د هلمند پیژندنه

  1. د ولایت عمومي پيژندنه (جعرافیه، موقیعت ، توکمونه او تاریخي شالید) 

هلمند د افغانستان  په سوېل لوېديځ کې يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې د هېواد  لسمه برخه جوړوي، طول البلد يې ٦٠ درجې ٦١ دقيقې  او عرض البلد يې ٢٩ درجې ٣٠ دقيقې دى.
هلمند ٦١٨٢٩ کيلومتره مربع مساحت لري ، ختيځ ته يې کندهار، شمال ته يې اروزګان،دايکنډي، ،غور، لوېديځ ته يې فراه او نيمروز ولايتونه دي او سوېل ته يې د١٦٢ کيلومتره په  سرحد لرلو سره د ډيورنډ کرښه ده.
شمالي برخې ته يې  غرونه حلقه  شوي  او سوېل ته يې ريګستاني سيمې دي، هوا او اقليم يې  په ژمي كې معتدل او په دوبي كې ګرم دى ، مركز يې لښكرګاه  ښار دى او له پلازمېنې كابل څخه  ۶۷۱ كيلومتره واټن لري.
د يوې غير رسمي سروې له مخې، هلمند دا مهال يو نيم ميليونه  نفوس لري.  
هلمند د اداري وېش له مخې، د مرکز لښکرګاه په ګډون ١٤ اداري واحدونه لري ، چې نادعلي، مارجې، ګرمسېر، خانشين، ديشو، ناوه ګرشک ،سنګين، کجکي ،موسى کلا،باغران،نوزاد او واشېر  ولسوالۍ په کې شاملې دي.
د کابل – هرات لويه لاره له هلمند ولايت څخه تېريږي، دغه راز په لښکرګاه کې ملکي هوايي ډګر هم موقعيت لري .


 



  1. اوسنی سياسي، اقتصادي او امنيتي حالت


د هلمند یو جګړه ځپلي ولایت دي خو بیا تر کندهار وروسته په جنوبي ولایتونو کي تر نورو ولایتونو د افغانستان په سیاست کي ډیر رول لري  یو شمیر سیاسي مشران یې  په خاص ډول د امیر محمد اخنذاده کورنۍ یې په اوسني نظام کې فعاله پاته سوي دغه راز د طالبانو په لیکو کې ددغه ولایت یو شمیر اوسیدونکي فعال رول لري .


د فیصدي په لحاظ د ډیرو خلکو اقتصاد یې ټیټ دي


امنیتي حالت یې ناسم دي یوازي لښګرګاه ښار او محدود شمیر ولسوالي  د دولت په واک کي دي .



  1. د ولایت مطرحې سیاسي څيرې، خبریالان او فعالان


سیاسي څیرې  ، امیر محمد اخنذاده ، امير حفيظ الله خان حقيار، وکيل محمد خان،دوست محمد خان،دتاغز حبيب الله خان ،ملا محمد نسيم اخندزاده، ملا محمد رسول اخند زاده،ملاامير محمداڅکزى، ملاامير اخندزاده،ملاشير محمد اخندزاده،وکيل سفر خان علي شاه مظلوميار، ظاهر سوله مل، محمد سوله مل، رييس د باغران عبدالواحد،ملا سلام اخند،ملا قيوم  ذاکر اوملا عبدالرووف خادم.کریم اتل ،


خبریالان : عبدالله همیم طلوع، سردار محمد سروري شمشاد تلویزون ذین الله ستانګزی


مدني فعالان : طوفان وزیری ، عبدالحق ځواکمن


،



  1. په تيرو کلونو کې په ولایت کې شوې مهمې امنيتي پيښې.


د هلمند دمهمي ولسوالیو سقوط او د لښګرګاه ښار ډیره برخه سقوط



  1. ځمکنی واکمني (څومره سیمه د حکومت او څومره نوره د طالبانو په لاس کې ده) 


د هلمند ډيره برخه د طالبانو په واک کې ده یوازي لښګرګاه ښار ناوه ولسوالۍ په بشپړ په ډول د حکومت سره ده او دغه راز د څو محدودو ولسوالیو مرکزونه د دولت سره دي پر شمالي ولسوالیو تر ډیره طالبان واکمني لري



  1. د هغو ولسواليو نومونه چې د طالبانو د کنټرول لاندې دي.


نادعلي، مارجې، ګرمسېر، خانشين، ديشو، ،سنګين، کجکي ،موسى کلا،باغران،نوزاد او واشېر  ولسوالۍ



  1. په ولایت کې فعالې وسله والې ډلې (لکه داعش، طالبان، لشکرطیبه، القاعده او نور)


طالبان او داعش لښکر طیبه.



  1. په ولایت کې د جګړې مهم سیمییز لاملونه (په هلمند کې د مخدره توګو قاچاق او د وسله والو طالبانو روانه جګړه)


 



  1. د امریکا او طالبانو لخوا له تړون وروسته امنيتي پيښې او نور بدلونونه


کوم خاص بدلون نه دي راغلي


 



  1. په ولایت کې د عامه خدماتو، روغتيايي او ښوونیز مرکزونو د فعالیت کچه


 


پوهنه
هلمند دا مهال ٣٤١ ښونځي لري، چې ٢٠٤ يې پرانيستي دي ، چې ١٣٠ زره زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي ، چې ٣٠ زره يې نجونې دي او د ٢٩٠٠ ښوونکو له خوا تدريس ورته کيږي .
  هلمند د لوړو زده کړو موسسې هم لري ، چې يو يې دارالمعلمين دى .
 دغه دارالمعلمين   ٥٥٨  زده کوونکي لري، چې  ٢٧٩ يې نارينه  او په همدې شمېر يې ښځينه دي ، د ٢١ استادانو له لوري تدريس ورته کيږي ، چې ٤ يې ښځينه  دي.
د هلمند پوهنتون،  په ١٣٨٧ لمريز کال کې تاسيس شوى، چې  څلور پوهنځي لري: ((کرنه،تعليم او تربيه،انجينري  او وترنري)
په هلمندکې درې خصوصي پوهنتونه وادي هلمند،اراکوزيا او بست هم فعاليت کوي ، چې د طب ترڅنګ، حقوق اواقتصاد پوهنځي لري .ددې  ترڅنګ درې انسيټيټوټونه هم فعاليت کوي.
په دې ولايت کې  شپږ خصوصي لېسې دي،  ١٤٢٨  زده کوونکي لري  ، چې  ١٩٥ يې نجونې دي.
دغه راز په دې ولايت کې ١٨ ديني مدرسي دپوهني له رياست سره ثبت دي ، چې پکې ٢٠٠٠ طالب العلمان په زده کړو بوخت دي .


 


هلمند کې لاهم څه باندې ۲ میلیونه وګړي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري چې له امله یې ډېری وخت ناروغان مري.


د یادولو ده چې روغتیا وزارت دغه ولایت ته ۹۵ روغتیایي مرکزونه ورکړي چې هره ورځ په کې د شاوخوا اته زره درې سوه دري دېرش ناروغانو درملنه کېږي.