موږ له سولې نه ډاريږو، ذبیح الله مجاهد

د افغان سوله څار لخوا د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهده سره مرکه: 


د افغان سولې په اړه پوښتنې: 


۱- آیا په افغانستان کې سوله شونې ده؟ 


ــ ځواب: بلې! سوله شونې ده، که ټول اړخونه کلکه اراده ولري، د افغان ولس له هیلو سره سم اسلامي حاکمیت ته 


تن ورکړي، د ملت د آرمانونو، باورونو او ارزښتونو په مقابل کې ونه دریږي، سوله بالکل ممکنه حتی نیږدې ده.


۲- د افغان سولې لپاره ستاسې پلان څه دی؟ (لنډ ېې واضح کړئ) 


ــ ځواب: په لویه کې زموږ پلان دادی چې افغانان په بین الافغاني مذاکراتو کې د هیواد لوړې ګټې او اسلامي تشخص مد نظر ونیسي، یو له بل سره توافقاتوته ورسیږو، موږ د دوحې د تړون په متن کې په همدې پروسه ټينګار کړی، که موږ په یوه واحد اسلامي حکومت توافق ته ورسیږو، او سولې ته فرصت ورکړو، بیلابیل واړه واړه مسائل د وخت په تیریدو سره پخپله حل کیږي، هم به نظام مستحکم شي، هم به مستقل امنیتي ځواک ولرو، هم به اقتصاد وده وکړي او هم به د کرکو او نفرتونو ګراف ورو ورو ټيټ شي. 


نو باید ټول افغان جهتونه سره کینې، بین الافغاني مذاکرات په صداقت سره وشي، چې د افغان میړني ولس قربانیو او ستړیوته په کتلو د اسلام د مقدس دین د ټولو احکامونو په منلو سره یوه نتیجه تر لاسه شي.ان شاءالله


 


۳- څوک د سولې پروسه ګواښووي او ولې؟ ګټې ېې په کې څه دي؟ 


ــ ځواب: تر اوسه موږ ته داسې ښکاري چې د کابل په اداره کې ځينې اشخاص شته چې سوله راتلل نه غواړي، ځکه هغوی د اشغال ترڅنګ په جګړه کې رشد کړی، اقتصاد يې پيدا کړی، په چوکیو اوسیدلي که سوله، ازادۍ، استقلال، خصوصا اسلامي حاکمیت راځي، خپل منافع په خطر کې ویني نو يې سر له اوسه په مختلفو بهانو د مخالفت غږ اوریدل کیږي، داچې نن د دوحې د توافقنامې نیږدې ۴ میاشتې پوره کیږي، خو بیا هم هغه بین الافغاني مذاکراتوته فرصت نه دی ورکړل شوی چې باید د تړون له لاسلیک څخه وروسته په لسو ورځو کې پيل شوې وای، دا پخپله جوتوي چې خنډ اچونکي اړخ سوله ګواښي. 


 


۴- د افغانانو او افغانستان لپاره څه غواړئ؟ 


ــ ځواب: هر ملت حق لري چې له خپلو دیني، ملي او کلتوري ارزښتونو سره سم ژوند وکړي، موږ وایو چې د افغانستان د ملت لپاره دې هم دا حق په رسمیت وپیژندل شي. د دې وطن تقریبا سل فیصده خلک مسلمانان دي، نو باید اسلامي نظام ولري، زموږ په نظر په وروستیو لسیزو کې دلته د نزاع یو لوی لامل دا دی چې بهرني لاسونه غواړي زموږ په خلکو هغه څه تحمیل کړي، چې زموږ له دیني او کلتوري اصالت سره اړخ نه لګوي.


نو موږ د افغانانو او افغانستان لپاره آزادي اسلامي حاکمیت  او ريښتوني او کامله خپلواکۍ غواړو. ترڅو مو د مؤمن ولس هیلې پوره شوې، عزت ورسره خوندي شي، بیت المال په امن کې شي او هم غریب او خوار ملت ته خپل حق ورسیږي، هیواد ودان شي او ټول ملت يې په آبادۍ کې سهم ولري. 


