د افغان سوله څار په اړه

افغان سوله‌څار یا (APW) یو خپلواک او سیاسي څیړنیز بنسټ دی چې په ځانګړي ډول د جګړې د ماهیت پر درک او پوهاوي ټینګار کوي او له هغه څخه د یوې اغېزمنې کړنلارې په توګه په افغانستان کې د هراړخیزې سولې د رامنځته‌کېدو په موخه ګټه پورته کوي. د افغان سولې خپلواک څار د یوې افغانې ډلې له لوري رامنځته شوی دی، تر څو په افغانستان کې د لسیزو جګړو او تاوتریخوالي د شدت او پایلو په هکله پوهاوی ورکړي. نوموړی بنسټ د هېواد د جګړې او تاوتریخوالي اړوند مسایل له  34 ولایتونو څخه د هغو کسانو د اطلاعاتو پر بنسټ تر پوښښ لاندې نیسي، کوم چې په آګاهانه او یا غیرآګاهانه ډول د جګړې او تاوتریخوالي له ګواښوونکو پایلو څخه سر ټکوي. د نوموړي بنسټ ستره موخه د جګړې د رښتیني انځور په ډاګه کول او له اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري ستونزو سره جوخت د جګړې د انساني لګښتونو په ګوته کول دي. همدارنګه موږ غواړو چې د څېړنو د ترسره کولو، اغېزمنو رپوټونو د وړاندې کولو او د اطلاعاتو د راټولولو له لارې د جګړې انځور په ډاګه کړو او په هيواد کې د سولې په بهیر څارنه وکړو.