جګړه نوره د حل لار نه ده: صدیق صدیقي

Sediqi.jpg

15 سرطان 1399


د افغان سوله‌څار لخوا د افغانستان د ولسمشر له ویاند صدیق صدیقي سره مرکه: 


د ۲۰۲۰م د جون د میاشتې شپږمه نېټه


سوله‌څار: آیا په افغانستان کې سوله شونې ده؟ 


صدیقي: هو، سوله د اسلام د سپېڅلي دین، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون، ملي ګټو او د هېواد د لوړو ګټو په رڼا کې د هېوادوالو د بنسټیزو غوښتنو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي. د افغانستان د زعامت سوله غوښتونکې او رښتینې هڅې د دې لامل شوې چې د وخت په تېرېدلو سره د سولې بهیر له یوه انتزاعي بحث څخه پر یوه ملي، سیمه‌ییز او نړیوال مضبوط بحث بدل شي. د افغانستان د دولت فعاله او هراړخیزه سیمه‌ییزه او نړیواله ډیپلوماسي د دې لامل شوې چې سوله له پخوا څخه عملي جنبه ومومي. اوس د طالبانو وار دی چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي، اوربند ومني او د سولې مذاکراتو ته، چې د هېوادوالو، د افغانستان د دولت او د نړیوالو غوښتنه ده، چمتو شي.


سوله‌څار: د افغان سولې لپاره ستاسو پلان څه دی؟ (په لنډه توګه یې څرګند کړئ)


صدیقي: د اسلام د سپېڅلي دین احکام، د خلکو اراده، د هېواد اساسي قانون، جمهوریت او ډیموکراسي او د هېواد د تېرو دوو لسیزو لاسته‌راوړنې د دې لامل شوې چې د سولې په هکله د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلان او لیدلوری په ډاګه شي. د یادو مسالو په رڼا کې د سولې د مشورتي جرګو ترسره کول، د ۳ زره دیني علماوو جرګه، د ځوانانو او مېرمنو جرګه، د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا هېوادونو د علماوو جرګه، د مذاکرې لپاره د پراخ او ټول ګډونه پلاوي رامنځته کېدل او همدارنګه د مصالحې د شورا رامنځته کېدل ټول هغه عملي او سوله غوښتونکي اقدامات دي، چې نه یوازې د سولې لپاره پلان، بلکې د مذاکراتو او سولې لپاره د افغانستان دولت اړین چمتوالی څرګندوي.  


سوله‌څار: څوک د سولې پروسه ګواښوي او ولې؟ ګټې يې پکې څه دي؟ 


صدیقي: د افغانستان د اسلامي جمهوریت په نظر هغه ډلې چې د وېرې او وحشت د رامنځته کولو له لارې پر تاوتریخوالي او انسان‌وژنه لاس پورې کوي، طالبان د هغو ملاتړ کوونکې او د نوموړو ستراتیژیک پټنځایونه دي، کوم چې په جرمي اقتصاد او نشه‌يي توکو کې ښکېل دي او په دې توګه د خپلو ناوړو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د جګړه‌مارانو د جګړې اور تود ساتي او د تروریستانو لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کوي. دا ډول ډلې په حقیقت کې د سولې د پروسې اصلي ګواښوونکې عوامل بلل کېږي. 


سوله‌څار: د افغانانو او افغانستان لپاره څه غواړئ؟ 


صدیقي: د افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د افغانستان دولت د امنیت او ټیکاو، اقتصادي او سوداګریزې پراختیا، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، له بېوزلۍ سره د مبارزې، کارموندنې، متوازن پرمختګ، له هر ډول فساد او مخدره توکو سره مبارزې او په پای کې د هېواد د هر وګړي لپاره د سوکالۍ د فضا د رامنځته کولو په برخه کې پراخ او عملي پروګرامونه په پام کې لري، چې نوموړي پر دې وتوانېږي چې د افغانستان دننه (د خپل ګډ کور په توګه) پرته له هر ډول وېرې او اندېښنې ژوند وکړي.


سوله‌څار: له جګړې وروسته افغانستان به څنګه ښکاري؟ تاسې یوه لسیزه وروسته افغانستان څنګه وينئ؟


صدیقي: د جګړې پای او په هېواد کې د دوامداره او هراړخیزې سولې او ټیکاو رامنځته کېدل، د هېوادوالو له بنسټیزو غوښتنو او د افغانستان د دولت له لومړیتوبونه څخه بلل کېږي. د افغانستان دولت د سرچینو له پلوه د غني هېواد د فرصتونو او قوتونو په هکله څرګند لیدلوری لري، هم د هېوادوالو او  هم د افغانستان د دولت غوښتنه د جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسېدل دي. کله چې جګړه پای ته ورسېږي، زموږ عمراني او پراختیایي پروګرامونه به د افغانستان د ملي پراختیا د ستراتیژي په رڼا کې او د ملي لومړیتوبونو او استعجالیت پر بنسټ لازیات چټک شي او موږ به د یوه بسیا او هوسا افغانستان په لور وخوځېږو.