 


۵- له سولې وروسته افغانستان به څنګه ښکاري؟ 


ــ ځواب: طبعا افغانستان له مختلفو اړخونو ډير تفاوت کړی، موږ فکر کوو که دلته امنیت ټینګ شي، اشغال او جنګ پای ته ورسیږي، هر افغان د آبادۍ  ځانګړی احساس لري، نو په ډير کم وخت کې به یو مرفه او آباد افغانستان ووینو، ان شاءالله 


 


۶- تاسې یوه لسیزه وروسته افغانستان څنګه وينئ؟ 


ــ ځواب: ان شاءالله راتلونکی لسیزه به د افغانستان د آبادۍ، او پرمختګ کلونه وي، راتلونکي لسیزه به افغانان په واقعي معنا د خپلواک هويت، او نیک تشخص خاوندان وي، ځکه ټولو اړخونو له تیر څخه ښه تجربه اخیستې، د سیمې هیوادونو ته هم د افغانستان امنیت مهم دی، نو هیله کیږي چې د مداخلو مخه ونیول شي، او د صالحې رهبري په راتګ سره د افغانستان خپل عواید، معادن او نور اقتصادي منابع احیا شي او ښه استفاده ترې وشي. 


 


۷- تاسې له سولې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو د نظامي یا ملکي شتون پلوي یاست؟ 


 ــ ځواب: نه، په هيڅ صورت او په هیڅ قیمت نه، د یوه بهرني نظامي او غیر دپيلوماتیک شتون هم نه منو. 


 


۸- که نړيوال ځواکونه ووتل، نو څومره شونې ده چې کورنۍ جګړه پيل شي؟ 


ــ ځواب: جګړه دا شل کاله کیږي روانه ده، نوې کومه جګړه نه پيل کیږي، موږ هڅه کوو چې د موجوده جګړې عوامل له منځه یوسو. په قطر کې له امریکا سره تړون او د اشغال خاتمه په دې برخه کې یو مهم پرمختګ دی، اټکل مو دا دی چې د اشغال له خاتمې وروسته به په افغانستان کې جګړه ډیر دوام ونه کړي. ان اشاءالله


 


۹- د افغانستان د سولې په اړه ستاسې تر ټولو غټه هيله څه ده؟ 


ــ ځواب: لویه هیله مو د افغانانو ترمنځ په آزاده فضا کې بین الافغاني ناسته ده چې بیا نتیجه پرې مرتبه وي او د افغانستان مصالح او منافع په کې تضمین شوې وي. 


 


۱۰- د افغانستان د سولې په اړه ستاسې ستره وېره څه ده؟ 


ــ ځواب: د افغانستان د سولې په اړه موږ ویره نه لرو، ځکه کلک مصمم یو چې له هرې لارې چې ممکنه وي سوله به را ولو، ان شاءالله


 


 د اورکم اړوند پوښتنې: 


 


۱۱ – د طالبانو او امريکایانو تر منځ له تړون څخه وروسته تاسې څومره امنيتي پيښې ثبت کړي دي؟ تاسې د مرګ ژوبلې ارقام لرئ؟ (موږ په خپلواکه توګه د افغان سوله څار لخوا د جګړې اړوند ټولې امنيتي پيښې ثبت کړې دي او له تاسې سره يې شریک کولای شوو). 


 


ــ ځواب: وروسته له هغه چې موږ له امریکا یانو سره تړون لاس لیک کړ، د جګړو فیصدي له سلو څخه ۴۰ سلنې ته را ټيټه شوه، هغه هم په هغو ساحو کې پاتې شوه چې تقریبا ټولې دفاعي ساحې وي، مثلا دښمن د نویو پوستو جوړیدل پیل کړل، زموږ سیمو ته يې د نفوذ هڅې پيل کړې، په لویو لارو يې د خلکو څخه پيسې اخیستې، اربکیانو په کلیو کې د خلکو په وړاندې ظلم او زیاتی کاوه، دښمن زموږ په وړاندې لوی عملیات شروع کړل چې په دا ټولو ساحو کې موږ د جګړې کولو ته اړ شولو او د دښمن مخه مو ونیوه.
یو مورد دا هم وو چې د دښمن په لیکو کې د هغوی عسکرو لوری بدل کړ او خپل نور عسکر يې ووژل او زموږ خواته راغلل، همدا ډول په ځينو ساحو کې دښمن هڅه وکړه چې له کلونو محاصره سیموته اکمالات وکړي چې موږ غبرګون ته اړ شوي یو. 


خو په عموم کې موږ د جګړو فیصدي ټيټه ساتلې، سږ کال مو پسرلني عملیات لا هم نه دي اعلان کړي، په لویو ښارونو کې مو سترعملیات ندي کړي، همدا ډول مو ولسوالیو او ولایاتوته هم سقوط نه دی ورکړی. 


