د ولسمشراشرف غني د تره زوی انجنیر رشاد احمدزی، تېره ورځ کابل کې ترور شوی دی.

arg.jpg

د ولسمشر  اشرف غني د تره زوی انجنیر رشاد احمدزی، تېره ورځ کابل کې ترور شوی دی. احمدزی وروسته له غرمې د کابل ولایت شپږمې ناحیې اړوند سناتوریم سیمه کې ترور شوی دی. یاد کس د مرمۍ په واسطه وژل شوی او قاتلین هم له سیمې تښتېدلي دي.
تر اوسه د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.