سوله‌څار: آیا تاسو له سولې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو د نظامي یا ملکي شتون پلوي یاست؟


صدیقي: له نړیوالو ملګرو سره د اړیکو په برخه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت سترایتژیک لیدلوری په بشپړ ډول څرګند دی. د افغانستان دولت د یوه خپلواک هیواد په توګه دا تمه لري چې د متقابل درناوي او ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خپلو دوستانه اړیکو ته لا زیاته پراختیا ورکړي. موږ پر دې باور یو چې په یوویشتمه پېړۍ کې او په درېیمه زریزه کې سیاسي تجرید او د وسطایي قرنونو په چوکاټ کې ژوند کول عقلاني نه ښکاري.  


سوله‌څار: کله چې نړيوال ځواکونه له هېواده ووتل، نو څومره شونې ده چې کورنۍ جګړه پيل شي؟ (که چېرې په دغه معامله کې تېروتنه وشي.)


صدیقي: افغانستان د یوه خپلواک او واحد هېواد په توګه له اساسي قانون او همدارنګه د خلکو د ارادې پر بنسټ له یوه نظام (جمهوري نظام) څخه برخمن دی، خو د هېواد په تړاو سیاسي، سیمه‌ییزو او نړیوالو کړکېچونو ته په کتو سره باید ووایو چې په سیمه کې د جرمي اقتصاد شتون او د ویره اچوونکو لپاره د پټنځایونو زمینه برابرول او د نیابتي جګړې تګلاره، چې ځینې وېره اچوونکې ډلې او د هغوی ملاتړي هېوادونه ورڅخه ګټې پورته کوي، نه یوازې د افغانستان لپاره یو ستر ګواښ بلل کېږي، بلکې د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره هم ګواښونه زېږوي، نو له همدې کبله ویلی شو چې اوسنی حالت او د سیمې او نړۍ امنیت د وېرې اچوونې د پای تګللارو ته په کتو سره، د نړیوال نظام غوښتنه دا ده چې د جګړې تر پای ته رسېدلو پورې باید اوسنی حالت په ټولییز ډول تر ملي او نړیوال څار لاندې اوسي. د کورنۍ جګړې زړه‌بوږنوونکې خاطرې د خلکو په زړونو کې پاتې دي او موږ به په هېڅ ډول به دا اجازه ورنه کړو چې بیاځلي کورنۍ جګړه رامنځته شي. اوس مهال افغانستان له خورا زیاتو پیاوړو او مضبوطو ټولنیزو او دولتي وړتیاوو څخه برخمن دی او د وېره اچوونکو ډلو ګواښونه به هېڅکله په هېواد کې د کورنۍ جګړې لامل نشي.


 


سوله‌څار: د افغانستان د سولې په اړه ستاسو تر ټولو ستره هيله څه ده؟ 


صدیقي: د جګړې او تاوتریخوالي پای د هېوادوالو او دولت له سترو غوښتنو څخه بلل کېږي. د افغانستان وګړي له جګړې څخه ستړي شوي او د جګړې د پای او د سولې د بهیر د چټکتیا غوښتونکې دي. د افغانستان دولت د سولې لپاره بنسټیز ګامونه پورته کړي او زموږ هیله دا ده چې طالبان هم له تاوتریخوالي لاس واخلي، اوربند ومني او د سولې مذاکراتو ته غاړه کېږدي. زموږ تمه دا ده چې طالبان جګړه ودروي او د هېوادوالو، هېواد او نړیوالې ټولنې د سولې غږ ته غوږ کېږدي.


سوله‌څار: د افغانستان د سولې په اړه ستاسې ستره وېره څه ده؟


صدیقي: د راتلونکې په هکله د هېوادوالو تر ټولوه ستره اندېښنه د جګړې او تاوتریخوالي دوام دی. له هرې جګړې وروسته سوله راځي او د افغانستان وګړي او دولت د باعزته او شرافتمندانه سولې غوښتونکې دي. زمونږ تمه دا ده چې وېره‌اچوونکې نور له انسان وژنې لاس په سر شي، په سولې او ټیکاو باور پیدا کړي او په دې برخه کې عملي ګامونه اوچت کړي.


سوله‌څار: آیا تاسو فکر کوئ چې د طالبانو او افغانانو ترمنځ د سولې توافقات په هېواد کې د سولې په معنا ده؟ آیا په رښتیني ډول به دغه توافق د دی لامل شي چې په هېواد کې د څو لسیزو راپدېخوا خوا جګړې پای ته ورسېږي؟


صدیقي: د هېوادوالو او د افغانستان د دولت غوښتنه په هېواد کې د تاوتریخوالي او جګړې پایته رسېدل او د دوامداره سولې رامنځته کېدل دي. جګړه یوه ناوړه او له کرکې ډګه پدیده ده او دا طالبان دي چې د خپلو انساني ضد او وېره اچوونکو کړنو په ترسره کولو سره د نورو ډلو د خوځښتونو او فعالیتونو لپاره د تاوتریخوالي زمینه برابروي. زموږ تمه دا ده چې طالبان له تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړې او جګړې ته د پای ټکې کېږدي. موږ د سولې د هوکړه‌لیک په هکله خوشحاله یو او هغه ته د یوه تاریخي فرصت په سترګه ګورو او د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت دې ته چمتو دی چې د سولې په ‌لوري هر ډول اړین ګامونو پورته کړي.