 


۱۲ – آیا کوم لوري د قطر د تړون څخه سرغړونه کړې ده؟ (که یې کړې وي، نو مشخصه يې کړئ) 


ــ ځواب: موږ پخپل اړخ کې د قطر له تړون څخه هيڅ سرغړونه نه لرو، البته امریکایانو په محدوده ساحه کې سرغړونه کړی ده چې موږ هغه موارد ورسره شریک کړي، د کابل ادارې هم سرغړونې درلودي، د ملکي خلکو په ضد يې څو وارې اقدامات کړي، کلي يې بمبار کړي، توغندويي ویشتي چې د ملکي خلکو د تلفاتو سبب ګرځيدلي دي. (موارد يې زیاد دي.)


 


۱۳ – ولې د امریکایانو او طالبانو له تړون څخه وروسته هغه بریدونه زیات شول، چې د داعش لخوا ېې پړه په غاړه منل کېږي. 


ــ ځواب: زموږ باور داده چې کله موږ تیرکال د هیواد په شرق کې د داعش فزیکي شتون محوه کړ، د داعش ډير شریرعناصر د کابل ادارې سره یوځای شول او  هغوی ته په استخباراتي مهمان خانو کې پنا ورکړل شوه، څرنګ چې  د داعش پدیده یوه شریره پدیده ده، نو يې په ښارونو کې خصوصا په کابل کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ، زموږ کره معلومات دا هم دي چې د کابل ادارې امنیت ملي هم د داعش سره لاس یو کړ، په مشترک ډول يې کوښښ شروع کړ چې ځينې وحشیانه بریدونه وکړي، بیا يې پړه په امارت واچوي او د دوحی تړون بې اعتباره کړي، په دا وروستیو کې په ملکي ځایونو بریدونه او بوږنوکي وژنې د کابل ادارې د استخباراتو او داعش مشترک کار وو ترڅو وضعیت لاهم جنګي او له کنتروله وتلی معرفي کړي او موږ په دې اړه کره شواهد هم لرو. 


 


۱۴ -  داعش څوک دي؟ 


ــ ځواب: په افغانستان کې داعش تر ډيره یوه استخباراتي ډله ده، چې اوس مهال يې کومه سیمه په لاس کې نشته، خو د کابل ادارې په استخباراتي مهمان خانو کې لاهم شتون لري، حتی د کابل ادارې په امنیتي لیکو کې ځينو ځایونوته هم کله کله انتقالیږي، مثلا ۳ اونۍ وړاندې موږ د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د کابل ادارې د محلي اردو یو قومندان محمد امین او ساتونکی يې ووژل چې جسد يې له موږ سره پاتې شو، کله مو چې د هغه له جسد سره نور نیول شوی سامان ولید، د داعش بیرغونه ورسره وو، د داعش تبلیغاتي پاڼې ورسره وي. چې غوښتل به يې په سیمه کې د داعش په نامه تشویشونه ایجاد کړي او مخامخ د کابل ادارې لخوا د ۱۰۸ نفرو عسکرو قومندان وو، هغوی وسلې ورکړې وي، معاش يې ورکاوه او زموږ سره يې جنګول. 


 


۱۵- یو دوامدار اوربند څه وخت شونی دی؟ 


ــ ځواب: کله چې په بین الافغاني مذاکراتو کې افغانان پخپلو کې یوه جامع او ښه توافق ته سره ورسیږي. او بیا جګړې ته اړتیا پيدا نشي، بیا دوامداره سوله شونې ده. ان شاءالله 


۱۶ – ایا تاسې فکر کوئ، چې د اورکم میکانیزم به دوامداره اوربند او تلپاتې سولې ته لاره هواره کړي؟ 


ـــ ځواب: د عملیاتو کمښت اصلا د دې لپاره ده چې بین الافغاني مذاکراتوته لاره هواره شي او یو حسن نیت ښودل شوی وی، که خدای مه کړه د مذاکراتو په لاره کې خنډونه ایجاد شي، یا په مذاکراتو کې دننه تخریبي فعالیتونه ترسره شي، بیرته جګړه توندېلای شي، البته موږ غواړو چې له خپله لوري په کامله معنا تحمل او زغم ولرو. 


مننه 


له تاسو هم مننه 


ذبیح الله مجاهد 


۲/۴/۱۳۹۹هـ ش