایه دي امنیتي حالت تر پخوا ناسم دي د قومندان رازق تر وژل  کیدو وروسته د ډیرو ولسوالیو امنیتي ساحه محدوده سوې



  1. د ولایت مطرحې سیاسي څيرې، خبریالان او فعالان : حامد کرزی شاولي خان کرزی حکمت خلیل کرزي ، محمود کرزی ، ګل اغا شیرزی کلیم الله نقیبی.


 خبریالان : انجنیر تیمور شاه نیوریاک ټایمز خبریال ، احمدشاه اعظمي مشال رادیو  داود اعظمي بی سي سي ، مامون درانی بی بی سی  ، غوث الدین فروتن هنداره مطبوعاتي دفتر ، صدیق الله خلیق هیواد ګروپ مسوول


حکمت صلحي مدني فعال ، منوراحمد واحدي مدني فعال جانان مومن مدني فعال



  1. په تيرو کلونو کې په ولایت کې شوې مهمې امنيتي پيښې : کندهار زندان ماتیدل ، د احمد ولي کرزي وژل کیدل ، په کندهار ولایت کې چاودنه چې  د عربي متحده اماراتو د سفیر په ګډون د کندهار مرستیال والي او نور ګڼ کسان ووژل سول او د کندهار والي په ګډون یو شمیر سوداګر ټپیان سول ، د ولایت مقام حمله چي د قومندان رازق په ګډون د ملي امنیت ریس ووژل سول او د والي او د قول اردو او د زون قومندان ټپیان سول .

  2. ځمکنی واکمني (څومره سیمه د حکومت او څومره نوره د طالبانو په لاس کې ده) کندهار ۱۷ ولسوالۍ لري د ډنډ ،پنجوايي، ارغنداب، دامان ،سپین بولدک  ،ژړۍ ټولي سیمي د دولت په واک کي دي خو د ارغستان ،ریګستان ، نیش ، شورابک ، میانشین ، شاولیکوټ ، خاکریز ، غورک ، میوند ، معروف او تخته پول ولسوالیو مرکزونو له دولت سره او پآته ساحې  د وسله والو  طالبانو سره دي.

  3. د هغو ولسواليو نومونه چې د طالبانو د کنټرول لاندې دي


غورک ، معروف ریګستان او نېش



  1. په ولایت کې فعالې وسله والې ډلې (لکه داعش، طالبان، لشکرطیبه، القاعده او نور)


وسله وال طالبان او کم شمیر داعش



  1. په ولایت کې د جګړې مهم سیمییز لاملونه (د مخدره توګو قاچاق، کې قومي جنجالونه او د وسله والو طالبانو فعالیت )

  2. د امریکا او طالبانو لخوا له تړون وروسته امنيتي پيښې او نور بدلونونه


تر تړون وروسته په امنیتي پیښو کې کموالی نه دي راغلي او د وسله والو طالبانو حملې دوام لري



  1. په ولایت کې د عامه خدماتو، روغتيايي او ښوونیز مرکزونو د فعالیت کچه



کندهار په خپل تشکيل کې ٤٥٩ ښوونځي لري، چې له جملې څخه يې ٦٠ لېسې، ٦٣ منځني ښوونځي، ٢٧١ لومړني ښوونځي، ٤ دارالمعملين، ٢ بابه ميخانيک ښوونځي، ٢ باب  د کرنې ښوونځى او ١٦ بابه ديني مدرسې دي.
دغه راز په کندهار کې ٩ خصوصي ښوونځي او  د اويستا په نوم يو خصوصي انسټيټټوټ هم فعاليت کوي.
له ٤٥٩ ښوونځيو څخه ٢٦٠ فعال، ١٣٢ غير فعال او ٦٧ جديد الشمول دي.
په کندهار کې ټولټال شاو خوا ١٥٣٠٩٤ تنه زده کړې کوي، چې ١١٢٨٥٨ تنه يې نارينه او ٤٠٢٣٦ تنې يې ښځينه زده کوونکې دي.
په روان کال کې په کندهار کې د جديد الشمول زده کوونکو شمېر ٣٤٨٦١ تنه وو، چې له دې جملې څخه ٢٤١٠٥ تنه نارينه او ١٠٧٥٦ تنې يې نجونې وې.
 
پوهنتون
 
کندهار پوهنتون د ځوان نسل د سالمې مسلکي روزنې په موخه په (١٣٦٩) هجري شمسي کال کې د کرنې پوهنځي په تاسيس سره خپل فعاليت پيل کړ او بيا په ترتيب سره د طب، انجنيري، ښوونې او روزنې، شرعياتو، اقتصاد، ژورناليزم پوهنځي پرانيستل شول. اوس مهال په کندهار پوهنتون کې (٢٨٥٠) تنه محصلان په زده کړو بوخت دي، چې (١٢٠) تنې يې نجونې دي. په کندهار پوهنتون کې اوس مهال (۱۶۲) تنه استادان په تدريس بوخت دي، چې (٥) تنه يې ښځينه استادانې تشکيلوي. تر اوسه پورې د پوهنتون په کچه د څلورو پوهنځيو لکه کرنې، طب، انجنيري، ښوونې او روزنې څخه (١٠٣٩) تنه فارغ  شوي، چې په هېواد کي په خدمت بوخت دي. د استادانو له ډلې څخه (١) تن د دوکتورا (٢٥) تنه د ماسټري او نور يې د ليسانس په سويه تحصيلات لري. د دې تر څنګ په دې پوهنتون کې د شپې پوهنځى او د ښوونکو د روزنې او علمي سويې د لوړولو په خاطر د داخل خدمت پوهنځى په ١٣٨٨ کال کې پرانيستل شو.
کندهار پوهنتون په هلمند ولايت کې د درېيو پوهنځيو او په اروزګان ولايت کې د يوه پوهنځي په لرلو سره خپلې څانګې هم لري.
په کندهار کې دا مهال دوه شخصي پوهنتونونه هم فعاليت کوي، چې دا مهال يواځې د طب او حقوقو پوهنځي لري.
 

روغتيا :
 
په کندهار ولايت کې ٢ عمومي دولتي روغتونونه، ٧ شخصي روغتونونه، ١٤ بنسټيز روغتيايي مرکزونه، ٢٣ بشپړ روغتيايي مرکزونه، ٤٥٦ روغتيايي پوستې او ٩٤ درملتونونه شتون لري.
د کندهار د نفوس ٤٥ سلنه وګړي اړ دي، چې ١٠ کيلو متره سفر وکړي، څو نژدې درملتون ته ورسېږي.
٥١ سلنه وګړي اړ دي، چې ١٠ کيلو متره سفر وکړي، تر څو ځان روغتيايي مرکز ته ورسوي.
د روغتيا کچه:
د روغتون يو بستر د ٤٤٠٠ ناروغانو لپاره. يو ډاکټر د ١٥٣٠٠ تنو لپاره. يو نرس د ١١٩٠٠ تنو لپاره.يوه تربيه شوې TBA (دايه، قابله) د ٤٦٠٠ مېرمنو لپاره ده.