سوله‌څار: د طالبانو او امريکایانو ترمنځ له تړون څخه وروسته تاسې څومره امنيتي پېښې ثبت کړي دي؟ تاسې د مرګ ژوبلې ارقام لرئ؟  (موږ په دې هلکه بېطرفانه اسناد لرو او کولای شو له تاسو سره هغه شریک کړو)


صدیقي: د ملي امنیت د شورا دفتر به دغه ارقام له تاسو سره شریک کړي. 



سوله‌څار: آیا تاسې فکر کوئ، چې د اورکم میکانیزم به دوامداره اوربند او تلپاتې سولې ته لاره هواره کړي؟


صدیقي: د تاوتریخوالي د کچې پراخ ټیټوالی، نااعلان شوی اوربند او وروسته بیا د مذاکراتو پیل به د دې لامل شي چې په هېواد کې تلپاتې اوربند او دوامداره سوله رامنځته شي. د سولې په هلکه باید ووایو چې تر ټولو مهمه مساله د ښکېلو اړخونو سوله غوښتتونکې اراده ده. کله چې د سولې د تامین لپاره رښتینې اراده شتون ولري، د تاوتریخوالي دوام منطقي بڼه نه لري، نو که چېرې طالبان د سولې لپاره رښتینې اراده لري، باید د هېوادوالو او نړیوالو غوښتنو ته غوږ کېږدي، (اوربند) ومني او د سولې په موخه مذاکراتو ته چمتو شي.


سوله‌څار: آیا کوم لوري د قطر د تړون څخه سرغړونه کړې ده؟ (که یې کړې وي، نو په ډاګه یې کړئ)


صدیقي: هو! وروسته له هغه چې (د طالبانو او امریکا ترمنځ) د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک شو، تر ټولو مهمه او بنسټیزه مساله په هېواد کې د تاوتریخوالي د کچې راټیټول ول، چې برعکس طالبانو په زرګونو د امنیت ضد خوځښتونه ترسره کړل او د هرو سل تنو افغان پوځیانو ترڅنګ یې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون د سلګونو بېګناه هېوادوالو ژوند واخیست او آن په سپېڅلو اماکنو (جوماتونو) کې یې د خطیبانو او لمونځ‌کوونکو وینې توی کړې. د رپوټونو پر بنسټ، تېره اونۍ طالبانو په تېرو ۱۹ کلونو کې ترټولو زیاتې د تاوتریخوالي پېښې ترسره کړي دي. د طالبانو دغه د امنیت ضد خوځښتونه په ډاګه کوي چې نوموړې ډلې له امریکا سره د خپل هوکړه‌لیک په برخه کې کلکه سرغړونه کړې ده.


سوله‌څار: ولې د امریکایانو او طالبانو له تړون څخه وروسته هغه بریدونه زیات شول، چې د داعش لخوا یې پړه په غاړه منل کېږي؟


صدیقي: د افغانستان دولت د داعش ډلې پټنځایونه له منځه وړي او د داعش د ډلې ستره ماتې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مټ ترسره شوې ده.


سوله‌څار: داعش څوک دي؟


صدیقي: داعش یوه وېره اچوونکې ډله ده چې هڅه یې کړې په افغانستان کې پټنځای ولري او زموږ د امنیتي او دفاعي ځواک له لوري یې سخته ماتې خوړلې ده.


سوله‌څار: یو دوامدار اوربند څه وخت شونی دی؟


صدیقي: دا کار هغه مهال شونی دی چې طالبان سولې ته ژمن پاتې شي او د افغانستان له دولت سره مخامخ مذاکرات پیل کړي. دا ټولو ته څرګنده ده چې جګړه نور د حل لاره نه ده، په یوه وخت کې د جګړې او سولې تجربه هم یوه ناکامه تجربه وه او وي به. د افغانستان د سولې لپاره رښتینې د حل لاره له سیاسي حللارې څخه عبارت دی، کوم چې د اوربند او د سولې د مذاکراتو له لارې شونې ده، نو ویلی شو چې اوربند د سولې د مقدمې په توګه، د سولې لپاره د ښکېلو اړخونو اراده څرګندوي. نو که چېرې طالبان د سولې لپاره ټینګه اراده لري، باید د یوې بنسټیز قاعدې په توګه اوربند ته غاړه کیږدي او د سولې په مذاکراتو کې ګډون وکړي.